تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اوبو چښلو سنتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 21, 2021
  0

د اوبو چښلو سنتونه


تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په راسته لاس چښل، ځکه چی شیطان ئې په چپه لاس چیښی(مسلم ص ۱۷۲ ج۲)


د اوبو چښلو ترمخه که ولاړ وې نو کښينستل، په ولاړی چښل منع دی. (مسلم ص ۱۷۳ ج۲)


په بسم الله ويلوسره چښل او دچیښلو وروسته الحمدلله ويل. (ترمذی ص ۱۰ ج۲، مشکوة ص ۳۷۱ج۲)


په درېو ساه ئې چښل او دساه کښلو په وخت لوښی دخولې څخه لیری کول.(مسلم ص ۱۷۶ ج۲، ترمذی ص ۱۰ ج۲)


دلوښی دماتی څنډی څخه نه چښل. (ابوداؤدص۱۹۷ ج۲)


د ژی دخولی څخه په خوله او به مه چښه یا که يو بل داسی لوښی وی چي دهغه څخه يودم دډیرو اوبو دراتللواندیښنه وی یا دا اندیښنه وی چي په دی کي به يو ماريا لړم راسي.بخاری ص ۸۶۱ج۲، مسلم ص ۱۷۳ ج۲)


صرف د اوبو څښلو وروسته دا دعاء ويل هم سنت ده.


الحمد لله الذي سقاناعذبا فراتا  برحمته ولم يجعله ملحا أجاجا بذنوبناه (روح المعانی ص ۱۶۹ پاره ۲۷)


ترجمه: ټول صفتونه دالله دپاره دی :


 چاچی پخپل رحمت سره په موږ خوږې خوندوری اوبه وچیښلې او زموږ دګناهو په سبب ئې دا ترشی او تروې کړی نه دی.


 د اوبوچښلو وروسته که ئې نوروته ورکوې نواول ئې دراسته خوا کس ته ورکه اوبیا دی په دغه ترتیب سره دورختم سی،په همدې شکل دی چای یا شربت هم ورکړه سي.(بخاری ص ۸۹۰ج ۲، مسلم ص ۱۷۶ ج۲)


دشیدو چښلو وروسته دا دعاء ووایه.


اللهم بارك لنافیه وزدنامنه


ترجمه: اې الله! ته پدې کې موږ ته برکت راکی او دا موږ ته نورهم ډیر را په نصيب کړې. (ابوداؤدص۱۹۸ ج۲، ترمذی ص ۱۸۳ ج ۲)


ساقی (اوبو ورکونکی) ته په آخر کی چښل. (ترمذی)


ماخذ: دګران نبی صلى الله عليه وسلم خواږه سنتونه


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته