تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غندل سوي انسانان(۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 6, 2021
  0


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


اوله برخه:


عَنْ عَبْدِ اللهِ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَطَمَ الْخُدُودَ وَشَقَّ الْجُيُوبَ وَدَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ.[ صحيح البخاري كتاب بدء الوحي، حديث 1294]


ژباړه: د عبدالله رضي الله تعالي عنه څخه روايت دی: چي رسول اکرم صلي الله عليه وسلم وفرمايل: زموږ څخه ندی څوک چي خپل باړخو په څپېړه (چپلاخه) ووهي، او خپل گرېوان څيري کړي، او د جاهليت د وخت خبري وکړي. 


لکه چي ووايي: ای زموږ غره، افسوس دي وي زموږ لپاره او داسي نور....[ فتح الباري]


مقصد ددې حديث دادی چي څوک دي پر مړي باندي په نياحت او لوړ آواز باندي نه ژاړي ځکه دا کارحرام دی، او که څوک ژاړي نو د هغه لپاره به دغه عذاب وي چي رسول اکرم صلي الله عليه وسلم يې د خپل ځانه څخه نه بولي.


اړونده مسائل:


1 . هغه ښځه چي په نياحت باندي مشهوره وي، او يا خپل او د بل په مصيبت کي په خپل اختيار په نياحت باندي ژړا کوي، شاهدي يې نه قبليږي. 


خوکمه ښځه چي تنها خپل په مصيبت کي او يا عموما بې اختياره يې په چيغوباندي ژړلي وي د هغې شاهدي قبليږي.


لَا تُقْبَلُ شَهَادَةُ النَّایحَةِ ، وَلَمْ يُرِدْ بِهِ الَّتِي تَنُوحُ فِي مُصِيبَتِهَا وَإِنَّمَا أَرَادَ بِهِ الَّتِي تَنُوحُ فِي مُصِيبَةِ غَيْرِهَا وَاِتَّخَذَتْ ذَلِكَ مَكْسَبَةً.[ رد المحتار 7/480]
بياوروسته وايي: قوله (واختيارها) مقتضاه لو فعلته عن اختيارها لا تقبل.


يعني : د درمختار ددې عبارت "واختيارها" تقاضا داده چي کچيري يې په خپل اختيار باندي په خپل مصيبت کي نياحت وکړ شاهدي يې نه قبليږي.


2 . لکه څرنګه چي خپله نياحت حرام دی، نو اجرت اخيستل پر نياحت هم حرام دی، کومه ښځه چي په اجرت باندي د نورو پر مړو باندي ژاړي، پدې کار باندي خپله ښځه هم ګناهکاره ده، او هم هغه څوک چي دغي ښځي ته پيسې ورکوي، او هغه څوک چي خپله ښځه ددې کار څخه را ګرځولای سي، خو نه يې را ګرځوي هم ګناهکار دی.


وإن كانت معصية كالنياحة والغناء فهو إجارة على المعصية، والإجارة على المعاصي باطلة.[ المحيط البرهاني 8/87 المکتبة الشاملة] همداسي په قرآن عظیم الشأن کي راځي:


وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ آلْعِقَابِ.[ سورة المائدة 2]


ژباړه: د یو بل سره پر نیکۍ او تقوی مرسته وکړئ، پر ګناه او تېري باندي مرسته مکوئ او د الله څخه ووېریږئ یقینا چي الله ډېر سخت عذاب ورکوونکی دی.


او دا معلومه خبره ده چي دداسي ښځو مزدوره کول او يا ورته پيسې ورکول، ددوی سره يو قسم تعاون اوکومک دی، سره ددې چي د الله پاک لخوا په بدکار کي د چا سره د مرستي کولو څخه منع راغلېده.


ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته