شیخ ابوعلي سینا بلخي په سفر روان وو
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یو ځای ئې دمه وکړه، آس ئې پر ونه پوري وتاړه، واښه ئې ورواچول، خپله ئې هم په ډوډۍ خوړلو شروع وکړه.
یو کلیوال چي پر خره سپور وو، راغی خپل خر ئې د شیخ له آسه سره و وښو خوړلو ته ودراوه، خپله ئې هم له شیخ سره په ډوډۍ خوړلو شروع وکړه.
شیخ ورته ورته وویل: خر دي زما له آسه سره نژدې مه تړه، هسي نه چي په لغته ئې ووهي او پښه ئې ورماته کړي.
کلیوال د شیخ پر خبره غوږ ونه نیوئ، په ډوډۍ خوړلو بوخت سو.
ناڅاپه آس لغته وغوځول؛ کلیوال ناري کړه: ستا آس زما خر راګوډ کړ!
شېخ چپ پاته سو، ځان ئې پر ګونګي توب واچاوه.
کلیوال عرض پر وکړ، شیخ ئې محکمې ته کش کړ.
قاضي له شېخه د کیسې پوښتنه وکړه، شېخ همداسي چپ ناست وو؛ قاضي و کلیوال ته وویل: دا خو ګونګی دئ!
کلیوال ورته وویل: دا ګونګی نه دئ، ځان ئې پر ګونګي توب اچولی دئ، چي له تاوانه ځان خلاص کړي، مخکي ئې زما سره خبری وکړې.
قاضي پوښتنه ځیني وکړه: ستاسره یې خبري وکړې؟
ویل: هو، ماته ئې ویل چي خر دي زما له آسه سره مه تړه، هسي نه چي آس لغته وغورځوي او خر دي ګوډ کړي.
قاضي وخندل او د شیخ ابوعلي سینا پر پوهه ئې افرین ووایه.
وروسته شیخ و قاضي ته وویل: د کم عقلانو جواب خاموشي ده؛ چي وروسته دا جواب په متل واوښت.
هدفــ: د ناپوه په مقابل کي چوپتیا تر ټولو غوره جواب دئ، ځکه همدا چوپتیا د ناپوه مرګ دئ.
ماخذ: عبرتناکې کیسي
www.taleemulislam.net