تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نایابه الماس
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 26, 2023
  0

لیکنه: زینب درانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه  

 

نایابه الماس


پوهیږئ ؟ الله عزوجل موږ ته ډیر قیمتي نعمتونه راکړي دي، عینا لکه قیمتي ډبري ... چي هم یې ارزښت ډیر دی او هم یې ښکلا څو چنده ده.


انسان که یو ځلي ددې قیمتي څیزونو په ارزښت ونه پوهیږي نو د ځان سره به یې لوی ظلم او جفا کړې وي.


زموږ کورنۍ ددې قیمتي ډبرو مثال لري چي والدین پکښي الماس دي. داسي الماس چي هیڅکله به یې ارزښت کم نه سي او هیڅ دوهم مثال نه لري.


انسان زیاتره وخت د والدینو په ارزښت نه پوهیږي خو کله چي ورڅخه واخیستل سي نو پوه سي چي څنګه د غر په شان تکیه او د د شمعي په څیر روښانه ډیوه د لاسه ورکړې ده.


" پلار " 


ډیر وخت مخکي مي یوځای دا جمله وویل چي : پلار هغه بانک دی چي هیڅکله دي پیسې نه دي پکښي جمع کړي مګر هر وخت دي چي پیسو ته ضرورت په کار وي .... ستا تر ضرورت ډیري پیسې درکوي.


دا خبره باندي هغه څوک پوهیږي چي د پلار ارزښت یې درک کړی وي. 


" مور " 


هغه مهربانه وجود چي کله زه مریض یم او درد لرم , ټپ زما په وجود کي وي مګر زما پر ځای مي مور ژاړي او د مور د اوښکو لیدل ماته تر خپل ټپ ډیر درد راکوي. د مور د خوشحاله څېرې لیدلو په خاطر درد هیروم او داغه زما د کامیابي دلیل دی.


دا نعمتونه هیڅ رقم بیا نه تکراریږي نو ځکه هوښیار هغه دی چي ددې نعمتونو په قدر پوه سي او د ځان په رقم ساتنه یې وکړي. د والدینو په شتون کي چي څومره خوند دی .... د دنیا په هیڅ څه کي نسته.


د والدینو عزت او احترام وکړئ.


د والدینو ساتنه وکړئ تر څو الله عزوجل مو ساتنه وکړئ.


والدین راضي کړئ تر څو الله عزوجل درڅخه راضي سي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته