تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علم درختي وکرئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 11, 2023
  0

د علم درختي وکرئ 


لیکنه: سمیع الله درانی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه  

 

امام محمد عبدالرؤف مناوي الشافعي رحمة الله علیه لیکي:  یو باچا د ښکار لپاره ووتی او هغه ولیدل، چي یو سپین ږیری د زیتون درخته کري. 
باچا سپین ږیرپ ته وویل: اې سړیه! ته دومره سپین ږیری یې او د زیتون درخته ۳۰ کاله وروسته میوه ورکوي، ته دا درخته ولي کرې؟


سپین ږیرپ جواب ورکړی: باچا سلامت! موږ د مخکنیو هغه کسانو چي درختي یې کرلي وې د هغه میوې خورو اوس موږ د خپل راتلونکي نسلونو لپاره درختي کرو.


دغه جواب چي باچاه واورېدی خوشحاله سو او باچا ورته وویل: زه د ایران د باچاهانو غوندي دا عادت لرم، کله چي به د ایراني باچاهانو په مخکي یو کس داسي الفاظ وکارول، نو هغه کس ته به یې زر دیناره (یعني د سرو زرو سیکه) ورکول، باچا دغه کس ته هم زر دیناره ورکړل.


 باچاه دوهم ځل بیا پوښتنه ورڅخه وکړل: 


سپین ږیری باچا ته وویل: زیتون درخته ۳۰ کاله وروسته میوه کوي، دغه درختي همدا اوس میوه وکړل باچاه دوهم ځل سپین ږیري ته نور زر دیناره ورکړل سپین ږیري د باچا په مخکي درېیم ځل وویل: باچا صاحب د زیتون درخته په کال کي یو ځل میوه کوي، لکن دغه درختي په یوه وخت کي دوه ځلي میوه وکړل. 


باچا سپین ږیري ته درېیم ځل زر دیناره پسي ورکړل. 


دغه منظر چي حاضرو کسانو ولیده، د باچا سره په قافله کي کسانو ژر - ژر له دغه ځای څخه روان سول او وې ویل:که چیري موږ د دغه کس سره ودرېږو، نو د باچا ټوله خزانه به خالي سي.(فیض القدیر ج۳ ص ۴۱) 


زموږ بزرګانو ډیر کلنو مخکي چي د علم کومي درختي کرلي وې، تر نن پوري موږ د هغه میوو څخه برخمن یو اوس زموږ مسؤلیت همدا دئ، چي د اسلافو د کرلو سوو درختو یعني د هغوی د کتابونو حفاظت او د هغه د عامولو سره - سره د علم نوي درختي وکرو، زموږ د راتلونکي نسلونو لپاره به ګټور ثابت سي.


په دغه کار کولو سره صرف د نورو لپاره ګټه نه، بلکي لکه څنګه چي د هغي درختي په کرولو سره هغه سپین ږیري کس ګټه وکړه. 


په دغه طریقه سره به ان شاءالله هغه څوک چي په دنیا کي په ډیر اخلاص سره د علمي چارو خدمت کوي د چا به محتاج نسي. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته