تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت(۷)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 13, 2023
  0
مختصر نبوي سیرت
(اوومه برخه) 
 
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
               
اسراء او معراج
 
o د دعوت له څو کلونو تېرېدو وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تکریم، تثبیت، درنښت او تسلیت له پاره د اسراء او معراج پېښه وشوه.
 
o الله تعالی د اسراء کیسه په الاسراء سورت کي داسې یاده کړې ده: «سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ»(الاسراء:۱).
 
ترجمه: پاکي ده هغه ذات ته چي په یوه شپه یې خپل بنده له مسجد الحرام (محترم جومات) تر هغه مسجد اقصی (لري جومات) پوري بوت چي موږ یې شاوخوا وربرکتي کړي، تر څو ځیني خپل آیتونه وروښیو، یقینا چي هغه ښه لیدونکی او اورېدونکی دی. 
 
o او د معراج کیسه یې په النجم سورت کي یاده کړې ده: أَفَتُمَارُونَهُ عَلَى مَا يَرَى ﴿۱۲﴾وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَى ﴿۱۳﴾عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى ﴿۱۴﴾عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَى ﴿۱۵﴾إِذْ يَغْشَى السِّدْرَةَ مَا يَغْشَى ﴿۱۶﴾مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَى ﴿۱۷﴾لَقَدْ رَأَى مِنْ آيَاتِ رَبِّهِ الْكُبْرَى ﴿۱۸﴾.
 
ترجمه:نو آیا د هغه څه په اړه ورسره شخړه کوئ چي دی یې ویني. په داسي حال کي چي هغه یې یو ځل بل هم لیدلی وو. د سدرة المنتهی (وروستۍ بېري) خوا ته. چي هغې ته څېرمه جنت المأوی (د جنت استوګنځی) دی. هغه مهال چي سدرة المنتهی ځانګړي شي پوښلې وه. نه سترګي کاږه لیدل کړي او نه تېروتي.یقینا د خپل رب ځیني ستر آیتونه یې لیدلي.
 
o د اسراء او معراج سفر د الله تعالی له خوا نبي صلی الله علیه وسلم ته د ورکړل شویو معجزو له ډلي تر ټولو ستره معجزه ده.
 
o دا سفر او پېښه د شپې په یوه برخه کي ترسره شوې، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ماسختن لمانځه له مهال وروسته روان شوی او د سهار له راختو مخکي بېرته راستون شوی دئ. په رښتیا چي دا داسې یوه معجزه ده چي انسان یې خیال او تصور نه شي کولی.
 
o د اسراء او معراج سفر داسي پیل شو، چي جبریل علیه السلام راغلی څو رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کي له خپل کوره کعبې ته بوځي.
o د کعبې خوا ته جبریل علیه السلام د رسول الله صلی الله علیه وسلم سینه څیرې کړه، زړه یې ورنه راویوست او د زمزم په اوبو یې ومینځه، له ایمان او حکمت یې ډک کړ او بېرته یې پر خپل ځای کيښود او مبارکه سینه یې ور وګنډله، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکي سینې د څېرولو دوهم او آخري ځل و.
 
o ورپسې رسول الله صلی الله علیه وسلم پر براق چي یو ډول حیوان دئ سپور شو، جبریل علیه السلام یې ملګرتیا کوله، په څو شېبو کي دواړه مسجد اقصی ته ورسېدل.
 
o کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د جبریل علیه السلام په ملتیا اقصی جومات ته ننوت عجیبه صحنه یې ولیده؛ الله تعالی ټول رسولان او نبیان علیهم السلام ورته راژوندي کړل.
 
o د نبیانو علیهم السلام شمېر ۱۲۴ زره او د رسولانو شمېر علیهم السلام ۳۱۵ دئ، دا شمېره په هغه حدیث کي یاده شوې ده، چي ابو ذر رضي الله عنه روایت کړی او ابن حبان په خپل صحیح کي راوړی دئ.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي له جبریل علیه السلام سره یوځای اقصی جومات ته داخل شو، لمونځ ودرېد، جبریل علیه السلام رسول الله صلی الله علیه وسلم مخکي کړ، چي د ټولو مخلوقاتو د امامانو امامت وکړي.
 
o د رسول الله صلی الله علیه وسلم مقام او منزلت څومره لوړ دی، چي د مخلوقاتو د امامانو علیهم السلام امامت کوي!
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي نبیانو او رسولانو علیهم السلام ته د لمانځه له امامته فارغ شو معراج راوړل شو او دا داسي یو ډول زینه ده، چي بڼه، شکل او اندازه یې یوازي الله تعالی ته معلومه ده.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسي حال چي جبریل علیه السلام هم ورسره ملګری و پر معراج سپور شو، په څو شېېبو کي د ځمکي (لومړني) آسمان ته ورسېد، دروازه یې ورته پرانېستل شوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته عجایب ولیدل.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم په همدې لومړني آسمان کي د بشر پلار آدم علیه السلام ولید. د هغو کسانو بد حالت یې هم ولید چي په ناروا د یتیمانو مالونه خوري والعیاذ بالله.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم په لومړني آسمان کي د غیبت کوونکو، زانیانو، سود خورو بد حالت او برخلیک هم ولید، نعوذ بالله من هذه الأعمال. الله مو دي له دې بدکارونو وساتي.
 
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د جبریل علیه السلام په ملتیا دوهم آسمان ته وخوت او هلته یې یحیی بن زکریا او عیسی بن مریم علیهم السلام چي د خاله (ترور) زامن دي ولیدل.
 
o ورپسې رسول الله صلی الله علیه وسلم چي جبریل علیه السلام ورسره ملګری و درېیم آسمان ته هسک شو، هلته یې له یوسف علیه السلام سره ملاقات وشو، رسول صلی الله علیه وسلم د یوسف علیه السلام په اړه فرمایلي: «أُعْطِيَ شَطْرَ الْحُسْنِ». (رواه مسلم): یوسف علیه السلام ته د ټولي ښکلا نیمه برخه ورکړل شوې ده. 
 
o ورپسې رسول الله صلی الله علیه وسلم چي جبریل علیه السلام یې ملګرتیا کوله څلورم آسمان ته وخوت او هلته یې له ادریس علیه السلام سره لیده کاته وشول.
 
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له جبریل علیه السلام سره پنځم آسمان ته وخوت او هلته یې هارون علیه السلام ولید.
o ورپسې رسول الله صلی الله علیه وسلم چي جبریل علیه السلام هم ورسره و شپږم آسمان ته هسک شو او هلته یې له موسی علیه السلام سره ملاقات وکړ.
 
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د جبریل علیه السلام په ملتیا اووم آسمان ته پورته ولاړ او هلته یې د نبیانو له پلار ابراهیم علیه السلام سره ولیدل.
 
o ابراهیم علیه السلام چي محمد صلی الله علیه وسلم ته په دې مهال څه ویلي په دې حدیث شریف کي یې داسې یادونه شوې ده: «فقد روى الترمذي عن ابن مسعود رضي الله عنه، قال:لَقِيتُ إبْرَاهيمَ لَيْلَةَ أُسْرِيَ بِي فقالَ يا مُحَمدُ: أَقْرِئ أُمّتَكَ مِنّي السّلاَمَ وَأخْبِرْهُمْ أَنّ الْجَنّةَ طَيّبَةُ التّرْبَةِ عَذْبَةُ المَاءِ، وَأنّهَا قِيعَانٌ، وَأَنّ غِرَاسَهَا سُبْحَانَ الله والْحَمْدُ لله وَلاَ إلهَ إلاّ الله وَالله أكْبَرُ». 
 
ترمذي له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روایت کړی چي رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د اسراء په شپه مې ابراهیم علیه السلام ولید راته وې فرمایل: محمده! امت ته دي زما سلام ورسوه او په دې یې خبر کړه چي د جنت خاوره پاکه او اوبه یې خوږې دي، ځمکه یې اواره ده چي وني بوټي په کي نه شته، او نیالګي یې د سبحان الله، الحمدلله، لا اله الا الله او الله اکبر ویل دي، یعني څوک چي دا اذکار وایي په جنت کي یوه ونه ورته کينول کیږي.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل نیکه ابراهیم علیه السلام سره له ملاقات وروسته د جبریل علیه السلام په ملتیا جنت ته ننوت او ډېر شیان یې په کي ولیدل.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم په جنت کي دا شیان هم ولیدل
 
-  د عمر بن خطاب رضي الله عنه ماڼۍ،
 
-  د زید بن حارثه رضي الله عنهما خادمه، وروسته یې دوی دواړو له دې خبر کړل.
 
-  د کوثر نهر یا سیند یې ولید.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې شپه د دوزخ اور هم ولید چي یو بل سره خوري نعوذ بالله منها و أجارنا منها او د دوزخ مالک؛ خازن النار یې ولید.
 
o بیا جبریل علیه السلام رسول الله صلی الله علیه وسلم د اووم آسمان څنډو ته یووړ؛ جبریل علیه السلام هلته ودرېد او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: «یا محمد!تقدم، فوالله لو تقدمتُ خطوة واحدة لاحترقتُ»: اې محمده! وړاندي شه، قسم په الله که زه یو ګام مخکي شم وبه سوځم.نو رسول الله صلی الله علیه وسلم مخکي لاړ څو هغه مقام ته ورسېد چي نه بشر ورسېدی شي او نه پرښته.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ځای ته ورسېد چي د هغو ملائکو د قلمونو غږ یې واورېد چي د الله تعالی پرېکړې لیکي او دا د الله له خوا د دې امت د نبي علیه السلام یو ځانګړی اکرام او درناوی دی.
 
o هلمته همغه لوی او مقدس مقام کي الله سبحانه وتعالی له خپل نبي صلی الله علیه وسلم سره خبري وکړې او پر محمد صلی الله علیه وسلم او امت یې پنځګوني لمونځونه فرض کړل.
 
الله تعالی په دې سفر کي دې امت ته دا ځانګړتیاوي ورکړي
 
- پنځګوني لمونځونه،
 
- هر مسلمان ته د کبیره ګناوو مغفرت، یعني دا چي مؤمن به تل په دوزخ کي نه پاتیږي،
 
- او د بقره سورت وروستي آیتونه.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم له الله تعالی سره له خبرو وروسته جبریل علیه السلام ته ورستون شو، بیا اقصی جومات ته کوز شو او پر براق سپور مکي ته ستون شو.
 
o دا لوی او مبارک سفر او دا ټولي پېښي له یوې شپې هم کمه موده کي ترسره شوې.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کي خپل قوم ته د اسراء او معراج د سفر کیسه وکړه، هغوی ته د نه منلو خبره ښکاره شوه، تر دې چي یو شمېر مسلمانان هم بېرته مرتد شول، خو ابوبکر رضي الله عنه چي څنګه خبر شو د رسول الله صلی الله علیه وسلم تصدیق یې وکړ او له همدې کبله په همدې ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم صدیق ونوماوه ورته وې فرمایل: «و أنتَ یا أبابکر الصدیق: ته صدیق یې ابوبکره».
 
o حتما به باوري شوی وی چي دا یوه ستره معجزه وه او له همدې کبله یې الله تعالی په خپل کتاب کي یادونه کړې څو یاد یې تلپاتي وي.
 
نور بیا... 
 
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته