تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دوحې تړون لکه د حدیبیې تړون
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  March 1, 2023
  0

د دوحې تړون لکه د حدیبیې تړون 

 

لیکنه: احمد خاطِري/ تعلیم السلام ویب پاڼه 

 

لکه څنګه چي خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم د هجرت په شپږم کال د میانۍ (ذوالقعدې) په میاشت کي تر هغه خوب لیدلو وروسته (چي مکې مکرمې ته تللی وي او پر کعبې شریفي طواف کوي) د ۱۵۰۰ صحابه کرامو په ملګرتیا په داسي حال کي د خپل اصلي وطن (مکې مکرمې) پر لور د عمرې د ادا کولو په نیت روان سو، چي کلونه کلونه یې د خپل خوږ وطن هجران تېر کړی او بیا لیدلو او ورتللو ته یې زیات شوق او تلوسه درلوده.


د ځان سره یې د قربانۍ هدیه (اوښان) روان کړي او د عمرې احرام یې هم تړلی وو تر څو خلګ پوه سي چي پېغمبر صلی الله علیه وسلم د کعبې شریفي د زیارت او عظمت لپاره را وتلی، نه د جنګ لپاره.


پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر ځان مخکي مکي ته د قریشو د احوال معلومولو لپاره یو کس لیږلی وو، چي عسفان ځای ته په نژدې کېدلو هغه کس بېرته راستون سو او حال یې راوړ چي قریش او مشرکان د جنګ لپاره تیاري کوي تر څو پیغمبر صلی الله علیه وسلم او ملګري یې د عمرې څخه منعه کړي، کله چي پیغمبر صلی الله علیه وسلم حدیبیې ته ورسېد سمدستي یې عثمان بن عفان (رض) قریشو ته ددې لپاره ور ولېږه چي هغوئ خبر کړي چي موږ د جنګ نه، بلکي د عمرې د ادا کولو لپاره راغلي یو، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم او قریشو تر منځ څو استازي ولاړه راغله پیغمبر صلی الله علیه وسلم به هر یوه ته ویل: موږ د جنګ نه، بلکي د عمرې لپاره راغلي یو، خو قریشو د خپل عناد په وجه پیغمبر صلی الله علیه وسلم او ملګري یې د عمرې له ادا کولو منعه کړل، وروسته د قریشو او پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر منځ د مذاکراتو په پایله کي یو معاهده وسوه او تړون لاسلیک سو، چي د(حدیبیې صلحه) په نامه یادیږي، په یاد تړون کي د نورو مادو تر څنګ پر دې خبره هم موافقه سوه چي اوس به عمره نکوي، بلکي را روان کال به پېغمبر صلی الله علیه وسلم او ملګري ئې د عمرې د ادا کولو لپاره مکې مکرمې ته راځي او دوی به لس کاله یو تر بله جنګ هم نکوي، کله چي د تړون متن د علي (رض) په لاس ولیکل او بشپړ سو پېغمبر صلی الله علیه وسلم خپله هدیه حلاله او احرام یې خلاص کړ او د خپلو ملګرو سره بېرته مدینې منورې ته ستون سو.


ددې تړون شرطونه که څه هم ظاهرًا ځورونکي او نه زغمونکي وه؛ خو صحابه کرامو د خپل ایماني قوت او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د سختي پیروۍ په خاطر دا هرڅه وزغمل چي نتیجه یې دومره مثبته او لویه راووتل چي نه یوازي دا چي په جزیرةالعرب کي د اسلام د خپرېدو او د مکې مکرمې د فتحي دروازه پرانیستل سوه، بلکي د نړۍ باچاهانو ته د اسلام د پیغام رسولو لپاره یو نوی باب پرانیستل سو.


پیغمبر صلی الله علیه وسلم ددې تړون څخه په استفادې د نړۍ باچاهانو او عرب امیرانو ته لکه د روم امپراطور هیرقل، د فارس امپراطور کسرا پروېز، د حبشې باچا نجاشي او د مصر باچا مقوقس ته خطونه واستول  هغوی یې اسلام او د خپل رب جل جلاله لاري ته په خورا حکیمانه او ښائسته انداز دعوت کړل.


لنډه دا چي د حدیبیې تړون د اسلام په خپرېدو او د مکې مکرمې په لویه فتحه منتج سو، لکه الله جل جلاله چي ددې تړون تر لاسلیک وروسته دا ایاتونه نازل کړل: إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا...
ژباړه: اې پېغمبره بېشکه موږ تا ته ښكاره فتحه او بری درکړی دئ.


همداسي د نن څخه درې کاله وړاندي د 1398هـ ش کال د حوت میاشتي په لسمه نېټه د غربي یرغلګرو(امریکا متحده ایالاتو) او د افغانستان اسلامي امارت تر منځ د قطر هیواد پلازمېنه دوحه کي د 18 میاشتو مذاکراتو په پایله کي د غربي یرغلګرو د ماتي او د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک سو.


د نن څخه 21 کاله وړاندي د امریکا په مشرۍ نړیوال کفري ایتلاف پرته له دې چي د چنګېز، انګرېز او وارسا تاریخ مطالعه او له برخلیک څخه یې عبرت واخلي پر غریب او مسلمان افغانستان ددې هدف په پار چي دلته د اسلامي نظام لمر ډوب کړي داسي وحشي اشر وکړ، چي د بشریت په معاصر تاریخ کي ددې وحشت او بربریت ساری نه وو لیدل سوی د B52 طیارو او نورو پر مختللو راکټونو او اسلحو په لمبو یې ددې مظلوم ملت وګړي وسوځول، مدرسې ، مسجدونه او مکتبونه یې بمبارد کړل، غربي ترهګرو د شپې په چاپو وهلو زموږ د باعفته بې ګناه خویندو، میندو او ماشومانو زړونو کي داسي وېره خپره کړل چي خاوند، زوی، ورور او پلار به یې د دوی په مخ کي په نیمه شپه په سرو وینو ولمباوه.


خو کله چي د مردخېز افغانستان شا زلمي د وخت پر ابرهه د ابابیل په څېر سیلونه سیلونه  ورنازل سول غربي لښکري یې داسي تار ومار کړ، چي د هغه طالب سره د مذاکراتو پر مېز کښېنستلو ته اړ کړل سول، چي مخکي یې د ژوند حق هم نه ورکاوه.


لنډه دا چي د اوږدو مذاکراتو په پایله کي غربي تېريګرو خپل شکست او د غیرتي افغانستان څخه وتل یې په خپل لاس تایید او امضاء کړ.


 دا تړون نه یوازي دا چي د افغانستان په په بشپړه ازادۍ او د سوچه اسلامي نظام په حاکمیت منتج سو، بلکي د امت د تېر برم د اعادې هیلي هم ورسره را ژوندۍ او اسلامي نړۍ کي جهادي خوځښتونو کي هم نوی روح پو کړل سو.

پای


www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته