تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اولادونو د روزني مراحل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 10, 2023
  0

لیکنه : مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

د اولادونو د روزنې مراحل


په اسلامي شریعت کي نجوني او هلکان چي کله د ځوانۍ مرحلې یعني پنځلسو کالو ته ورسیږي، نو په شرعي احکامو مکلف دي، که چیرته په شرعي احکامو کي غفلت کوي، د کورنۍ مسؤل باید پرې تاکید وکړئ، اسلام د ژوند په هره مرحله کي د خپل اولاد د روزني لارښونه کړی ده، بلکي له نطفې څخه نیولې تر جنین،  پیدایښت، ماشومتوب او د ژوند تر پایه یې ځانګړې لارښوني کړي دي. د کورنۍ د جوړښت په شروع کي د ماشوم پلار ته شرعي حکم دئ چي نیکه، صالحه او ښه نسب لرونکې ښځه وټاکي، تر څو په راتلونکي کي ستاسو د اولاد سالمه روزنه وکړي، ځکه  څوک چي د کښت کولو لپاره اراده وکړي؛ نو د هغه لپاره ښه ځمکه انتخاب کړي، تر څو ښه کښت وکړي، همدارنګه د انسانیت د کښت لپاره الله جل جلاله ښځه پیدا کړې ده، ځکه ښځه د انساني نسل د بقا وسیله ده او راتلونکی کورنۍ نظام له همدې ښځي پیلیږي، د کوچنیانو روزنه، پالنه به همدا ښخه کوي، کله چي ماشوم نړۍ ته سترګي پرانیزي، نو اسلام د ماشوم په غوږونو کي د اذان کول مستحب کړي، تر څو د ژوند په شروع کي یې د الله جل جلاله د وحدانیت اواز  بیا تر وفاته په غوږونو کي وي او همداسي نور سنت کارونه د ماشوم د  پیدایښت په خاطر ترسره کول، کله چي ماشوم اوه کلنۍ ته رسیږي، نو بیا د اسلام حکم دئ چي تاسو ورته د لمانځه کولو حکم وکړئ او که تر لس کلنۍ یې په لمانځه کي سستي  کوله بیا یې د ادب په خاطر په لمانځه نه کولو باندي ووهي او په بسترو کي یې له نورو خویندو او وروڼو جدا ویده کړئ، نو د خپلو اولادونو د تربیت همدا لارښوني دي، چي په راتلونکي کي یې د بې لارۍ او انحراف مخه نیول کیږي او د دې ترڅنګ باید د اسلام په لومړنیو مسائلو پوه کړئ، لکه عقیده، ایمان، نیک اخلاق او د نورو حقوق په پام کي نیولو لارښونه ورته وکړئ.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته