تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمان هم عجب حالت دی؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 29, 2021
  0


ژباړه: عمر بن سعد د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي هغه وفرمايل: عجبه خوندور حالت دی د مسلمان لپاره چي کله خير ورته ورسيږي د الله حمد وايي او شکر يې پر ځای کوي او چي کله مصيبت ورته رسيږي طلب د ثواب کوي او صبر کوي؛ مسلمان ته په هر شي کي ثواب ورکول کيږي آن تردې چي په هغه ګوله ډوډۍ کي چي خپلي خولې ته يې پورته کوي.


توضيح: دا د مسلمان لپاره د افتخار ځای دی چي الله پاک يې د خوشالۍ او غم دواړه حالتونه ګټور کړيدي خو پدې شرط چي مسلمان د الهي حدودو څخه ونوځي مثلا د خوشالۍ په وخت کي هيڅ داسي منکر کار ونکړي چي د الله تعالی د حمد او شکر سره په ټکر کي وي، د غم په وخت کي داسي بې صبري ونکړي چي الله پاک ورباندي ناراضه کيږي او په هر کار کي خپل نيت صفا کړي او يواځي الله پاک په نظر کي ونيسي.


عَنْ عُمَرَ بْنِ سَعْدٍ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : عَجَبًا لِلْمُسْلِمِ إِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ حَمِدَ اللَّهَ وَشَكَرَهُ ، وَإِنْ أَصَابَتْهُ مُصِيبَةٌ احْتَسَبَ وَصَبَرَ ، الْمُؤْمِنُ يُؤْجَرُ فِي كُلِّ شَيْءٍ حَتَّى فِي اللُّقْمَةِ يَرْفَعُهَا إِلَى فِيهِ.[الزهدلابن مبارک2/115]


ماخذ: اسلامي مقالې 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته