تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اې مغرور انسانه !
  تعلیم الاسلام ویب پانه
  November 13, 2023
  0

لیکنه: مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پانه 


 اې مغرور انسانه !  


رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي: ( لا یدخل الجنة من کان في قلبه مثقال ذرة من کبر. (صحیح مسلم، ۱ / ۹۳ ) 


هغه څوک جنت ته نشي ننوتلاي، چي په زړه کي یې د یوې ذرې هومره کبر ( دوکه او ځان خوښي) وي. 


متکبر او مغروره انسان لوړ غره ته د ختوونکي  په څیر دی. لاندي خلګ ورته واړه ښکاري، مګر دی هم خلګو ته وړوکی ښکاري. (حسن بصري) 


که څوک په خپل قوت او زور ډیر مغرور وي، فکر دي وکړئ چي غوا له هغه ډیره قوي ده، که په خپل تیز تګ مغرور وي، نو آس له هغه ډیر په تیزۍ ځغلي، که پر خپل غټوالي او چاغوالي مغرور وي، نو فیلان له هغه ډیر غټ دي او دا ټول څاروي او حیوانات دي، مګر دی انسان دئ. 


ځان خبر کړه چي دا ټول صفتونه  د الله جل جلاله ورکړه ده، کله چي د هغه خوښه شي، نو بیرته ئې ترې اخلي، انسان په هغه څه ولې دوکه او مغروره کیږي، چي په واک کي یې نه وي او نه يې پرې  وسعه رسیږي. 


پرځان مغروره کیدل او ځان لوړ ګڼل  نوري بې لارۍ او انحرافات هم رامنځ ته کوي، لکه حق شاته غورځول، نور خلګ سپک ګڼل، د ځان په ستایلو کي دورغ ویل او د نورو خلګو تیروتني او خطاګاني ښکاره کول. 


نو اې مغرور انسانه! تل خپل مخ ته د رسول الله صلي الله علیه وسلم دا مبارک حدیث کیږده چي فرمايي: ( ان الله اوحي الي ان تواضعوا حتي لا یفخر احد علي احد  ، ولا یبغي احد علي احد. (صحیح مسلم، ۴ / ۲۱۹۷ ) 

 

ژباړه: الله تعالي راته وحي وکړه چي تاسې تر هغو عاجزي او تواضع وکړئ چي یو کس پر بل کس فخر او ځان لوړ ونه ګڼي او نه یو پر بل تیری وکړي. 


نو اې انسانه! د خپل شاوخوا خلګو سره مینه، محبت او اړیکه ساته، هغوی ونازوه او امتیازات ورکړه، چي د هغوی مینه هم درسره پیدا شي، پر هغوی هیڅکله ټوکې ټکالي مه کوه او مه یې سپکاوی کوه. کله چې خلګو ته ګورې  نو ته دوی د الله تعالي مؤمنان بندګان وګڼه ځکه هغوي به په پټه توګه د الله تعالي په وړاندي لوړي مرتبې، فضیلت او ځای لري. د خپل پیغمبر صلي الله علیه وسلم اخلاق په ځان کې راوله هغه به د کور په کارونو کي مرسته کوله، خپلي جامې به ئې خپله ګنډلې له فقیرانو او مسکینانو سره به یې ناسته ولاړه کوله. 

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته