تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت(۴)
  تعلیم الاسلام ویب باڼه
  March 20, 2023
  0
مختصر نبوي سیرت
څلرمه برخه 
 
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه               
 
د اسلامي دعوت خلاف جګړه کي د قریشو لاري چاري
 
o قریشو د نبي صلي الله علیه وسلم د دعوت خلاف د جګړې په اوږدو کي مختلفي لاري چاري په کار واچولې، د مثال په توګه:
 
- دوی به  د قرآن‌کریم خلاف شکوک او شبهات راولاړول.
 
- د قرآن‌کریم سره ښکاره دښمني او مخالفت.
 
- د سازشونو او معاملو هڅه.
 
- د مسلمانانو  تکذیب، مسخره کول او ملنډي ورباندي وهل.
 
o قریش چي له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په مناقشو کي ناکام او نامراده شول، نو بیا د بلي لاري چاري په لټه کي شول:
 
- د مسلمانانو تعذیب او ځورونه یې پیل کړه، او دا د اصحابو له پاره ستره ازموینه او فتنه وه.
 
- الله تعالی د ابو طالب په واسطه د خپل رسول صلی الله علیه وسلم ساتنه او ملاتړ کاوه.
 
- خباب بن الارت رضي الله عنه هغه قدرمن صحابي دئ، چي د الله په لار کي تر ټولو زیات او سخت تعذیب او ربړول شوی دئ.
 
په دې پړاو کي د ابوبکر رضي الله عنه کارنامه
 
o ابوبکر رضي الله عنه په دې پړاو کي ډېره ستره کارنامه وکړه:
 
- غلامان اصحاب لکه بلال بن رَباح، عامر بن فُهَیره او نور یې په بیه واخستل او آزاد یې کړل.
 
د قریشو له خوا پر رسول الله صلی الله علیه وسلم مسخرې او ملنډي
 
o قریش د اسلام په دښمنۍ کي تر دې پولي مخکي لاړل چي ان پر نبي صلی الله علیه وسلم  یې مسخرې او ملنډي پیل کړې.
 
o اسود بن عبد یغوث، اسود بن مطلب قبحهما الله او نور یو شمېر هغه بدبختان وو، چي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ملنډو او مسخرو د ستر جرم مرتکب شوي دي.
 
حبشې ته لومړنی هجرت
 
o قریشو پر مؤمنانو خپل ظلم او تیري ته دوام ورکړ، اصحاب له سخت امتحان او کړاو سره مخ وو، همغه وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم اجازه ورکړه چي حبشې ته هجرت وکړي.
 
o په اسلامي تاریخ کي د هجرت لومړنۍ قافله د حبشې په لور د مهاجرینو قافله وه، چي یوولس نارینه او څلور ښځي وې په کي، په دې مبارکه ډله کي عثمان بن عفان او مېرمن یې رقیه بنت رسول الله صلی الله علیه وسلم هم وو، د دې قافلې مشر عثمان بن مظعون و، رضي الله عنهم.
 
o په همدې مهال کي د النجم سورت نازل شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم په لوړ آواز د کعبې خوا کي تلاوت کړ، د سجدې آیت یې چي تلاوت کړ، سر په سجد شو، مشرکینو هم د آیتونو د عظمت نه د تأثر په نتیجه کي سجده وکړه.
 
o د کفارو قریشو د دغه سجدې خبر په ناسمه توګه د حبشې مهاجرینو ته داسي ورسېد، چي ګویا د قریشو یا مکي کفارو اسلام راوړی او په همدې سره یو شمېر مهاجرین بېرته مکي ته ستانه شول.
 
د حمزه او عمر رضي الله عنهما اسلام 
 
o حمزه بن عبدالمطلب رضي الله عنه اسلام راوړ، ورپسې عمر بن الخطاب رضي الله عنه هم په اسلام مشرف شو او په  دوی دواړو سره اسلامي صف پیاوړی شو.
 
o دعمر بن الخطاب رضي الله عنه د اسلام راوړلو په څرنګوالي او کیفیت کي څه خاص خبره نه ده ثابته.
 
o هغه مشهوره کیسه چي وایي: کله چي عمر خپل خور ووهله او د طه سورت یې تلاوت کړ... دا کیسه ابن اسحاق راوړې، خو سند نه لري.ابن سعد هم په خپل کتاب الطبقات کي په ضعیف اسناد رانقل کړې ده.حافظ ابن حجر په لسان المیزان کي ویلي چي دا ډېره کمزورې (منکرة) کیسه ده.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د قریشو له خوا غرضي او مادي وړاندیزونه
 
o دلته قریشو بل اسلوب او کړنلاره په کار واچوله، هڅه یې وکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم د مال، دولت، ښځو او واکمنۍ په لالچ کي دې ته وهڅوي له خپل دعوت لاس واخلي.
 
o قریشو عُتْبَه بن رَبِیعه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته واستاوه، څو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دې غولوونکو مادي شیانو وړاندیز وکړي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی دا ټول وړاندیزونه په غوڅه توګه له یوه سره رد کړل.
 
o په دې پسي قریش لا ضدي شول او له رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د معجزاتو لکه د ملائکو د ور لیدلو او سیندونو د جاري کولو او دې ورته نورو شیانو غوښتنه وکړه.
 
حبشې ته دوهم هجرت
 
o قریشو یو ځل بیا پر مؤمنانو په ځانګړې توګه پر بې وسانو  خپل ظلم او  وحشت زیات کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم حبشې ته د دوهم هجرت اجازه ورکړه.
 
o حبشې ته د دوهم هجرت د مهاجرینو شمېره دوه اتیا نارینه او آتلس ښځې وې، چي مشر او امیر یې جعفر بن أبي طالب رضي الله عنه و.
 
o حبشې ته دوهم هجرت له لومړني هغه زیات سخت و، دا ځل مسلمانانو د قریشو له لاسه سخت ظلمونه او کړاوونه وګالل.
 
o حبشې ته د دوهم هجرت په لاره کي خالد بن حِزام رضي الله عنه مار وچیچه او هملته لار کي وفات شو.
 
نور بیا... 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته