تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله (ص) زوکړه او نسب
 
  January 23, 2012
  0

 د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم نېکمرغه زوکړه او سپېڅلی نسب

رالېږونکی: دوست محمد عرفان


رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د دوشنبې په ورځ، د فیل کال د ربیع الاول د میاشتي پر ۱۲ تاریخ، چي د ۵۷۰ عیسوي سنې سره سمون خوري پیدا سو. دا په انساني تاریخ کي تر ټولو ځلانده او له برکت ډکه ورځ وه. د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د نسب لړۍ په دې ډول ده:
 
محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصي بن کلاب بن مره بن کعب ، او داسي تر ابراهیم علیه السلام پوري رسیږي. کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دنیا ته تشریف راوړی نو د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مور د ده نیکه عبدالمطلب ور باندي خبر کړی، چي ستا په کور کي یو ماشوم زېږېدلی دی. هغه راغلۍ په مینه يي ورته وکتل او رسول الله صلی الله علیه وسلم یي په غیږ کي کعبې ته دننه بوتلی په ولاړه یې د الله جل جلاله ستاینه بیان کړه، دعا یي وکړه او پر نبي کريم صلی الله علیه وسلم یې د محمد نوم کښېدی. دا یو ډیر نا اشنا نوم و چي ټوله عرب ورته حیران وه.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته