تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اوبو د زیرمو تنظیم او ساتنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 26, 2023
  0

د اوبو د زیرمو تنظیم او ساتنه


لیکنه: مطیع الله ذهین / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 
زموږ په هیواد کي د نباتاتو د استفادې وړ اوبو زیرمي محدودي دي او په مکاني او زماني لحاظ په ځانګړي ډول بیا د کرهڼي او اوبوني په اړوند سمي نه دي وېشل سوي. پر دې سربېره زموږ د اوبو څخه په علمي او سمه توګه استفاده نه ده سوې/ نه کیږي او ښه ډېري اوبه مو له مؤثریت پرته ضایع کیږي. 


زموږ په هیواد کي ښه ډېر فرصتونه سته، چي کېدلای سي په نسبتاً کمو امکاناتو ښه ډېر د اوبو لوی او کوچني بندونه او زخیرې جوړي سي او د اورښتونو اوبه د بې ځایه بهېدو پر ځای پکښي جمع کړل سي. په دې کار سره هم د اوبو او سېلابونو په وسیله د رامنځته کېدونکو احتمالي خطرونو ګراف کمېدلای سي او هم تر مځکي لاندي اوبو (Ground Water)  د اوبو د ګل (Water Table)  سطحه لوړېدای سي.  


د اوبو د زیرمو تنظیم، کنټرول او ساتنه څو اړخیزي او ډېري ګټي لري، چي ځیني ئې دا دي:


۱- پر موسمي اورښتونو (واوره او بارانونه) باندي اتکا او تکیه کول کموي او د اوبو د زیرمو او منابعو څخه ګټه اخیستنه ډاډمنه کوي.
۲ - د اوبو د ضایع کېدو، د خاوري د تخریب، د سېلابونو د وقوع او پېښېدو او تر ډېري اندازې د ځاني او مالي زیانونو مخنیوی کوي.
۳ - نورو هیوادونو ته د اوبو د بهېدو او له دې لاري د اوبو د ضایع کېدو کمی ورسره راځي.
۴ - د کبانو او اوبه خوښونکو حیواناتو د ژوند او روزني له پاره مناسب شرایط او فرصتونه برابروي او د بیولوژیکي تنوع Biodiversity) ) باعث ګرځي.
۵ - د ذخیره سوو او مهار سوو اوبو څخه د برېښنا د تولید له پاره هم استفاده کېدای سي.
۶ - د سیمي هوا معتدله کوي، سمسورتیا او ښېرازي ورسره رامنځته کیږي او د خلګو د تفریح او ساتیري له پاره شرایط برابروي.
۷ - د وچکالۍ منفي اغېزې کموي او په وچکالۍ کي د کرهنیزو محصولاتو تولید ممکن وي.
۸ - په مجموع کي د کاري فرصتونو په ایجاد، د فقر او غربت په کمښت او د اقتصادي حالت په ښه کېدو، لوړېدو او رغېدو کي ځانګړی ارزښت او اغېز لري.


لازمه دا ده، چي افغان حکومت په هیواد کي د موجودو ظروفو او فرصتونو څخه اعظمي استفاده وکړي او په خپلو رغنیزو تدابیرو او پلانونو کي حق اولیت د اوبو کنټرول او مهار، د اوبو د بندونو او زخیرو جوړولو او د اوبو د منابعو تنظیم او ساتني ته ورکړي. 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته