تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت (۹)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 9, 2023
  0
مختصر نبوي سیرت
(نهمه برخه) 
 
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه               
 
مدینې ته هجرت
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته مدینې ته د هجرت د وجوب امر وکړ او لارښوونه یې ورته وکړه چي خپلو انصارو وروڼو ته ورکډه شي.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «وَأُمِرْتُ بِقَرْيَةٍ تَأْكُلُ الْقُرَى، يَقُولُونَ يَثْرِبَ وَهِيَ الْمَدِينَةُ تَنْفِي النَّاسَ كَمَا يَنْفِي الْكِيرُ خَبَثَ الْحَدِيدِ. (مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ). هغه کلي ته د هجرت امر راته شوی دی، چي پر نورو سیمو او کلیو به برلاسي مومي (نور ښارونه او کلي به فتح او لاندي کړي)، د هجرت دا کلی خلک د یثرب په نوم یادوي، خو غوره نوم یې مدینه دی، مدینه ناپاک او خبیث خلک له ځانه داسي شړي لکه د آهنګر (پښ) کوره چي د اوسپني کوټه برخه له منځه وړي.
 
o اصحاب رضي الله عنهم ډلي - ډلي په پټه؛ پلي او سپاره له مکې نه د مدینې په لور لاړل، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم لا د هجرت په اړه  د الله تعالی امر او اجازې ته سترګي په لار و.
 
o براء بن عازب ویلي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو له ډلې تر ټولو ړومبی مُصْعَب بن عُمَیر، بیا ابن أم مکتوم، ورپسې عمار، بلال او سعد رضي الله عنهم زموږ سیمي (مدینې) ته راغلل.
 
o د اصحابو هجرت آسانه او له ګواښونو تش نه و، بلکي دا یو ډېر سخت او له بلها کړاوونو ډک خو نهایت مبارک سفر و،  قریشو د اصحابو د هجرت پر وړاندي ډول - ډول خنډونه او مشکلات راولاړول.
 
o ابو سلمه بن عبدالاسد، عامر بن ربیعه او مېرمني یې لیلی بنت ابي حَثْمَةَ او بنو جحش مدینې ته هجرت وکړ.
 
عمر رضي الله عنه هم په پټه هجرت کوي
 
o عمر بن خطاب د شپې په پټه هجرت وکړ، عیاش بن ابي ربیعه او هشام بن عاص یې ملګري وو. دا خبره ابن اسحاق په صحیح اسناد سره خپل سیرت کي یاده کړې ده.
 
o دا خبره چي وایي عمر بن خطاب رضي الله عنه په ښکاره هجرت کړی او مدینې ته له روانېدو مخکي یې ویلي: که څوک غواړي مور یې بوره او یا یې اولادونه یتیمان شي، نو زما مخي ته دي راشي، په یوه کمزوري او ناثابت روایت کي راغلې ده.
 
o د عقبې د دوهم بیعت دوې میاشتي لا نه وې پوره شوي چي اکثریت مسلمانانو مدینې ته هجرت وکړ، په مکه کي له رسول الله صلی الله علیه  وسلم، ابوبکر، د دوی دواړو له کورنیو او له هغو مؤمنانو پرته چي د هجرت وس یې نه درلود، نور مسلمانان نه وو پاتي شوي.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم باوري شو او وې لیدل چي له یو شمېر هغو مسلمانانو پرته چي یا د مشرکینو  له خوا بندیان وو، یا ناروغان او ناتوانه وو، نور ټول اصحاب مدینې ته مهاجر شول.
 
ابوبکر رضي الله عنه د هجرت اجازه غواړي
 
o ابوبکر صدیق به ډېر ځله له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه د هجرت اجازه غوښته، رسول الله صلی الله علیه وسلم به ورته فرمایل: «لا تَعْجَلْ، لَعَلَّ اللهَ یَجْعَلُ لَکَ صَاحِباً». بیړه مه کوه، کیدی شي الله تعالی دي (غوره) ملګری په نصیب کړي.
 
نبي صلی الله علیه وسلم ته د هجرت اجازه
 
o د الله تعالی له لوري رسول صلی الله علیه وسلم ته د هجرت اجازه او امر وشو او تقدیر دا و چي ابوبکر صدیق رضي الله عنه به یې د دې ستر او تاریخي سفر (هجرت) ملګری هم وي.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم خپل خاص ملګری ابوبکر د هجرت له مسألې خبر کړ او ورته وې ویل چي دی به یې هم ملګری وي، نو ابوبکر صدیق رضي الله عنه دوې اوښي، یوه د نبي صلی الله علیه وسلم او بله د ځان له پاره برابري کړې.
 
نور بیا... 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته