تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زر ځله مات سه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 28, 2023
  0

زر ځله مات سه


لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

رالف الیسن په Invisible Man کتاب کي لیکي: 


" باید ژوند وکړو؛ د ماتېدو سره سره بیا هم د ژوند لوبي ته ادامه ورکولو سره انسان بریالی کېدای سي." 


خلک ماتیږي؛ بریالي خلک بیرته رغیږي، خو ناکام خلک مات سوي پاتیږي. موږ ټول بریالي یو. څنګه بریالي یو؟ داسي: ماشوم په اوله ورځ پر پښو تګ نه زده کوي، بلکي د ولاړېدو لپاره اول پر سینه د څکېدو، بیا پر دواړو لاسو او پښو تللو او بیا د ولاړېدو کوښښ کوي. تاسو به ښه متوجه سوي یاست، د ماشوم ولاړېدل څو پرلپسې میاشتي وخت نیسي. هغه هره ورځ لویږي، خوږیږي، خو بیرته پورته کیږي، ځکه ماشوم غواړي پر پښو تګ وکړي. که یو وار ولوېږي او ماته و مني، نو د ژوند تر پایه پوري به بیا ولاړ نه سي. همداسي به د شا پر تخته پروت وي. 


حیرانونکې ده، د کورنۍ ټول غړي نارې پر وهي: لوېږې! ژوبلېږې! خو ماشوم خپلي هڅي نه پرېږدي. پرلپسې لویږي او ژوبلیږي. بیا پورته کيږي. ماشوم ماته نه مني تر زر ځله زیات لویږي بیرته پورته کیږي؛ لویږي بیرته پورته کیږي. ایا تاسو کي د یو ماشوم غوندي پخه اراده نسته؟ ایا دا تاسو چي پر دواړو پښو روان یاست ددې لپاره زر ځله نه یاست لوېدلي؟ نو نن ولي ماته منې؟


د مولانا مبارکپوري صاحب سیرت الرحیق المختوم کي د رسول الله ژوند وګوری: پلار ئې تر زېږېدو مخکي وفات سو، مور ئې په شپږ کلنۍ کي او د ژوند ملګرې خدیجه ئې په ټکنده ځواني کي وفات سول، قریبانو او کلیوالو ئې په یوه دره کي محاصره کړی وو، وروسته ئې له خپل مورني ټاټوبي مکې څخه هم پسې واخیست، حضرت حمزه کاکا جان ئې په غېږ کي پروت وو د وحشی بن حرب نېزه ئې تر سینه وتلې وه او د هند په نوم ښځي ئې زړه ځني راکښلی وو. هو، همدا سپیڅلی نبي وو، چي جادوګر، شاعر او لیونی یاد سو، ستاسو پیاد دي د طائف خلکو دونده په ډبرو وویشت، چي چپلکي ئې له وینو ډکي وې، غاښ ئې شهید سو، نارینه اولادونه ئې دده په ژوند کي مړه سول. ماته ئې نه ده منلې، د ژوند تر پایه د الله صابره نبي او بنده وو، نن ئې دین په نړۍ کي تر ټولو چټک خپرېدونکی دين دئ.


د یویشتمي پېړۍ تجارت کتاب کي رابرټ کیوساکي وایي: ”ماشومان، تر لویانو بریالي وي، ځکه دوی له ماتي او ناکامی څخه نه بېریږي.“
پاولو کویلو وایي: ”خپلي هیلي او خوبونه یاد ساته او د ترلاسه کولو لپاره ئې مبارزه کوه. په دې باید پوه سې، چي په ژوند کي څه غواړې د هغه د ترلاسه کولو څخه یو شی کولای سي تاسو راوګرځوي، هغه د ناکامۍ بېره ده.“


هنري فورډ وایي: ”ناکامي، په هوښیاری سره د بیا ځلي را ولاړېدو فرصت دئ.“


کولین پاول: ”بریا ته د رسېدو له پاره پټ رازونه نسته، بلکي چمتووالی، سخت کار او د ناکمیو څخه زده کړه مو بریا ته رسوي.“


هغه بله ورځ په امارتو کي د سږني نړیوال جام کرکيټ لوبو په لړۍ کي د افغانستان د ټیم کفتان محمد نبي ته متوجه سولم، د پاکستان په وړاندي د لوبي تر پایه ودرېدئ. کله چي به خراب بال ورته کېدی، نو یوازي به ئې خپله ویکيټه ساتل، منډه به ئې نه اخیستل او که به سم بال ورته کېدئ، نو چټکي منډي به ئې اخیستلې. انسان باید په خپل ټول ژوند کي همداسي وي، که د ژوند په ګردابونو کي را ګیر وي، نو یوازي دي ځان وساتي او که موقع په لاس ورځي، نو په بېړه دي د موقع څخه ګټه اخلي. بیخي ډېر لوبغاړي، کاروباریان او مشهوري کمپنۍ به مو لیدلي وي، چي غرق سوي، خو دوی کي هوښیار هغه څوک دي، چي په بدو حالاتو او انقلابونو کي ځان وساتي، خو په ښو ورځو او د فرصتونو په منځ کي بلا ډېر حرکت وکړي. البته دې موضوع کي رابرټ کیوساکي ډېر جدي دئ، هغه وایي: "د پرمختګ لپاره تر ټولو غوره وخت بد حالاتونه دي، ځکه خلکو زړه اچولی، ماته منلې او پښې ئې رېږدي. په داسي وخت کي د دلاوره، ځیرکو او هوښیارو خلکو د فرصت ورځي وي، ترڅو ژوند ته خورا لوی بدلون ورکړي." 


کله چي اډیسن د ښونځۍ څخه پسې واخیستل سو (دده ښونکو فکر کوئ، چي دی دومره ځیرک نه دئ، چي په ښوونځۍ کي دي پرمختګ وکړي) نو اډیسن د اورګاډي پر لارو د مجلو او خوږو شیانو پلور شروع کړ. لږ موده وروسته ئې د خپلي ورځ پاڼي په چاپ شروع وکړه، کال وروسته ئې د ورځ پاڼي او خوږو شیانو د پلور لپاره یو ډله هلکان و ګمارل. سړی له تنخوا والا کار څخه د شخصي شرکت څښتن جوړ سو.


اډیسن د بريښنایي څراغ د غوره جوړولو لپاره تر زر ځله زیات ناکام سو. اډیسن داسي نه دي کړي، چي زر بېل کارونه وکړي، بلکی یکي یوازي ئې د یوه برېښنایي څراغ لپاره تر زر زیاتي تجربې وکړې. که اډیسن زر بېلا بېل کارونه کړي وای ممکن بریالی سوی نه وای.


د سوک وهني تکړه لوبغاړی و میدان ته داخل سو، لوبه شروع سول، په اوله دقیقه کي ئې خپل سیال په یوه سوک چپه کړ، لوبه ئې وګټل او زرګونه ډالر ئې له ځان سره واخیستل. خبریال پوښتنه ځني وکړل، پر یوه سوک دي زرګونه ډالره وګټل. لوبغاړي جواب ورکړ: ددې سوک وهلو لپاره کلونه کلونه ما تمرین کړی، ستړیاوي مي زغملي او تر زر ځله زیات وهل سوی یم، خو ماته مي نه ده خوړلې. 


د امریکا متحده ایالاتو شپاړلسم رئیس جمهور په ۱۸۰۹ میلادي کال کي زېږېدلی دئ. د امریکا تر ټولو پیاوړی رئیس جمهور بلل کیږي. لینکلن خورا جالب سړی وو؛ د ژوند په اوږدو کي د ډېرو سترو ناکامیو سره مخ سوی، خو ماته ئې نه ده منلې.


په ۱۸۳۲ کال کي، چي دی د ۲۳ کالو وو، له دندي لیري کړل سو، په ورته وخت کي په ایالتي ټاکنو کي هم ناکام سو. درې کاله وروسته په ۲۶ کلنۍ کي آن روټلیج، هغه څوک چي ده زیاته مینه ورسره کول وفات سول. درې کاله وروسته په ۲۹ کلنۍ کي د الینوس د استازو د مجلس د ویاند کېدو په لټه کي ناکام سو. په ۱۹۴۸ کال، په ۳۹ کلنۍ کي د کمیشنری په ټاکنو کي ناکام سو. لس کاله وروسته، په ۴۹ کلنۍ کي د سناتوری په ټاکنو کي ناکام سو. 

 
د کاروبار، سیاست او ژوند پر دومره زیاتو ناکامیو سربیره ئې بیا هم ماته و نه منل. هغه وو، چي په ۱۸۶۱ کال کي د ۵۲ کلنۍ په عمر د امریکا متحده ایالاتو رئیس جمهور سو. د پنځو ډالرو پر نوټ ئې تاسو تصویر لیدلای سی.


لینکلن وایي:  ما ولیدل، چي د خلکو بریا او نیکبختي د هغوی په اراده پوري اړه لري.


بریا هروخت اسانه او ژر نه وي. د زیاتو بریالیو خلکو ژوند تر پرلپسې ناکامیو وروسته جوړ سوی دی. لینکلن وایي: ”که تر ناکامۍ وروسته وخاندې، نو په رښتیا دلاوره او پیاوړی یې“  


بریالیو خلکو خپل ذهنونه عجب ښه روزلي دي، کله چي خپله ناکامي یا د پلانونو شنډېدل ویني، نو نه مایوسه کیږي او نه هم ځان بایلي، بلکي سم ورته متوجه وي، چي ددې بعده به څه وکړي، بیرته به ئې له کومه ځایه را شروع کړي او څنګه به د ژوند و هسکو پوړیو ته بیرته ورسېږي.


نړۍ کي هرڅوک هیلي لري، هرڅوک خوبونه لري او ټول د همدې کوښښ کوي، چي هیلي او خوبونه په حقیقت بدل کړي، خو یوازي یو څو کسان بریالي کېدای سي، دا څو کسان معمولي کسان نه دي، بلکي دا خلکو پر ځان باور، نه ماتېدونکی عزم او د بریا تنده درلودل.
و بریالیتوب ته غځېدلې لار اوږده ده، له ستونزو، ستومانیو، ماتو، ټوک ټوک کېدو او مایوسیو ډکه ده، خو که ته پخه اراده او معلوم هدف ولرې، نو ددې لاري په ټولو خنډونو کي خوند پروت دئ. 


د اډيسن دا کیسه چي زه کله کله لولم، نو خندا راسي، چي دا بیا څه توره بلا وه او پر خپل زړه او ذهن ئې څونده کانټرول درلود. اډیسن ټول ژوند په اختراعاتو تېر کړ؛ خورا جالبي او ګټوري اختراوي ئې وکړلې. د نړۍ د شتمنو خلکو په کتار کي شمېرل کېدئ. څونده پیسې چي ئې ګټلې هغه ئې بیرته په خپل کاروبار کي لګولې. د کاروبار لپاره ئې یو لوی تعمیر وو. هلته ئې دفتر او کارخانه فعاله کړې وه.


د ژوند په وروستیو کلونو کي وو، نور بوډا سوی وو. یوه شپه ناوخته ئې زوی ته د اور وژني له مرکز څخه خبر راغلی، چي ستاسو کارخانې اور اخیستی دئ. زوی ئې و بېرېدئ، چي پلار مي بوډا سوی، که ئې خبر کړم، نو شاید د زړه حمله پر راسي. یوازي د کارخانې پر خوا روان سو.
د پلار پر شتمنۍ ئې د اور لمبې ګرځېدې. دې خوا او ها خواته ئې منډي وهلې. ناببره حیران ودرېد؛ د بوډا پلار په لیدو ئې سترګي رډي رډي راوختلې. 


بوډا اډیسن په چوکۍ کي ناست وو، د خپلي شتمنۍ او د کلونو کلونو هڅو او ستړیاوو د سوځېدو ننداره ئې کول. دې وخت کي ئې زوی ته فکر سو. د لاس په اشاره ئې ځانته ور و غوښت. په خندا او خوښی ئې زوی ته وویل: ”عجب ښه خوند کوي، اور ته ګوره! څنګه ښایسته منظره ئې جوړه کړې. کشکي دي مور هم دلته وای، د اور له منظرې څخه به ئې خوند اخیستی وای. زویه! د اور په منځ کي هغه بنفش لمبې وینې، دا ټول د کیمیاوي موادو دي. ډېر کمو خلکو ته د داسي ښایسته منظرې د لیدلو موقع پیدا کیږي. اې خدایه! څونده ښایسته ننداره ده!“  


زوی ئې په حیرانتیا ورته وویل: ”پلاره! ستا د ټولو ژوند ګټلې شتمني، هڅي او ستړیاوي په اور کي سوځي، خو ته د اور د ښایست او نندارې خبري کوې؟ زما ټول بدن لړزه کوي، خو ته ارام پر چوکۍ ناست ئې او ننداره کوې؟“


پلار ئې په ورین تندي او مسکا جواب ورکړ: ”زویه! دا ګړی زما او ستا هیڅ په وسه نه دي، د اور لمبې له کابو کولو وتلي. د نوي دفتر او کارخانې فکر به سبا وکړو. اوس د اور له نندارې خوند واخله، داسي موقع بیا بیا په لاس نه راځي.“


اډېسن نوی دفتر او کار ځای پرانیست او په خورا قوي اراده او ښه فکر ئې بیا کار شروع کړ، پوره یو کال وروسته ئې د انساني تاریخ یو بله تر ټولو لویه اختراع وکړل، ګرامافون ئې اختراع کړ.


له ناکامیو زده کړه پکار ده؛ مایوسي څه ګټه کوي؟ کله چي مو څه لاسته نه درځي، نو په ښه مېړانه مسکا وکړی او سبا په ارام دماغ د نوي هیلي سره د ژوند بل پړاو را شروع کړه.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته