تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نولس مهم نصیحتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 10, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


(۱) : له محبت څخه وېرېدونکی کله هم پرمختګ نشي کولای.


(۲): هم هغه خلګ کامیاب وي چي له حقیقت سره په کلکه مقابله کوي.


(۳): محنت او مزدوري کوونکی د الله دوست دی.


(۴) : حقیقی کامیابي په خپلو قریبانو سره حاصليږي


(۵): له وطن سره محبت د ایمان برخه ده.


(۶) : خپل وطن له خپل سر څخه هم ډېر ګران ساته او هر وخت د خپل وطن د خلکو په خدمت کي مشغول اوسه.


(۷): هيڅ يو ملک تر هغه غلام کېدلای نشي ترڅو چي د هغه خپل خلک غداري ونه کړي، ځکه چي یوازي اوسپنه له ځنګله څخه لرګي راوړلای نشي، ترڅو چي د لرګي له لاستي سره یوځای نشي او تبر ځني جوړ نسي.


(۸): ژبه يو داسي ځناوردی چي که دي خلاصه پرېښودل نو وبه دي خوري.


(۹): نېک عمل کوه، ستا په عمر کي به برکت وي.


(۱۰) : په کوم کورکي چي تعلیم یافته نیکه او موروي، هغه کور د تهذيب او انسانیت پوهنتون وي.


(۱۱): په انسانانو کي له ټولو څخه ښه انسان هغه دی، د چا اخلاق چي ښه وي.


(۱۲): د دنیا عزت له مال سره دی او د آخرت عزت په اعمالو سره دی.


(۱۳) : خوش کلامي (خوږې خبري) یو داسي ګل دی چي کله هم پېزی کیږي نه.


(۱۴): که خوشحاله اوسېدل غواړې نو نور خوشحاله ساته.


(۱۵) : خپل د خبرو انداز نرم ساته، ځکه چي د لهجې اثر له الفاظو څخه زیات وي.


(۱۶): له چا څخه په بد له اخیستلو کي تندي مه کوه او له چا سره په نېکي گولو كي تأخیر مه کوه.


(۱۷): د انسان ښه اعمال هم ده ته احسان ورکوي.


(۱۸): د قیامت په ورځ د مېزان په تله کي چي په کوم له ټولو څخه ډېر وزن دارشی ایښودل کیږي، هغه به ښه اخلاق وي.


(۱۹): ټوله ورځ روژه نیولو سره او ټوله شپه عبادت کولو سره چي کومه مرتبه انسان حاصلوي. هم هغه درجه د ښو اخلاقو خاوند ترلاسه کوي.


ماخذ : پاشلي ملغلري 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته