تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سورة الأنفال
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 22, 2023
  0

سورة الأنفال


لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سورة الأنفال د مصحف او تلاوت په اعتبار ۸ سورة دئ، چي د هجرت وروسته په مدينة منورة کي نازل سوی دئ.


سورة الأنفال ۷۵ آيته او ۱۰ رکوع لري.


د دې سورة نوم د اول آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: (يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْأَنفَالِ ۖ قُلِ ٱلْأَنفَالُ لِلَّهِ وَٱلرَّسُولِ ۖ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَصْلِحُوا۟ ذَاتَ بَيْنِكُمْ ۖ وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ)


انفال په معنی د غنيمت دئ، هغه د غنيمت مال چي مسلمانانو د بدر په غزا کي د کفارو څخه لاسته راوړئ.


سورة الأنفال د مسلمانانو او د مکې د قريشو تر منځ اولينه جګړه (يعني د بدر د غزا) وروسته نازل سو.


په سورة الأنفال کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي:


۱-  په جهاد کښي د غنيمت موضوع؛


۲-  د بدر د غزا بيان او د زرو (۱۰۰۰) په تعداد د ملائکو کمک او همکاري د مسلمانانو سره؛


۳-  د هجرت تر مخه د قريشو له خوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قتل پلان؛


۴-  د غنيمت د مال وېشل او پنځمه حصه د مال د الله او د هغه د رسول لپاره ده؛


۵-  الله تعالی شل صابر کسان پر دوه سوو کافرانو غالبه کوي او ۱۰۰ صابره کسان پر ۱۰۰۰ کافرانو غالبه کوي؛


۶-  د الله (تبارک و تعالی) له خوا ټولو مؤمينانو ته اجر عظيم سته، هغه که مهاجرين دي، که انصار او که د مجاهدينو سره مرسته کوونکي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته