تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 11, 2023
  0
د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
لومړی برخه 
 
مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
قدرمنو لوستونکو! ستاسو د علمي، دیني او ادبي تندي د خړوبولو، د دنیا او آخرت د نېکمرغیو د ترلاسه کولو له پاره موږ به د ښو خلګو له یوې داسي ډلي سره سفر ولرو، چي هغو کسانو د رب جل جلاله په اطاعت کي یو له بل سره مقابله وکړه او د نېکو کارونو د تر سره کولو پر لور یې ګړندي ګامونه واخیستل.
 
د هغو کسانو سره مو سفر دئ، چي د خدای جل جلاله مغفرت او ښکلو جنتونو و تللو ته یې کوښښونه کول.
دا د یوې داسي ډلي کیسې دي، چي د غرونو له پورته کېدو څخه یې بېره نه وه، بلکي له خپلو غاړو څخه یې د غلامۍ توغ را کښته کړ او د الله جل جلاله د میني بیرغ یې پورته کړ.
دا هغه نارینه او ښځي دي چي د غرونو سرته پورته سوي، هیڅ دنیوي خوند د دې خنډ واقع نه سو، چي دوی خپل پالونکي ته و نه رسېږي او هیڅ نفسي غوښتني او شهوت هم د دې مانع نه سول، چي دوی له خپل دین څخه په نورو شیانو مصروف کړي.
 
همدارنګه د دوی پالونکي هم له دوی سره مینه درلوده او ځان ته یې نژدې کړه او په لوړو مرتبو یې ونازول.
الله تعالی په خپل سپېڅلي کلام کي فرمایي:
ژباړه: نو د سترګو يخېدو كوم وسايل چي د هغو د عملونو په مكافات کي د هغو له پاره پټ کړل سوي دي، هيڅ ساه کښ په خبر نه دئ.
 
ښه نو، آيا دا کېداى سي؟ څوک چي مؤمن وي، هغه دي د هغه چا په څېر سي، چي فاسق وي؟ دغه دواړه نه سي برابرېدلای، بالکل دا هیڅکله نه سي برابرېدلای، ځکه هغه څوک چي ټوله ورځ په روژې نیولو او شپه په تهجد تېروي، له هغه کس سره چي ورځ د حیواناتو په رکم او شپه په سندرو او بانډارونو تېروي، هیڅکله دا دوه نه سي سره برابرېدلای.
همدارنګه الله جل جلاله فرمایي:
ژباړه: كومو كسانو چي ايمان راوړى دئ او غوره عملونه یې کړي دي، د هغو له پاره خو د مېلمستيا په ډول د خپلو عملونو په بدل كي جنتونه ورته هستوګنځي دي او كومو كسانو چي فسق غوره کړی دئ، د هغو هستوګنځى دوږخ دئ.
 
هر كله چي هغوى ورڅخه وتل وغواړي، بيرته به په کښي وغورځول سي او ورته وبه وويل سي چي اوس د همغه اور د عذاب خوند وڅكئ، چي تاسي درواغ ګڼئ.
عزتمندو لوستونکو! که غواړئ چي د پرهېزګارانو په حال ځانونه خبر کړئ، نو زموږ سره پاته سئ چي د هغو بې وزلو څخه مو خبر کړو، چي دنیوي ژوند یې له کړاوونو څخه ډک، خو په بل اړخ کي یې خپل اخروي ژوند ګل او ګلزار کړی وو.
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته