تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
الله تعالی ولي په بېلګه کي غوماشه ذکر کړه؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 27, 2022
  0

ژباړه: عبدالرحیم راشد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

کله چي الله تعالی د بېلګي په توګه د غوماشه ذکر کړه، نو کافرانو حیرانتیا وښوول او ویې ویل: څنګه د عالم د پیدا کوونکي سره دا ښايي چي په بېلګه کي یې یوه کوچنۍ حشره راوړه، الله تعالی فرمايي: وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَيَقُولُونَ مَاذَآ أَرَادَ اللَّهُ بِهذَا مَثَلًا [سُورَةُ البَقَرَة : 26]


یعني او څوك چي كافران دي، نو هغوى د دې مثال په اورېدو وايي:  "په داسي مثال راوړلو سره د الله اراده څه ده؟".

د ۱۴۰۰ کلنو تېرېدو وروسته ډېري لويي نښې ښکاره سوي دي.


د ښځینه غوماشي په سر کي سل سترګي، په خوله کي یې اته څلوېښت غاښونه، په ګېډه کي یې درې پوره زړونه، په خرطوم(نلی) کي یې شپږ نېښونه دي او هر یو نېښ لپاره جلا جلا وظیفه ده. او همدارنګه یې په هر طرف کي درې، درې وزرونه دي.

د تودوخې وسیلې سره مجهز دی او د شعاعي سیسټم په څېر کار کوي او  د پوستکي رنګ په تیاره کي ارغواني رنګ منعکس کوي، لکه د شپې لید سیسټمونه چي د سرتېرو لخوا کارول کیږي.


او همدارنګه د محلي انستیزیا وسیلې سره مجهز دی، چي د دې سره مرسته کوي چي خپلي ستني د انسان بدن ته دننه کړي پرته له دې چي هغه شخص پوه او یا یې حس وکړي، تر هغه چي وینه وخوري.


د وینې د تحلیل وسیلې سره هم مجهز دی ، دا بیا هیڅ وینه نه زغمي.


او د وینې د کمولو لپاره د یوې وسیلې سره مجهز سوې ده، ترڅو  د ویني چشلو پروسې په جریان کي په خورا ښه نل کي وګرځېږي. 


د بوی کولو وسیلې سره هم مجهز دی، چي له دې لاري کولی سي، د (60) متر لیري واټن څخه د انسان د خولې بوی حس کړي.


حتی د دې ټولو څخه عجیبه دا ده، چي اوسني ساینس کشف کړې چي یوه ډېره کوچنۍ حشره شتون لري چي د غوماشو په شا کي ژوند کوي، چي یوازي د مایکروسکوپ په مرسته لیدل کیدای سي.


 الله تعالى فرمايي :"إِنَّ اللَّهَ لَا يَسْتَحْىِ أَن يَضْرِبَ مَثَلًا مَّا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا ۚ ".[سُورَةُ البَقَرَة : 26]


یعني بې شکه الله له دې څخه هيڅ کله شرم نه كوي چي د غوماشي يا له دې څخه هم د كوم زيات حقير شي مثال راوړي. 


پاک دي وي هغه ذات لره، چي پاچاهي، زور، غرور او عظمت لري.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته