تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولې په کور کې په لوړ غږ خبرې کوو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 6, 2021
  0

 ولې په کور کې په لوړ غږ خبرې کوو؟

تعلیم الاسلام ویب پاڼه

ځکه د ظالم او دېکتاتور په څېر روزل شوي یو.

ځکه فکر کوو، چې ستونزې به مو له همدې لارې حل کړو.

ځکه ورزش نه کوو او جسمي فعالیتونه یا کړنې نه لرو.

ځکه غوسه ناک یو او خپله غوسه مو په سم او مناسب ډول له منځه نه وړو.

ځکه د ښو وگړو مشورو او ښودنو ته ډېر غوږ نه نیسو.

ځکه ژوند زموږ لپاره ستړي کوونکی دی او نوي بدلونونه نه رامنځته کوو.

ځکه فکر کوو، چې د لاسته راوړنو تر ټولو اسانه لار همدا ده.

ځکه د کورنۍ نور غړي هم زموږ په څېر سم او جوړ نه دي.

ځکه د غرور حس لرو او له نښانو څخه يې يوه نښانه فرېب ورکول دي.

ځکه له داسې کسانو سره لاس او ګرېوان يو، چې حوصله يې كمه، وسواس او ذهني فشار یې زیات وي.

ځکه کار مو ستړې کوونکی او نا آرامتیاوې مو زیاتې دي.

ځکه غواړو داسې سیاست (نفوذ) او وېره خوره کړو، چې ډېره ناسالمه وي.

 

ماخذ: دکډژوند ۱۰۰رازونه 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته