تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موږته د قدرشپه ولی راکول سوې ده ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 21, 2022
  0

لیکنه : علی الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

الله جل شانه د جهنم د ظالمو لمبو څخه د بنده ګانو د خلاصون لپاره ډېري بهانې او ساده لاري موږ ته ښودلي، چي یوه له هغو څخه د قدر د شپې عبادت دئ، چي د زرو میاشتو (۸۳ کالو) د عبادت سره مساوي ده.


دا شپه ولي و محمدي امت ته ورکول سوې ده؟


#یو. و محمدي امت ته ددې شپي د ورکړي يو راز دا ؤ چي د تيرو امتونو د خلکو عمرونه زيات وه، ډول ډول او ډېر ډېر عبادات به ئې کول، نو الله سبحانه و تعالى و امت محمدي ته د قدر شپه ورکړه تر څو دا امت په فضيلت کښي تر نورو امتونو کم نه سي.


#دوه. ځيني علماء بيا د حضرت حسن بن على بن ابو طالب رضی الله تعالی عنه په روايت وايي، چي الله جل شانه و سليمان علیه سلام ته پنځه سوه (٥٠٠) مياشتي باچاهي او سلطنت ورکړى ؤ؛ داسي يو سلطنت او باچاهي چي نه يوازي پر انسانانو، بلکي پر بادونو، مرغانو، حيوانانو او ټولو باندي ئې واک او سلطه درلودل. سلطان ذوالقرنين رحمة الله علیه ته هم الله جل شانه دومره باچاهي او سلطنت ورکړى ؤ، نو الله جل شانه د رسول الله و امت ته د قدر د شپې امتیاز ورکړ، تر څو د سليمان علیه سلام او ذوالقرنين رحمة الله علیه د سلطنت په اندازه عبادت په يوه شپه وکړي.


#درې. علماء کرام يو راز دا هم بيانوي چي رسول صل الله علیه وسلم و صحابه ؤ ته د يو باچا کيسه کول چي زر زامن ئې د الله جل شانه په لار کښي ورکړي وه، نو صحابه ؤ ددې ثواب او فضيلت په هکله حيرت او تعجب وکړى، نو الله جل شانه و دې امت ته داسي يوه شپه ورکړه، چي د يوې شپې د عبادت ثواب ئې د زرو مياشتو د عبادت ثواب لري.


دا شپه الله جل شانه د روژې په اخيرو لسو شپو کښي و ټاکل، ځکه بنده ګان د روژې و اخير ته ستړي وي او ډېرو عباداتو کمزوري کړي وي، نو بنده ګان به ځکه په دا لسو شپو کښي عبادت ډېر وکړي، تر څو د قدر د شپې له انوارو څخه برخمن سي. 


#نوټ: دا چي دا شپه کله ده، په راتلونکې لیکنه کي به ئې د دلایلو سره وړاندي کړو. ان شاء الله

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته