تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت (۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 2, 2023
  0
مختصر نبوي سیرت
لومړۍ برخه 
 
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح               
 
له آمنې بنت وهب سره د عبدالله بن عبدالمطلب واده
 
o د عبدالمطلب زوی عبدالله د وهب له لور آمنې سره واده وکړ.
o آمنه له عبدالله سره له واده وروسته حامله شوه.
o آمنه د دوو میاشتو حامله وه چې خاوند یې عبدالله وفات شو.
 
نبي صلی الله علیه وسلم ته له خپل پلار ورپاتي میراث
 
o عبدالله خپل زوی (محمد صلی الله علیه وسلم) ته چي لا زیږېدلی نه و پنځه اوښان، یو شمېر مېږې او یوه حبشي وینځه چې نوم یې برکه او لقب (کنیه نوم) یې ام ایمن و، په میراث پرېښودل.
 
د نبي صلی الله علیه وسلم زېږېدل او تی رودل
 
o د فیل کال (عام الفیل) د ربیع الاول میاشتي په دولسمه د دوشنبې په ورځ د وهب لور آمنې خپل ستر، ځلاند او ښکلی ماشوم، مور او پلار مي ترې قربان، دنیا ته راوړ.
 
o صحیح خبره دا ده، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیدایښت په مهال یې مور؛ آمنې ته څه خاصه پېښه نه ده ښکاره شوې.
 
o د پیدایښت په اوومه ورځ یې بابا (نیکه) عبدالمطلب خپل دا لمسی محمد (صلی الله علیه وسلم) ونوماوه او سنت (ختنه) یې کړ.
 
o آمنې خپل زوی محمد صلی الله علیه وسلم ته دری ورځي تی ورکړ او څرنګه یې چې پۍ کمې وې، نو د ابو لهب خادمې ثویبې محمد صلی الله علیه وسلم له خپل ماشوم زوی مسروح سره په خپلو شیدو کي شریک کړ(دواړو ته یې تی ورکاوه)، ثویبې له رسول الله مخکې حمزه بن عبدالمطلب او د عبد الاسد زوی عبدالله (ابوسلمه) ته هم تی (شیدې) ورکړي وې.
 
o بیا حلیمې سعد یې چې عبدالله، شیماء او انیسه یې اولادونه وو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شیدې (تی) ورکړی دئ.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم له مور او پلاره یکه و، هیڅ سکنی او مېرنی ورور او خور یې نه درلودل، خو اووه رضاعي وروڼه او خویندې یې لرلې چې نومونه یې دا دي: 
 
- د عبدالمطلب زوی حمزه، د عبدالاسد زوی ابوسلمه، مسروح، ابوسفیان بن حارث بن عبدالمطلب، عبدالله، شیماء (حُذافه) او أُنیسه.
 
د نبي صلی الله علیه وسلم د مبارکې سینې څېرول او د نبوت مُهر
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د حلیمې سعدیې کره وو، چي د مبارکي سینې د څیرېدو پېښه وشوه؛ جبریل علیه السلام د محمد صلی الله علیه وسلم مبارکه سینه څیري کړه، زړه یې ورنه راویوست او د زمزم په اوبو یې ومینځه او توره غوټه یې ورنه لرې کړه، بیا یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر مبارکه شا د ختم نبوت مهر ولګاوه، په دې سره محمد صلی الله علیه وسلم د شیطان له هر ډول اثر او اغیزې خوندي او په خپلو اقوالو او اعمالو کي معصوم شو.
 
o د نبوت مهر د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر مبارکه شا بالکل د سپېڅلي زړه په برابرۍ د کوتري د هګۍ په اندازه اضافي غوښه وه.
 
د نبي صلی الله علیه وسلم د مور آمنې وفات
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم له حلیمه سعدیه سره له دوو کلونو اوسېدو وروسته بېرته خپلې مور آمنې ته ورغی.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چې شپږ کلن شو مور یې آمنه وفات شوه.
 
محمد صلی الله علیه وسلم د خپل بابا تر کفالت لاندي
 
o د مور آمنې له وفات وروسته یې بابا؛ عبدالمطلب کفالت په غاړه واخیست، خو کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم اته کلن شو عبدالمطلب هم وفات شو.
 
ابو طالب د محمد صلی الله علیه وسلم د کفالت شرف ګټي
 
o د نیکه (بابا) له وفات وروسته یې تره ابو طالب کفالت په غاړه واخیست.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم مېږي پوولې(څرولې).
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم په فجار نومي جګړه کي برخه اخستې ده.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم په حلف الفضول (فضول نومي تړون) کي ونډه درلوده.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د خدیجې په مال او سرمایه د هغې له غلام میسره سره د تجارت له پاره له مکې د باندي سفر کړی دئ.
 
نور بیا... 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته