تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زموږ خوږ حبیب صلی الله علیه وسلم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 2, 2023
  0

لیکنه: زینب دُورانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


زموږ خوږ حبیب صلی الله علیه وسلم

 

د ډیرو انسانو په باره کي مي کیسې اوریدلي وې چي ځیني په مجازي او ځیني هم حقیقي محبت کي واقع وه خو زه په دې پوهیدم او په دې باوري وم چي مجازي عشق بغیر د وخت د ضیاع څخه بل څه نه دي مګر د حقیقي عشق دوام تر ابد پوري دئ.


اصلي عشق اول د الله سبحانه وتعالی, بیا د خوږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او بیا د والدینو او نیکو ملګرو محبت ته ویل کیږي.
دا حقیقي محبت احساس هغه وخت چاته کیږي چي د خپل د محبوب په سختي او تکالیفو باندي خبر سي او پر هغه قربانیو باندي یقیني سي چي د الله د رضا لپاره یې یو د بل لپاره ترسره کړي وي.


خوږ محبوب صلی الله علیه وسلم د بشر تر ټولو غوره او محترم, د جمال او کمال خاوند, د نړۍ بې مثاله او سپېڅلی انسان وو.


سپیڅلی نبي علیه السلام زموږ لارښود, د رڼا دروازه خلاصونکی, د نجات او بریا رهنما, د ټولنیز ژوند او اخلاقو غوره نمونه, د ښه او نیک کارونو خوښونکی, د اسانۍ او خلاصون د کیلي وړاندي کونکی وو....


کتابونه به ډک او قلمونه به وچ سي؛ مګر د پاک رسول صلی الله علیه وسلم توصیف به پای ونه مومي، خو هدف دادئ چي موږ ټول د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د عشق دعوه کوو خو ځیني انسان په دې دعوه کي درواغجن ثابتیږي ځکه چي د الله سبحانه وتعالی او د الله تعالی د پاک نبي علیه السلام د محبت ښکاره کولو غوره طریقه د ستر خالق جل جلاله, پاک او جمیل پیغمبر صلی الله علیه وسلم د احکامو, اوامرو, احادیثو او د پاک اسلام طابعداري بلل کیږي, که غواړو چي د محبت اظهار وکړو نو صرف الفاظ کافي نه دي باید خپل سیرت او صورت د پاک نبي علیه السلام پر طریقه برابر کړو.


الله تعالی دي ټولو مؤمنانو ته د حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم د پوره فرمانبرداري او اطاعت توفیق را نصیب کړي, الله دي مو د شر او فساد د سیوري څخه لیري وساتي.


همیشه مو ژبه د الله سبحانه وتعالی په ذکر او د پاک نبي علیه السلام په درود مشغوله وساتئ ځکه چي د قیامت په ورځ مو نبي صلی الله علیه وسلم شفاعت غوښتونکی او الله پاک د شفاعت قبلونکی دئ.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته