تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د هوازن يوه ډله
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 26, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۷۶برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د هوازن يوه ډله

اوس چي غنيمتونه ټول و وېشل سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم  او صحابۀ کرام ځانونه تياروي چي مکې مکرمې ته ولاړ سي، د مخه تر دې چي دوى حرکت وکړي د هوازن څخه يوه ډله راغله، هغو هلته مشوره سره کړې وه چي ښځي او اولادونه مو ټول د لاسه و وتل، بېله هغو ژوند مشکل دى او مالونه مو هم ټول د لاسه و وتل، نو يې يوه ډله چي ټوله څوارلس نفره وه او مشر يې زُهير بن صَرد ؤ و: رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور ولېږل، په دې ډله کي د رسول الله رضعي اکا ابو برقان هم ؤ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه يې وغوښتل چي د دوى اولادونه او مالونه بيرته ورکړي او ويل:

 

يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  رحم را باندي وکه موږ ته هيڅ نه سوه را پاته، نه ښځي نه اولاد، نه مال نه حيوانات، را باندي ورحمېږه، نوري يې هم ډيري داسي خبري وکړي چي د چا زړه په نرم سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دغه دومره موده چي زه دلته پاته وم په والله د بل شي دپاره نه وم پاته بېله دې څخه چي ستاسي انتظار مي کاوه ما غوښتل چي پر تاسي رحم وکم تر يوې مياشتي زياته موده کيږي چي زه دلته ستاسي په انتظار وم، شل ورځي په طائف کي محاصره واست نه سواست تسليم او تر لس ورځي زيات دلته ستاسي په انتظار وم نه راغلاست نه مو د خپلو ښځو او اولادو طلب وکړی، اوس چي ما غنيمتونه و وېشل نو تاسي راغلاست؟

 

اوس هغه شيان و وېشل سوه د خلکو مِلکيت وګرځېدى اوس څه نه سم کولاى، هغو بيا هم زارۍ کولې او ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  يوه چاره مو وکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: تاسي زما سره دغه خلک وينى؟ يعني: زه يواځي نه يم چي د خپلي خوښي سره موافق تصرف وکم، بلکه دغه خلک مي هم ملګري دي او ماته تر هرڅه رشتيا ويل خوښ دي، اوس تاسي و واياست چي ښځي او اولادونه مو خوښ دي که مالونه؟ يو د دغو دوو څخه اختيارکړی ټول شيان نه سم در رَدَولاى، يا به مالونه غواړى يا به ښځي او کوچنيان غواړى، هغو  و ويل: د اولادو سره هيڅ شئ نه برابروو، ويل: (لاَ نَعدِلُ بِالأحسابِ شَيئاً) يعني: ښځي او کوچنيان غواړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: کوم وخت چي موږ د ماپښين لمونځ آداکړی تاسي ولاړ سى او و واياست: موږ و مومنانو ته رسول الله صلی الله علیه وسلم  شفيع کوو او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته مومنان شفيع کوو چي و موږ ته زموږ بنديان راکړي. 


کوم وخت چي مسلمانان د ماپښين و لمانځه ته سره يو ځاى سوه د هوازن ډله ولاړه سوه او دغه خبره يې وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ستاسي د بنديانو څخه چي هر څوک زما او د بني عبدالمطلب سره دي هغه يې ستاسي او ستاسي دپاره به د خلکو څخه هم دغه غوښتنه وکم، مهاجرينو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  حال وليدى چي د هوازن سره يې رحمت او مهرباني وکړه ( رسول الله صلی الله علیه وسلم  قصداً دا کار وکړی ځکه ده صلی الله علیه وسلم  دا غوښته چي نور مسلمانان يې هم متابعت وکړي) نو مهاجرينو و ويل: هغه نفر چي زموږ سره دي يعني: موږ ته په حصه کي را رسېدلي دي هغه يې هم ستاسي او دا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عزت په سبب، انصارو هم دغه خبره وکړه ويل: چي زموږ سره دي هغه يې ستاسي، عُیینه بن حصن ولاړسو او ويل:

 

  زه او بنو فُزاره (چي د ده قبيله وه) يا! هغه چي زما سره دي هغه نه ورکوم، اقرع بن حابس و ويل: مګر زه او بنو تميم يا! هيڅ شئ نه ورکوم، عباس بن مرداس چي د بني سُليم رئيس ؤ ولاړ سو او ويل: هغه چي زما او د بني سُليم سره دي هغه هم نه ورکوم (دغه دلاوري يې د عُیینه څخه زده کړه) مګر د بني سُليم د قبيلې افراد په خپله ولاړ سوه ويل: يا! هغه چي د بني سليم سره دي هغه يې ستاسي، عباس بن مرداس ويل: و مو شرمولم سپک موکړم، نو بني سُليم د هغه خپل مشر اطاعت و نه کړی او د هوازن بنديان يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عزت دپاره ور ايله کړه.


بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو عام اعلان وکړی او وې فرمايل: دغه خلک مسلمانان راغله او ما چي د غنيمتو په ويشلو کي دغه ډير ځنډ وکړی هغه هم د دوى په سبب ؤ او اوس ما دوى ته اختيار ورکړى چي مالونه غواړي که اولادونه؟ خو دوى د ښځو او اولادو سره شئ نه کړی برابر، نو اوس که د چا سره د دوى د ښځو او اولادو څخه يو څوک ور سره وي او په خپله خوښه يې ور پرېږدي خو ډير ښه او که څوک غواړي چي د مال په عوض او مقابل کي يې ور پرېږدي هم دي يې ور پرېږدي او هغه لره د هري حصې په مقابل کي شپږ حصې د هغه ماله څخه ورکوم چي الله جل جلاله  يې اول ما ته په لاس راکړي (يعني: هر هغه غنيمت چي اول په لاس راغلى دغه د ده حق شپږ چنده ځني ورکوم) خلکو په يوه وار نارې کړې: موږ يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عزت د پاره په خپله خوښه ور ايله کوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: په دې ډول چي ټولو ناري کړه ما ته نه را معلوميږي چي څوک راضي دى او څوک نا راضه، اوس ولاړ سى او ستاسي مشران دي بيا ما ته حال راوړي. 


دغه ته عدالت او حقيقي مساوات ويل کيږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  يواځي په دې سره کفايت و نه کړی چي په مجموعي ډول سره ټولو ناري کړه چي موږ يې په خپله خوښه ور ايله کوو، بلکه د دغه رضائيت د تاکيد دپاره يې دا موضوع وځنډول او وې فرمايل: چي يا دي هر شخص په خپله و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و وايي، يا دي د خپلو مشرانو او وکيلانو په واسطه دغه خپله رضاء اعلان کړي (دا داسي عدالت او مساوات نه ؤ لکه د نن ورځي!  چي په الفاظو او شعارو کي موجود دى خو په حقيقت کي هيڅ وجود نه لري) بيا په وروسته کي ټولو مشرانو دا خبر را وړى چي د لښکر ټول افراد يې په خپله خوښه او ستا د رضاء دپاره ور ايله کوي، چي په نتيجه کي ټولو خلکو خپل بنديان ايله کړه بېله دوو نفرو څخه چي يو يې د بنو تميم رئيس أقرع بن حابس ؤ او بل يې عُیینه بن حصن د غطفان رئيس ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه دوه نفره را وغوښتل او ويل بنديان يې ور ايله کړی، هغو ويل: يا رسولَ الله! دا اوس زموږ مِلک وګرځېدل نه يې ور پرېږدو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ور ايله يې کړی او زه به انصاف در سره وکم بدله به يې درکړم، عُیینه  ويل: څو يا څه شي را کوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د هر بندي په عوض کي څلور اوښان، عُیینه ويل: راضي يم، نو د هوازن هغه پاته بنديان  په دغه طريقه سره ور ايله او خلاص سوه او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  و هربندي ته يوه يوه جوړه کالي هم ورکړه، مګر د هوازن قبيله سره د دې چي ټول  بنديان، ښځي او کوچنيان يې ور  ايله او  خلاص سوه بیا هم پر هغه خپل کفر پاته سوه.


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته