تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سورة المؤمنون لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 4, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


سورة المؤمنون لنډه پېژندنه 


سورة المؤمنون د مصحف او تلاوت په اعتبار ۲۳ سورة دئ، چي په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.


سورة المؤمنون ۱۱۸ آية او ۶ رکوع لري.


په سورة المؤمنون کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي:


۱-  د مؤمن خواص او صفات؛


۲-  د انسان پیدايښت، مرګ او بيرته را ژوندي کېدل؛


۳-  د سيدنا نوح (عليه السلام) قصه؛ 


۴-  د حضرت هود عليه السلام قصه؛


۵-  د حضرت موسی عليه السلام قصه؛

 

۶-  دين د ټولو له پاره يو او واحد دئ (اسلام)؛


۷-  د الله (عزوجل) ډېر زيات احسانات دي پر انسانانو، خو لږ ئې شکر ګزاره دي؛


۸-  تاسو عبث نه ياست پيدا سوي او خپل د رب څخه د مغفرت غوښتنه وکئ.


په سورة المؤمنون کي د مؤمينانو اوصاف ذکر سوي دي، چي الله تعالی فرمايي:


کاميابه سول (يا کاميابه دي) مؤمينان، چي درلودونکي د لاندي خواصو او صفتونو دي.


۱-  هغه کسان چي په لمانځه کي خشوع کوونکي وي.


۲-  هغه کسان چي د لغوه (بې هوده او بې ګټي) خبرو څخه مخ اړونکي وي.


۳-  هغه کسان چي د زکات اداء کوونکي وي.


۴-  هغه کسان چي خپل د فرج حفاظت کوونکي وي، يعني زناکاره نه وي.


۵-  هغه کسان چي امانت داره وي.


۶-  هغه کسان چي پر خپله ژمنه او وعده ولاړ وي.


۷-  هغه کسان چي خپل پر لمونځونو دائموالي او همېشه توب کوي.


نو دا د جنت وړ او د فردوس خلګ دئ.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته