تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امت یووالی (۱۰)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 21, 2023
  0

لیکوال: مفتي محمد شفیع عثماني رح
تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

د امت یووالی
(لسمه برخه)


د ډلو غلوه/افراط


زموږ کومي دیني ډلي چي ددین د تعلیم یا د ارشاد، دعوت او تبلیغ او د ټولني د اصلاح لپاره جوړي سوي دي او هره ډله پر خپل ځای ګټور خدمتونه هم کوي، چي ډیر عالمان، صالحان او مخلصین پکي اخته دي، که همدوی متحد سي، کار سره وویشي، په دین کي د پیدا سوو ټولو چاکونو د بندولو فکر وکړي او د تر ممکنه حده پوري په خپل منځ کي کومک سره وکړي او د دین قایمولو د ګډ هدف لپاره هره ډله بله ډله خپل لاس او بازو وبولي او د نورو د کار او خدمت داسي قدر وکړي لکه د خپل کار قدر چي کوي، نو دا مختلفي ډلي په خپله دایره کي د بېل بېل اوسېدو سره د اسلام یو ستر ځواک جوړېدلای سي او د کار ویش په ذریعه زیاتره دیني اړتیاوي بشپړولای سي.


مګر عموما داسي کیږي چي هري ډلي چي د خپل سعی او عمل کومه دایره او طرزالعمل جوړ کړی دی، په عمل کي داسي ښکاري چي هغوی د دین خدمت په همدې دایره کي منحصر بولي، که څه هم په خوله نه وايي، د نورو ډلو سره که جنګ او جدل نه کوي، په بې قدرۍ خو خامخا ورته ګوري، نتیجه یې دا ده چي ددې ډلو ترمنځ هم یو ډول تفرقه ترسترګو کیږي، له فکره وروسته دې نتیجې ته رسیدلی یم چي د ټولو هدف که څه هم ددین خپرول، ددین ساتنه او د مسلمانانو علمي، عملي او اخلاقي اصلاح ده لیکن ددې هدف د تر لاسه کولو لپاره چا مدرسه جوړه کړې، د دین مهم خدمت ترسره کوي، چا تبلیغي جماعت جوړ کړی د دعوت او لارښوونې فرض ادا کوي، چا یوه اتحادیه جوړه کړې، د دیني حکمونو د نشر او اشاعت خدمت کوي، چا د فتوی له لاري د الله و مخلوق ته د ضروري احکامو د ښودلو لپاره دارالافتاء جوړه کړې، چا د اسلام پر خلاف د ملحدانه تلبیساتو په ځواب کي د تصنیفاتو یا اونیزو، میاشتنۍ مجلو سلسله جاري ساتلې، ددې ټولو کارونو که څه هم بڼي مختلفي دي، خو په حقیقت کي ټول  د یوه مقصد اجزاء دي، دا چي  پر دې مختلفو محاذونو مختلفي ډلي کار کوي، اړینه ده چي د هري ډلي د کار طریقه به بېله وي؛ ځکه هري ډلي د خپلي اسانۍ لپاره د خپل طبیعت موافق د کار یو نظام، اصول او ضوابط جوړ کړي او هره ډله یې پابنده ده، دا ښکاره ده چي اصل هدف خو منصوص او قطعي او د قرآن او حدیثو څخه ثابت دی، له هغه څخه انحراف، د قرآن او سنت له حدودو وتل دي، لیکن دا خپل جوړ کړی د کار نظام او د هغه تنظیمي اصول او ضوابط نه منصوص دي او نه د هغه اتباع د شریعت له نګاه پر هر چا فرض ده، بلکي د هغه ډلې مسئولینو د کار د اسانۍ لپاره غوره کړي دي، چي د اړتیا پر وخت بدلونونه دوی خپله هم پکي کوي او د وخت او حالاتو په بدلېدو سره دا اصول پرېښودل او بله کړنلاره غوره کول هم د هیچا په نزد نه ناروا او نه مکروه دي، مګر د تاسف ځای دا دی چي هره ډله دومره غلوه کوي چي خپلي غوره کړي کړنلاري ته د منصوص درجه ورکوي، بل څوک چي په دې کړنلاره کي  ورسره شریک نه وي ولو که هغوی د اصل هدف لپاره یو غټ خدمت کوي؛ هغه خپل ورور او د کار شریک نه ګڼي او که  یو څوک په یاده کړنلاره کي ورسره شریک وي، بیا په یوه وجه ځني ووځي، هغوی له اصل هدف او دین څخه منحرف ګڼي او بیا ور سره هغه څه کوي کوم څه چي ددین څخه له یوه منحرف سره کول په کار دي، که څه هم هغه اصل هدف یعني اقامت دین له مخکي څخه هم په زیاته اندازه کوي، د همدې غلوي له امله په ښه دیندارو خلکو کي د اختلاف هغه آفتونه هم لیدل کیږي، چي په جاهلي اختلاف کي ښکار خلکو کي لیدل کیږي.


نور بیا... 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته