تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسلمان بایلل؛ اسلام وګټل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 19, 2023
  0

لیکنه: احسان الله عمر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

مسلمان بایلل؛ اسلام وګټل 

 

کاندهله په هند کي د يو ځای نوم دی. دا کیسه د هند د تقسیم څخه ډېره ترمخه ده. هلته پر يوه ټوټه مځکه د مسلمان او هندو سره دعوه سول. هندو ويل زما ده؛ مسلمان ويل زما ده. کیسه چي لږ سره اوږده سول نو مسلمان ويل که دا مځکه زما سول زه به مسجد پر جوړ کړم، او هندو وويل که دا مځکه زما سول زه به پر داغه مځکه مندر ( د هندوانو معابد)  جوړ کړم. خبره شخصي وه خو مذهبي ځني جوړه سول. مسلمانان سره راټول سول چي دلته به هرومرو مسجد جوړوو. هندوانو ويل چي هرومرو مندر جوړوو. انګريزان (چي په دغه وخت کي د دوی حکومت وو) وارخطا سول چي دا اوس څه کيسه سوه، که مو لږ بې احتياطي وکړل نو په ویالو کي به د اوبو پر ځای ويني وه بهيږي، او يو لوی مصیبت به ځني جوړ سي، نو يې هندوان او مسلمانان دواړه محکمې ته راوغوښتل. د دواړو خواوو څخه ډېر خلک حاضر سوه.


انګريز قاضي وپوښتل:  د سولي يوه لاره سته؟ د دې له پاره چي دا موضوع په افهام او تفهیم سره حل کړو.


هندوانو وويل: په يو رقم سوله کیدای سي. هغه دا چي تاسي ته موږ د یوه مسلمان نوم در وښیو تاسي هغه را وغواړی او پوښتنه ځني وکړی. که هغه  وويل چي دا مځکه د مسلمانانو ده، نو يې مسلمانانو ته ورکړی او که يې وويل چي دا د هندوانو ده نو موږ ته يې راکړی. قاضي هم محکمې ته د حاضری بل تاريخ ورکړ، او وې ويل چي داغسي به و کړم.


بل تاريخ هم راغلی یعني هغه ورځ چي ورځي ورته شمارل کېدلې. بیا محکمې ته ډېر خلک راغلل. خلکو ولیدل چي د قاضي څنګ ته یو لوی شیخ مفتي الهي بخش کاندهلوي پر چوکۍ ناست دی؛ څوک چي قاضي د هندوانو په غوښتنه را بللی وو.


قاضي و پوښتل: مفتي صاحب! دا مځکه د چا ده؟    مفتي صاحب په جواب کي ورته وويل: دا مځکه د دې هندو ده.


قاضي بيا و پوښتل: مفتي صاحب! هندو دلته خپل مندر جوړولای سي؟   مفتي صاحب ورته وويل: چي ملکيت د ده سو نو اختیار هم د ده دی؛ چي دلته مندر جوړوي که خپل کور.


کله چي د مفتي صاحب دغه جوابونه مسلمانانو واورېدل نو زړونه يې ډېر مات سوه.


انګريز قاضي خپله  پرېکړهه واورول: " نن مسلمانانو (خپل قضیه) بايلل خو اسلام وګټل." 


کله چي هندوانو د قاضي دغه خبري واورېدلې، نو هغو وويل "قاضي صاحب! زموږ پريکړه هم واوره: دا چي اسلام وګټل او اسلام داسي ښه مذهب (دين) دئ، نو موږ هم کلمه وايو او مسلمانان کيږو اوس به پر داغه ځای موږ په خپل لاس مسجد جوړوو."


يو وخت وو چي زموږ د فعل او قول په ليدو سره به کافران مسلمانان کېدل. نن مو څنګه ژوند دی؟ موږ بايد د دې مسلمانی برم وساتو.


ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، (۱۴۰۲) کال، اته ویشتمه ګڼه،۷ مخ. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته