تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د دومة الجندل فتحه کېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 7, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۸۶برخه)


د دومة الجندل فتحه کېدل


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دومة الجندل د تبوک په شمال شرق کي واقع دى په پخوا کي هم مسلمانانو کوښښ کړى ؤ چي دومة الجندل فتحه کړي مګر د هغه ځاى خلکو جنګ و نه کړی او وتښتېدل، اوس رسول الله صلی الله علیه وسلم  خالد بن وليد رضی الله عنه  و دومة الجندل ته ولېږى چي ولاړسه او دغه ځاى فتحه کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: اُکَيدِر دَومَةُ الجندل ته ورسه، (اُکَيدِر د دومة الجندل پاچا او رئيس ؤ) نو خلکو  اُکيدر دومة الجندل ورته ويل، د پاچا نوم اُکَيدر بن عبدالملک الکُندي ؤ او د ورور نوم يې حَسّان ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خالد رضی الله عنه  فقط د څلورو سوو او شلو نفرو په ملګرتيا د دومة الجندل پر طرف ولېږى او اُکيدر په دومة الجندل کي پاچا دى او هلته قلاوي دي او شا وخوا د  وادي القُرْى نور ډير کلي پراته دي، نو خالد بن وليد رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: چي د کلب او انمار د قبيلو په منځ کي په دغه لږو نفرو اُکيدر  ونيسم؟ او دومة الجندل فتحه کړم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هو! اُکيدر به په داسي حال کي و وينې چي د بقر ښکار به کوي (بقر يو قسم لوى لوى وحشي اُوسۍ دي چي موږ ګَوَز ورته وايو) خالد رضی الله عنه  په تعجب کي سو چي اصلاً په جزيرة العرب کي ګَوز نسته او بيا اُکيدر خبر دى چي دغي منطقې ته د مسلمانانو لښکر راغلى دى او دلته موجود دى، نو څنګه به د ښکار دپاره را ووزي؟ دغه تسلْى د جنګ په وخت کي نه ده کافي، مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قول دى و يې منل او د هغه خپلو ملګرو سره د دومة الجندل پر طرف رهي سو، د شپې د دومة الجندل و منطقې ته ور ورسېدى، دغه شپې هم هغه په سپوږمۍ سره روښانه شپې دي چي سپوږمۍ ښه پوره روښنايي کوي، خالد بن وليد رضی الله عنه  هلته کمين ونيوى د دومة الجندل د قلاوو مراقبت او څارنه کوي، ټوله قلاوي تړلي دي پر بامو يې پيره داران ولاړ دي، خالد رضی الله عنه  په انتظار دى چي ګَوَز به راسي او اُکيدر به د هغو د ښکار دپاره را ووزي خو هلته نه ګوز سته نه بل شئ، دئ بيا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر قول ايمان لري، څه وخت تېر سو وې لیده چي د ګَوَزُو يوه ګله را رهي ده، دئ ورته ګوري او په انتظار ناست دى، څو ګَوَزُونه ددومة الجندل وقلاوو ته ور نژدې سوه. 


په دغه وخت کي بيا اُکيدر د خپلي ښځي سره د قلا پر بام ولاړ دى، هغه هم و تبوک ته د مسلمانانو په راتګ خبر دى څار او مراقبت کوي، دوى پوهېدل چي په هره لحظه کي د مسلمانانو د حملې امکانات سته، که ګوري د ګَوَزُو يوه ګله را رهي ده او قلا ته ور نژدې سوه، اُکيدر چي د ښکار ډير شوقي ؤ مګر دغه وخت د وتلو نه دى ځکه د جنګ او حملې امکانات سته نو د ځانه سره وايي يا! نه ور وزم، ګَوَزُونه نور هم ور نژدې کيږي ترداسي اندازې چي په خپلو ښکرو د قلا دېوالونه وهي، دوى ورته ګوري په ټول عمر داسي نژدې ښکار نه ؤ ورته راغلى، د اُکیدر ښځه ورته وايي: يا اُکيدر آيا دغه ګَوَزُونه وينې؟ ده ويل: هـو! وينم يې، ويل: دغه ښکار څوک پرېږدي؟ ده ويل: يا والله دغه ښکار د پرېښوولو نه دى او ويل: د ښکار سامان مي راکه، ځکه ښکار ډير نژدې ورته راغلى دى ليري تګ او ستړيا نه غواړي ويل: ښکار کوم او بيرته راځم. 


د اُکيدر سره د وتلو دپاره څو نفره نور هم تيار سوه چي يو هم د اُکيدر ورور حَسّان ؤ، حَسّان هغه خپل ښه او ښايسته کالي یا چپنه اغوستې وه چي د ورېښمين ټکره څخه وه او د زرو طلايي کار پر سوى ؤ، کالي يې نه کړه بدل غواړي چي فقط تر قلا ور ووزي دغه ګَوَزُونه ښکارکي او بيرته قلا ته ننوزي.


 په دغه وخت کي چي دوى ځانونه برابرول ګَوَزُونه د قلا څخه يو څه ليري سوه، دوى چي ځانونه تيار او آماده کړه او را و وتل د ګَوَزو ګله يو څه نوره هم ليري سوې وه، دوى په پسې دي ګَوَزُونه د خالد رضی الله عنه  پر طرف ور رهي دي، د مخه تر دې چي دوى ګَوَزُو ته ور و رسيږي د خالد رضی الله عنه  د کمين د طرفه حمله پر وسوه او جنګ شروع سو، حَسّان د اُکيدر ورور و وژل سو، اُکيدِر او هغه نور ملګري يې ټول بنديان ونيول سوه. 


پاچا د خپلي عملې سره په دغه آسانه طريقه سره بندي ونيول سو او ورور يې  و وژل سو، نه د دومة الجندل سره جنګ وسو نه د قلاوو محاصره او فتحه کېدل وه نه نور جنګي مشکلات، مسلمانانو اُکيدر و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راوستى او د حَسّان هغه ښايسته کالي يې هم ور سره راوړي وه، مسلمانانو نور ټول شيان هېر کړه هغه د حَسّان  ښايسته کالي پرله اړوي او ګوري يې، په ټول عمر يې داسي ښايسته، پاسته، ګران قيمته، په زرو نقش سوي کالي نه وه ليدلي لاس پر لاس کيږي او هر يو و هغه بل ته وايي: تا داسي کالي ليدلي وه؟ 


خو څوک بيا وايي: دغه ښايسته کالئ په خپله د اُکيدر چپنه وه چي ورسول الله صلی الله علیه وسلم  ته یې په هدیه او تحفه کي ورکړه.
 په هر صورت یا یې د حَسّان کالي یا د اُکیدر چپنه رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: آيا تاسي د دغو کالو د ښه والي او ښايست څخه په تعجب کي ياست؟ په والله په جنت کي د سعد بن معاذ رضی الله عنه  دسملونه تر دغه كالي ډير ښه او ښايسته دي (دسمال خو هغه شئ دى چي فقط د نظافت دپاره استعماليږي نه د ښايست دپاره نو دا چي د جنت د دسمال ښایست دومره وي، نو د جنت د ښايست شيان به څنګه او څومره ښايسته وي؟) 


دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه درس دی چي تاسي بايد د آخرت سره تعلق پيدا کړی د دنيا ښايست ابدي نه دى او دغه اوسني حرام خوندونه پر ځان حرام وګرځوى.


وروڼو! دا فقط وعظ نه دى بلکه درس دى، خپلو ځانو ته متوجه سى.

کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اُکيدر سره خبري شروع کړې، اُکيدر مجبوره او عاجزه دى دئ بندي دى او ورور يې وژل سوى دى، د مسلمانانو  هغه لوی لښکر يې هم وليدى پوه سو چي د دې لښکره سره مي څه په وسه هم نه ده پوره، نو يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره پر جزيه خبري شروع کړې چي موږ به جزیه درکوو. 


 رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ته بندي يې د دې ضمانت څوک کوي چي ستا خبري ستا پر قوم  چليږي؟ اُکيدر و ويل: والله زما قوم زما خبره نه را رَدوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم پر جزيه صلحه ور سره وکړه، صلحه يې پر څه شي وه؟ دوه زره اوښان، اته سوه پسونه، څلور سوه زغري، څلور سوه نېزې؛ دا خو به اوس ورکوي او بيا به د کاله جزيه ورکوي، اُکيدر خپل قوم ته ولاړى او هغو هم دغه جزيه قبوله کړه، نو دومة الجندل هم د خالد بن ولید رضی الله عنه  پر لاس بېله جنګه فتحه او د مسلمانانو تابع سو. 


هـو! پاچا يې اُکيدر ؤ مګر مسلمانانو ته يې جزيه ورکول او د اسلام د حکم تابع وه، دا د دومة الجندل فتحه وه.


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته