تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة القصص لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 3, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة القصص لنډه پېژندنه 


سورة القصص د مصحف او تلاوت په اعتبار ۲۸ سورة دئ، چي په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.


سورة القصص ۸۸ آية او ۹ رکوع لري.


د قصص لفظ په معنی د قصې يا واقعې دئ.


د دې مبارک سورة شان نزول داسي دئ، چي الله (رب العزة) و مؤمينانو ته دا ورښيي چي ستاسو اقليت (يعني ستاسو دا کم تعداد ډله چي ايمان ئې راوړی دئ) به کاميابه کم او په امن سره به مو د مکې معظمې څخه و مدينې منورې ته انتقال کم لکه څنګه چي مي د بني اسرائيلو ډله د مصر څخه و فلسطين ته بوتله. الله تعالی بني اسرائيل کاميابه کړه، او ټوله ئې و وعده سوي مځکي ته په سلامتيا سره واړول.
په دې مبارک سورة کي د سيدنا موسی (عليه السلام) قصه د ده د پيدايښت څخه بيا د دوی (يعني د بني اسرائيل) تر بريا پوري ذکر سوې ده.


په سورة القصص کي لاندني موضوعات ذکر سوي دي


۱-  د فرعون ظلم؛


۲-  د سيدنا موسی (عليه السلام) پيدايښت او د فرعون په کور کي ئې پروريش؛


۳-  د سيدنا موسی (عليه السلام) د خوا څخه د يوه نفر قتل؛


۴-  د سيدنا موسی (عليه السلام) تګ مدين ته، او هلته د ۸ الی ۱۰ کالو پوري اوسېدل او هلته ئې واده وکئ؛


۵-  بعد د ۱۰ کالو څخه د موسی (عليه السلام) بيرته تګ و مصر ته، چي په لاره کي ئې د اور ليدل او هلته د ده مبارک په پیغمبري مبعوث کېدلو واقعه؛


۶-  د قارون قصه چي په بني اسرائيلو کي يو خان او سرمايه داره کس وو؛


۷-  د مشرکينو بيان چي په ورځ د اخرت به ئې الله (عزوجل) وشرموي؛


په سورة القصص کي الله تعالی د حضرت موسی (عليه السلام) قصه بيان کړې ده؛


په دې مبارک سورة کي الله (رب العزة) د سيدنا موسی (عليه السلام) قصه د درېيم آية څخه شروع کړې ده، چي الله (سبحان و تعالی) فرمايي: زه تاسو ته د موسی (عليه السلام) او فرعون قصه بيانوم، يقيناً فرعون په مځکه کي مفسد وو چي د بني اسرائيلو خلګ ئې غلامان ګرځولي ول، د بني اسرائيلو کوچنيان به ئې قتل کول او ښځي به ئې د ځان مينځي کولې.


نو الله (تبارک و تعالی) اراده وکړه چي په دا کمزوره کسانو باندي فضل او احسان وکي او دوی (يعني بني اسرائيل) په مځکه کي د ايمانداره کسانو په ډول يوه نمونه وګرځوي او هم ئې د (وعده سوې) مځکي وارثين وګرځوي. او هم و فرعون، هامان او د دوی و لښکر ته هغه څه ور وښيي چي دوی ځني بېرېدل.


هغه اهل کتاب (يعني د موسی او عيسي عليهما السلام پيروان) چي اوس په دې قرآن کريم هم ايمان راوړي، نو دوی ته به دوه چنده اجر ورکول سي په هغه څه چي دوی صبر باندي کړی وو او بدي ئې په نيکي سره بدلول او خپل د رزق څخه ئې نفقه ورکول.


تاسو هغه چا ته هدايت نه سي کولاي چي الله تعالی هدايت ور ته و نه کي.

 

www.taleemulislam.net

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته