تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غوره لارښووني
  تعلیم اسلام ویب پاڼه
  September 28, 2023
  0

لیکنه: محمدنبي سلطاني/ تعلیم اسلام ویب پاڼه


غوره لارښووني  


• د هغه مسلک لپاره هڅه او کوښښ وکړئ، چي تاسي لیوالتیا ورته لرئ.


• ډېره تکیه پر میاشتنی دنده او وظیفه مه کوه، بلکي د ازاد تجارت او کاروبار فکر وکړه، چي خپلواکي او فرصت لاسته راوړې.


• کوښښ وکړئ، چي داسي مسلک زده او تعقیب کړئ چي درته مناسب وي، څو تقاعد ته مو اړتیا پيدا نه سي.


• هره ورځ نوي څه زده کړئ، چي ذهن مو فعال او نوښګر سي. 


• مناسبي اړیکي جوړي کړئ؛ ځکه ستاسي اړیکي ستاسي هویت ټاکي. 


• ښه مېرمن، ډېر ملګري او نېکې هیلي ولرئ او له هغوی سره مینه وکړئ.


• هغه څوک چي په لیدلو يې د ناارامۍ او عذاب احساس کوئ، نو کوښښ وکړئ، چي هیڅکله ورسره ونه ګورئ.


• له خپل شاوخوا کسانو( ملګرو، دوستانو او کورنۍ) سره صادق او رښتني اوسئ. 


• تل د نورو خبرو ته غوږ ونیسي، ځکه د نورو اورېدل د زده کړې ښه لاره ده.


• د ټولنیز ژوند او ملګرتیا لپاره مثبت او بریالي خلک غوره کړئ.


ژوند پرمخ ځي. که تاسو ورسره ځی او یا يې په مقابل کي درېږې، خو دا تیریږي. په ورته وخت کي، ګټونکی هغه څوک دئ، چي د ژوند کولو لپاره د دې فرصت څخه غوره ګټه پورته کوي.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته