تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له هیواده د غنمو د قاچاق مخنیوی د حکومت مسئولیت دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 18, 2023
  0

 لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

له هیواده د غنمو د قاچاق مخنیوی د حکومت عظیم مسئولیت دئ 

 

زموږ په هیواد کي له نېکه مرغه سږکال دومره زیات غنم کرل سوي، چي ښايي په تېرو کلونو کي ئې ساری نه و لیدل سوی، د دې یو لامل دا و، چي کال د اوبو له اړخه ډېر ښه و او ښه ډېر بارانونه وسول او بل ستر لامل ئې دا و، چي د حکومت د مشرتابه په ځانګړي فرمان سره په ټول هیواد کي د کوکنارو او بنګو پر کښت سخت بندیز لګېدلی دئ او دغه بندیز په ډېر ښه ډول سره عملي سوی هم دئ. 


د نړۍ هیوادونه د غنمو او حبوباتو له پاره ستراتیژیکي زېرمي لري، چي د دوی د پالیسیو له مخي ځیني ئې د خپل نفوس د اړتیا د پنځه سلني څخه تر لسو سلنو پوري زېرمه کوي. 


مثلا افغانستان د کاله اووه میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لري، نو په دې ترتیب سره موږ باید د کاله د اووه میلیونه ټنه اړتیا څخه حد اقل لس سلنه چي اووه لکه ټنه کیږي زېرمه ولرو او بله خبر دا چي د ستراتیژیکو زېرمو د سلني پورته او کښته کول د هیوادونو په سیاسي، اقتصادي، طبعي پېښو، آفتونو او جګړو پوري تړاو لري، ممکن ځیني وختونه په هیواد کي سیاسي او اقتصادي بندیزونه ولګیږي، یا طبعي پېښي رامنځته سي او یا هم اوږدمهال جګړې پیل سي، نو په داسي حالتونو کي بیا موږ کولای سو د خپلو زېرمه سوو غنمو او نورو خوراکي توکو څخه کار واخلو. 


موږ تل وایو، چي افغانستان یو زراعتي هیواد دئ، خو بیا هم موږ په کال کي په زیاته پیمانه غنم او نور زراعتي توکي له نورو هیوادونو واردوو، چي په دې سره په زیات شمېر پیسې زموږ له هیواده وځي. 


بدبختانه په تېرو کلونو کي چي کله به غنم حاصل ته ورسېدل، نو بیه به ئې خورا ټيته سول او سوداګر به مجبور سول، چي غنم له هیواده بهر صادر کړي، چي دا چاره به د دې لامل سوه، چي د کال په جریان کي به بیرته موږ مجبور سولو، چي د بهرنیو هیوادونو څخه غنم خورا په لوړه بیه را وارد کړو. 


سږکال چي د نورو کلونو خلاف په پراخه پیمانه غنم کرل سوي دي، دا وېره تر یوه حده سته، چي ښایي د غنمو بیي دومره را ولوېږي، چي د بزګر خواري ور عبث کړي او یا هم ښايي له هیواده ووځي، په دې برخه کي د حکومت د مسئولینو جدي پاملرنه په کار ده.
د افغانستان حکومت د اقتصادي کمیسیون د اعلان له مخي، سږکال دوی پلان لري، چي سل زره ټنه غنم وپېري او زېرمه ئې کړي، خو ښایي دغه رقم ډېر کم وي. 


د غنمو بيي باید دومره را ونه لوېږي، چي بزګر زیانمن کړي او نه باید غنم د هیواد څخه دباندي ولاړ سي، بلکي حکومت ته په کار ده، چي په کور دننه ورته د بازار زمینه برابره کړي او اضافي غله ذخیره کړي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته