تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دیارلس نصیحتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 26, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱- د قرض څخه ځان ساته ، ځکه قرض د ورځی ذلت دی او د شپی غم دی .


۲- سوال مه کوه ، ځکه سوال د حیاء اوبه د مخ څخه ختموی .


۳- په شر باندی شر مه دفع کوئ ، بلکی په خیر باندی شر دفع کیږی .


۴ - توبه مه وروسته کوه ، ځکه مرګ ناڅاپه راځی .


۵ - د حسد نه ځان ساته ، ځکه حسد دین بربادوی ، نفس کمزوری کوی ، او خپګان راولی .


۶ - د غوصی اولنی حالت لیونتوب وی او اخری حالت یی پښمانتیا وی .


۷ - د هر حکمت سر نرمی کول دی .


۸ - د بد ملګری نه ځان وساته ، د بد ملګری مثال د توری دی شکل یی ښائسته وی او اثر یی بد وی .


۹ - د الله تعالی سره شرک مه نیسه ، ځکه شرک ډیر لوی ظلم دی .


۱۰ - خپل طعام په نیکانو خلکو وخوره ، او په ټولو کارونو کی د علماءو سره مشوره کوه .


۱۱ - چپ کیناستل د بی فائدی خبرو نه غوره وی .


۱۲ - که یو سړی درسره د غصی په حالت کی انصاف وکړه ، نو بیا ورسره دوستی وکړه .


۱۳ - چا چی راز وساته نو اختیار به یی په خپل لاس کی وی .


ماخذ : کتابی خبرې


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته