تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ژبي اهميت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 20, 2023
  0

لیکنه: جاوید احمد ادبیار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د ژبي اهميت


ژبه انسان ته دالله تعالی له لوري د لويو نعمتونو څخه داسي نعمت دی چي جسم يې ډېر کوچنی او رول يې ډېر حياتي دی ضررونه اوفايدې يې په دنيا او اخرت کي خورا روښانه او برملا دي، ژبه دانسان په وجود کي بېلابېل مهم کارونه تر سره کوي؛ لکه: ژبه ده چي د هغه موادو خوند اوذائقه محسوسوي کوم چي د انسان د تغذيې لپاره د خولې له لاري معدې ته کښته کيږي که ژبه اوپه هغه کي پروت د ذائقې قوت نه وای نو د انسان معدې ته د هر ډول خوږو، تروو او ترخو شيانو داخلېدل به بې توپيره وای.


ژبه ده چي د انسان په زړه کي له پرتو اړتياوو، اميدونو او غوښتونو څخه تعبيرکوي که ژبه نه وای دايوعالم شيان به د انسان په زړه کي د تل لپاره بې ښکاره کيدلو پاتي وای.


ژبه ده چي د انسانانو تر مينځ د ميني ،الفت اومحبت فضا جوړوي څو نابلده ناليدلي انسانان په يوه ګړي کي د ورور ګلوي ترحده سره نږدې کوي همدارنګه د ډېر وخت دوه نږدې خواږه ملګري حتي زوی او پلار، مور او لور د ژبي د ناسم استعمال له امله د دښمني تر پولو رسوي.

 

ژبه ده چي په سم کارولو سره يې انسان د تل لپاره د الله جل جلاله د رحم او مهرباني مستحق ګرځي او په ناسم کارولو سره يې انسان د تل لپاره د الله جل جلاله د قهر او غضب مستحق کيږي.

 

د سلو کالو کفر او شرک چي د ټولو بديو مور بلل کيږي د دې وړې ټوټې په يوځل ښورېدو سره چي د زړه له تله ووايي:  (لااله الاالله محمدرسول الله) له منځه ځي، همدارنګه د سلو کالو نېکياني او عبادت د ژبي په ناسم کارېدو سره چي العياذبالله د کفر او شرک کلمې ووايي په اوبو لاهو کيږي.

 

دژبي په هرځل ښورېدلو سره يا خو د انسان د نيکي او يا د بدۍ تله درنېږي ځکه الله جل جلاله فرمايي: (وما يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلاَّ لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ ) کومه خبره چي په ژبه راځي يوه نګرانه ملکه د هغې د ساتلولپاره تياره ولاړه وي د ژبي د سم استعمال او د هغې له بې ځايه کاروني څخه له رسول الله صلي الله عليه وسلم هم بې حسابه حديثونه را نقل سوي دي، د بېلګي په ډول په صحيح بخاري او مسلم کي له ابوهريره رضي الله تعالي عنه څخه روايت دی چي د الله تعالی رسول و فرمايل: څوک چي پر الله جل جلاله او د اخرت په ورځ ايمان لري يا دي د خير خبره وکړي يا دي چوپ پاته سي.

 

له دې مقدس حديث څخه په صراحت سره معلوميږي چي مسلمان دي خبره نه کوي؛ مګر هغه مهال چي کوم مصلحت پر بناوي.

 

په بل ځای کي له ابو موسی اشعري رضي الله تعالي عنه څخه روايت دی چي د الله جل جلاله له رسول څخه مي وپوښتل کوم مسلمان غوره دظ؟ د الله رسول وفرمايل: هغه چي مسلمانان يې د ژبي او لاس له ضرر څخه په امن کي وي.  فيض القدير ليکلي: چي ژبه يې ځکه تر لاس مخکي ياده کړه چي د ژبي ضرر نسبت لاس ته ډېر عام دی، ځکه د ژبي ضرر هم حاضر ته دی هم غائب ته، هم په تېر وخت کي دی هم په آينده کي، هم په ويلو سره دی هم په ليک سره ( په دې ځای کي حضرت علي کرم الله وجهه ته منسوب هغه شعر را يادېږي چي وايي: جراحات السنان لها التيام، ولايلتام ماجرح اللسان )  د نېزو زخمونه جوړېږي مګر د ژبي زخمونه نه جوړېږي).

 

رښتياهم څوک چي چاته يوه نا مناسبه خبره وکړي هغه تر ډېره وخته د انسان په زړه کي ګرځي راګرځي.

 

يو بل حديث چي بخاري له سهل بن سعد رضي الله تعالي عنه څخه رانقل کړی دی هغه وايي: د الله رسول وفرمايل: که څوک ماته د هغه شي چي د دوو زامو ترمنځ ده (ژبي) او د هغه شي چي د دوو پښو تر منځ دی (فرج) د سم استعمال ضمانت را کړي زه به هغه ته د جنت ضمانت ورکړم.

 

که خپله خبره په څو ټکو کي راخلاصه کړم ويلای سو چي د انسان ټول نېکمرغي، کاميابي اوناکامي د دې کوچنۍ ټوټې په سم او ناسم استعمال کي نغښتي دي خوله بده مرغه زموږ په ټولنه کي د نورو ناوړو رواجونو تر څنګ يو هم د غيبت عامېدل دي، چي عوام خو لاڅه کوې خواص هم ورته د کومي ګناه په سترګه نه ګوري، حال دا چي غيبت د ګناهونو په کتارکي تر ټولو بده ګناه ده.


 د الله جل جلاله امر دي: وَلا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضاً (ستاسي بعضي دي د بعضو غيبت نه کوي).

 

غيبت نه يوازي يو ناروا عمل دی بلکي د ټولني د وګړو ترمنځ د نفرت او کرکي اور ته لمن وهي، په غيبت کي بې حسابه بدۍ دي چي علماوو په دې اړه لوی لوی کتابونه ليکلي دي؛ خو يوځل بيا دا يادونه کوم چي زموږمجالس د دې پر ځای چي يوه مشخصه اجنډا ولري او له هغه څخه يوه ښه نتيجه ترلاسه کړو زموږ د مجلس اجنډا د خپل ورور مسلمان دغوښوخوړل (غيبت) کول وي د دې پر ځای چي لږ خبري وکړو د کار خبري وکړو هسي بې توله اوترازو خبري کوو چي دا له يوې خوا د درنښت اووقار خلاف دي، له بلي خوا الله جل جلاله ته د هري خبري حساب ورکول دي.


 راځئ چي د دې کرکجن عمل په خلاف پراخه مبارزه شروع کړو، ليکني پر وکړو په هر مجلس کي که چا غيبت کوی، ورته ووايو چي وروره هسي په ګناه کي ځان مه اخته کوه دا ستا لپاره نه يوازي چي هيڅ فايده نه لري بلکي په دنيا او اخرت کي درته ډېر ډېر زيانونه لري، ترڅو داناوړه عمل له ټولني څخه که پاک ورک نه کړو لږتر لږه فيصدي خوبه يې راکمه کړو .

 

د يوې با وقاره اسلامي ټولني د جوړيدو په هيله 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته