تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي اهل طائف و اسلام ته داخلېږي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 2, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۷۹برخه)

 


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


اهل طائف و اسلام ته داخلېږي


اوس د ثقيف د قبیلې مشکلات نور هم ډير سوه د طائفه څخه د بيري نه سي وتلاى ځکه په هر ځاى کي مسلمانان سته او موجود دي، نو د طائف خلکو مشوره سره وکړه چي بايد څه وکو؟ آخر يې پر دې اتفاق سره وکړى چي موږ بايد مسلمانان سو، هـو! اسلام قبلوو مګر په شرطو، مسلمانان به زموږ شرطونه قبلوي نو موږ و اسلام ته داخليږو او شرطونه يې هم په خپل منځ کي سره معلوم کړه چي زموږ شرطونه دغه دي، بيا نو اهل طائف دکنانه بن عبديا ليل په مشرى يوه ډله مدينې منورې ته ولېږل، دوى چي مدينې منورې ته نژدې سوه مغيره بن شعبه رضی الله عنه  وليدل چي دغه مغیره بن شعبه رضی الله عنه  هم د ثقيف د قبيلې څخه ؤ، نو يې د دوى استقبال وکړی او دا يې هم ور وښوول چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د ملاقات په وخت کي بايد د اسلام! سلام ورته و واياست، خو دوى دا کار و نه کړى بلکه هغه د جاهليت سلام يې ورته و وايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ثقيف يا طائف د خلکو په ورتګ خوشاله سو او د دوى دپاره يې د مسجد په ميداني کي خېمې و درولې، دا د دې دپاره چي قرآن واوري او د مسلمانانو لمونځ و ويني، د طائف ډله څو ورځي په مدينه منوره کي پاته سوه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره به يې خبري کولې او رسول الله صلی الله علیه وسلم  به د دوى و خېمو ته ورتلى او اسلام ته به يې دعوتول. 


ابن سعد رحمة الله عليه  وايي:رسول الله صلی الله علیه وسلم  به هره شپه د ماخستن تر لمانځه وروسته د دوى خېمو ته ورتلى او هلته به د خبرو دپاره دومره ورته ولاړ ؤ چي پښې به يې وچي سوې، کله به يې پر يوه پښه تکيه کول او کله پر بله پښه.


د طائف په دغه ډله کي د عثمان بن ابي العاص په نامه سره يو نفر موجود ؤ او تر ټولو په عمر کم ؤ، کوم وخت چي به دغه د طائف خلک د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و مجلس ته د خبرو دپاره ورتله دئ به يې په خپل ځاى کي پرېښاوه چي د دوى سامانونه ګوري، بيا چي به دغه ډله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مجلسه څخه راغله او د غرمې په وخت کي به بيده سوه، عثمان بن ابي العاص به و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى د دين پوښتني به يې ځني کولې او قرآن مجيد يې ځني زده کاوه، و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دغه د عثمان بن ابي العاص ور تګ څو واره ؤ، څو په دغه موده کي يې د دين ډير احکام زده کړه او که به يې وليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د راحت دپاره کور ته تللى دى نو به ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ته ورغلى او دين به يې زده کاوه، خو دغه خپل حال يې د خپلو ملګرو څخه پټاوه هغه يې په حال نه خبرول، دغه د دينه سره د عثمان بن العاص علاقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډيره خوښه سوه او دئ هم پر ګران ؤ، څو په آخرکي د ثقيف د ډلي و زړو ته اسلام ننوتى، نو يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: يا رسولَ الله! موږ اسلام قبلوو مګر په شرطو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل: شرطونه مو څه شي دي؟ دوى ويل: موږ يو قوم يو چي همېشه سفرونه کوو او په سفر کي د زناء کولو څخه چاره نه لرو نو د زنا کولو اجازه به راکوې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هغه دين چي په هغه کي زنا وي هغه دين نه دى، الله جل جلاله   فرمايي: 


وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَا إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا.[الاسراء: ﴿٣٢﴾]  


يعني: زناء ته مه ور نژدې کېږى بېشکه چي دغه زنا فاحش کار او بده لار ده، اهل طائف ويل: نو نه مسلمانيږو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: زه هم داسي اسلام نه درڅخه قبلوم چي په هغه کي دي زنا موجوده وي. 


د طائف ډله ولاړه سوه او بيا يې مشوره سره وکړه ويل تر زنا به تېر سو، بيا راغله او ويل: يا رسولَ الله! مسلمانيږو په دې شرط چي د شراب څښلو اجازه به را کوې ځکه دغه شراب زموږ د مځکي شربت دي موږ د هغه څخه چاره نه لرو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:

شراب الله جل جلاله  حرام کړي دي و هيچا ته د هغه د څښلو اجازه نه ورکوم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر اسلام او د هغه پر احکامو ورته ټينګ دى تر هيڅ شي نه ور تېريږي، دوى ولاړ سي هلته مشوره وکړي او بيا راسي خو فايده نه لري، بل وار بيا راغله او ويل: 


يا رسولَ الله! تر هغه نورو خبرو به موږ تېر سو مګر د سُد يا رباء اجازه به را ته کوې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: بېله قيد او شرطه به مسلمانېږى، هر هغه شئ چي الله جل جلاله  حرام کړى دى هغه حرام دى، د الله جل جلاله  په دين کي تر هيڅ شي نه سم تېرېدلاى.


اهل طائف بيا ولاړل او پسله مشورې بيا راغله ويل: يا رسولَ الله! اسلام قبلوو صحي ده زنا را باندي حرامه کړه، شراب او سود را باندي حرام کړه مګر لمونځ را معاف که! لمنځونه نه کوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: په هر هغه دين کي چي لمونځ نه وي په هغه دین کي خير نسته، اهلِ طائف ولاړل او پسله مشورې بيا راغله ويل: 


يا رسولَ الله! اسلام قبلوو زنا، شراب، رباء، را باندي حرام کړه لمنځونه هم کوو فقط (ربـه) لات، هغه چي د دوى معبود بت ؤ مه را باندي حرامه وه، يواځي لات را پرېږده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا! والله هيڅکله به يې در پرې نږدم، موږ په هيڅ شکل او هيڅ صورت بتان نه قبلوو او نه يې پرېږدو.


اهل طائف وايي: ته هغه زموږ إلْه ربــه نړوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو! نړوم او ماتوم يې، دوى بيا ولاړل مشوره يې سره وکړه وې ليدل چي هيڅ شرط يې نه قبليږي او څه يې هم په وسه نه ده پوره، ځکه طائف د هره طرفه محاصره دى، طائف داسي ځاى نه دى لکه نوري ليري قبيلې، بلکه طائف و مکې مکرمې ته ډير نژدې دى او مکه مکرمه هم د مسلمانانو تر تصرف لاندي ده، اهل طائف وليدل چي بېله تسليمېدلو بله لار نه ده پاته، پسله مشورې راغله او ويل: يا رسولَ الله! موږ اسلام ته داخليږو خو فقط دغه يو شرط مو و منه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل: هغه شرط مو څه شي دى؟ ويل: هغه دا چي (ربــه - لات) هغه د دوى بت موږ نه نړوو بل څوک به يې نړوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هو! دا شرط مو منم، بل څوک به درولېږم چي ويې نړوي، بيا نو د طائف ډلي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه د تلو اجازه وغوښتل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم اجازه ورکړه د دوى عزت يې وکړی او په ښه طريقه سره يې رخصت کړه او د دوى آمر يې عثمان بن ابي العاص رضی الله عنه  وټاکى، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اسلام پر زده کولو د هغه حرص وليدى او په دغه وخت کي يې د قرآن مجيد څو سورته هم په ياد کړي وه. 


بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دوى پسي يوه ډله د هغه (ربـه يا لات) د نړولو او ماتولو دپاره ور ولېږل، چي د دغه ډلي مشر خالد بن وليد رضی الله عنه  ؤ او  په دې ډله کي مغيره بن شعبه رضی الله عنه ، ابوسفيان بن حرب رضی الله عنه  هم وه، چي هغه د طائف د خلکو رب ور ونړوي.


 د ربـه د نړولو په وخت کي د طائف ښځي را و وتلي او پر هغه خپل معبود يې په حسرت سره ژړل چي نړول کيږي، مغيره بن شعبه رضی الله عنه  کُلنګ واخسى او خپلو ملګرو ته يې و ويل: والله نن ورځ به مو پر ثقيف وخندوم، نو هغه د بَت د خوني دروازې ته چي يې اول کُلنګ ور سره کړی خپل ځان يې پر مځکه واچاوه او لغړي، يو وار په اهل طائف کي نارې سوې چي الله مغيره ورک کړی او ربـه و وژى، مغيره بن شعبه رضی الله عنه  بيرته جګ و درېدى او ويل: الله مو خوار که دغه بت ډبري او لرګي دي او بيا يې د هغه خوني دروازه و وهل او ماته يې کړه، د مغيره بن شعبه رضی الله عنه  کُلنګ په لاس کي دى او بت وهي، هر وارى چي پر وکړي ابوسفيان د هغه ښځو د غم او ژړا پېښې کوي او د هر واري سره و دغه بت ته وايي: آهًا لک، واهًا لک، د طائف خلکو سره و ويل: اوس ورته ګورى که يې ربـه ونړاوه نو موږ اسلام ته داخليږو او که ربـه دئ و وژى نو اسلام نه قبلوو، دوى سره پرېږدى، اوس نو ټول اهل طائف او ثقيف سره را ټول سوي دي .


و مغيره بن شعبه رضی الله عنه  ته ګوري چي څه ورته پېښيږي؟ مغيره بن شعبه د بت په وهلو او نړولو شروع وکړه او هغه يې د دوى په حضور مات او ټک ټک کړی، د دوى هغه إلْه او معبود يې ورمات کړی چي په سوو کلو يې د هغه عبادت کړى ؤ، کوم وخت چي ربـه يا لات مات او ونړول سو نو اهل طائف ټول و اسلام ته داخل سوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه دعاء قبوله سوې وه چي ويل:

(اللّهمّ أهدِ ثقيفاً و اْتِ بهم) 


اوس نو د عربو لوى لوى قبيلې اسلام ته داخلي سوې چي د هغې جملې څخه يوه هم د ثقيف قبيله وه، ستا به په ياد وي؟ دا هغه ثقيف يا اهل طائف دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دعوت دپاره هلته ورغلى ؤ او دوى يې په ډيره بده طريقه سره استقبال وکړی او په ډېره بد اخلاقي سره يې د خپله ښاره څخه وايستى خپل کوچنيان او ناپوهان يې امر کړه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ډبرو و وُلي او پسخندونه په و وهي،  رسول الله صلی الله علیه وسلم  یې پر مبارکو پښو په ډبرو ويشتى او د ده صلی الله علیه وسلم  د پښو څخه ويني بهېدې، دغه خلک نن ورځ مدينې منورې ته ورغله د الله جل جلاله  دين ته په صداقت او اطاعت سره داخل سوه، ستا په ياد دي؟ په کومه ورځ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طائف څخه بيرته مکې مکرمې ته تلى زيد بن حارثه رضی الله عنه  چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ملګرى ؤ او ورته ويل يې: يا رسولَ الله! ته څنګه مکې ته ورځې او دوى ځني وايستلې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کي ورته و ويل: يا زيد! الله جل جلاله  د دغو مشکلاتو څخه د وتلو لار او مخرج پيدا کوي او الله جل جلاله  د خپل دين ناصر او د خپل نبي صلی الله علیه وسلم  غالبه کونکى دى. 


دغه اوس چي تاسي د طائف د خلکو د مسلمانېدلو واقعات و لوستل او تر دغه د مخه مو د مکې مکرمې د فتحي حالات و لوستل، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغه قول او هغه خبري تصديق دى چي و زيد رضی الله عنه  ته يې فرمايلې وه: الله جل جلاله  د دغو مشکلاتو څخه د وتلو لار پيدا کوي او الله د خپل دين او خپل نبي ناصر دى. 


نو  دا هغه طائف دى او هغه! هغه مکه ده او نوري هم ډيري قبيلې په ډلو ډلو و اسلام ته داخلي سوې.

 

 ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته