تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یویشتمه پیړۍ او په ډبرو جهاد !
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 22, 2021
  0


 

لیکوال:  ډاکټر سیف الله خــــالد /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سلو کالو راپدې خوا په ډیریه اسلامي ملکونو د جمهوري نظامونو پايله دا شوه چي نن مو فلسطنیان وروڼه په رڼه میدان د مستبدو او بشر خورو صلیبیانو لخوا څخه په جبر او وحشت سره نر او ښځې ، واړه او زاړه مظلوم مسلمانان په شهادت رسیږي خو جمهوريت پال او په عصري ټکنالوجۍ او زروي اصلحو سمبال اسلامي هیوادونه دې نن د مستبدو دیکتاتورو اسرایلو ظلمونو ته رډ رډ ګوري ځکه که هغه نښه دي رښتیا وي چي وایي موږ مسلمانان یو.... 


 اخر دا اصلحي او شته امکانات د کومي بدي ورځي لپاره راټول او ساتل شوي دي؟


نن که مسلمه امت یو موټی او قووت وای د اسرایلو د هر فرد سترګي به په ګوته ورڅخه را ایستل شوي وای.


دا د دوی لومړني ظلمونه او وحشتونه نه دي ، همدې صلیبیانو د صلیبي جګړو په پای کي د اقصی په داخل کې تر اویا زرو پوري مسلم مظلوم وروڼه په شهادت ورسول چي حتی د دوی جابرو د اسانو تر سینو د مظلومانو ویني ورسېدې ، په والله چي دا نن که سلطان صلاح الدین ایوبي رحمته الله علیه ژوندی وای د ډېرو اسلامي هیوادونو د ناستو حلقه بګوش فحاشو اوغلامو حاکمانو غداری ککرۍ به یې د نېزو په سرونو کي د عبرت لپاره را ځړولي وای.


نن دا رمه بې شپونه شوه ، نن دا عزت په ذلت بدل شو،  نن هغه د زرګونو قربانیو په ثمرو معاملې و شوې،  نن اقصی د مسلمان وجود هغه ټپي ټپي سینه ده چي د مرهم او پټۍ لپاره یې بچي د جابرو اسرایلو دفاع په تشو ډبرو کوي،  نن هغه توري زنګ و وهلې چي یو وخت به د صلیبیانو په څټونو،  غوښو او هډونو کږېدې …


پرون چي ۴۸ کفري ورسره د نورو اسلامي هیوادونو په ګډون مستبد ، جابر او وحشي قووتونه زما پسي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه را ووتل او ټولو زه یوازي ورته پریښودم د الله (جل جلاله) په نصرت مي پوره مقابله او سپېڅلي مبارزه وکړه نړۍ دي نن ایمان او عقیده زما څخه زده کړي نه د شرابو او کبابو په نشو له مستو غدارانو عربو واکمنانو څخه چي خپل طلایي وختونه د سپیو او موټرو په سیالیو کي ضایع کوي.


نن به زه بیا د دې تیت پرکو مظلومو وګړو ، شلیدلو ګریوانونو او ټپی ټپي اندامونو علاج بیا هم د الله (جل جلاله) په نصرت زه کووم خو چي وخت یې راشي ..


په شته ۵۸ اسلامي ملکونو ناستو جمهوریت پالو دې زر واره د دې کوچني مجاهد د غیرت او ایمان بلا ور وګرځي.


اې کوچنيه مجاهده وروره! 


 ستا غیرت ، مېړانې او ستر فولادي عزم ته زر واره سلام دی زموږ او تاسو سره رب ذالجلال (جل جلاله) ملګری ده الله ج مو ناصر اوسه.امین

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته