تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له فکر وروسته قضاوت وکړئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 30, 2023
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


له فکر وروسته قضاوت وکړئ 

 

د طرف واقع‌ کېدلو پرته د انصاف او عدالت په رڼا کي داسي قضاوت وکړئ، چي د قيامت په ورځ ماخوذ نسئ.


ټول ملګري او دوستان خبر دي، چي په حاکم نظام کي هيڅ دنده نلرم او نه ئې هم کومه مادي ګټه راته رسيږي؛ خو پدې خوښ يم چي اشغال ختم سو، د ټولو فسادونو ريښې وچي سولې يا د‌ وچېدلو په حال کي دي، دين، ولس او هيواد له ضررونو او شرونو څخه د امن خواته روان دی الحمدلله.


د تاريخ او تيرو تجربو څخه دا راته څرګنده سوې او ثابته سوې ده، چي هر نظام د ولس د ځپلو اراده کړې ده، رب العالمين هغه نظام ړنګ کړی دئ او کوم ولس چي د نظام ناشکري کړې ده، مقتدر جل جلاله هغه ولس کړولی دی.


نوټ: اوسنی نظام د شرعي اړخه د صحابه وو د نظام سره مه پرتله کوئ؛


 اوسنی نظام د هغو اسلامي هيوادونو د نظامونو سره مه پرتله کوئ، چي له پيړيو راهيسي په علمي، اقتصادي او سياسي برخو کي ثبات لري؛


اوسنی نظام د‌ هغو اسلامي هيوادونو د نظامونو سره مه پرتله کوئ، چي د شرق يا غرب تالی څټي او ګوډاګيان دي....


د اوسني نظام منظمه مبارزه او د‌ مبارزې نتيجې په نظر کي ونيسئ، د صف وحدت ته ئي وګورئ، چي هيڅوک د بغاوت او انشعاب يا ځان غوښتني اراده او پلان نلري او نه يي هڅه کړې ده.


دا منم چي په تعليمي، تحصيلي، اقتصادي او نورو برخو کي به څه ستونزي وي؛ خو د اوسني نظام د پخوانيو او موجودو ستونزو په نظر کي نيولو سره د تيرو دوو کلونو اساسي لاسته راوړني ذکر کړئ!


دا انساني فطرت دی، چي د هغه د لاسته راوړنو او مثبتو کړنو‌ يادولو وروسته له هغه څخه غوښتني کول مثبت نتايج لري.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته