تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که ګناه پرې نږدو نو عام عذابونه به راسي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 24, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

که ګناه بنده نکړو نو عام عذابونه به راسي


عَنْ هُشَيْمٍ وَإِنِّى سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ: مَا مِنْ قَوْمٍ يُعْمَلُ فِيهِمْ بِالْمَعَاصِى ثُمَّ يَقْدِرُونَ عَلَى أَنْ يُغَيِّرُوا ثُمَّ لاَ يُغَيِّرُوا إِلاَّ يُوشِكُ أَنْ يَعُمَّهُمُ اللَّهُ مِنْهُ بِعِقَابٍ.(سنن ابي داود۴۳۴۰)


ژباړه: هشيم وايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې: هر قوم چي ګناهونه پکښې كيږي بيا دوی يې د تغيير توان هم لري؛ خو تغيير نه وركوي نو ډېر ژر به الله پاك ورباندي عمومي عذاب راولي. 

 

 توضيح: هرڅوك چي په خپلي ټولني كي يو جرم او يا يوې ګناه ته تغيير وركولای سي؛ خو نه يې وركوي، په خپلي ټولني كي مجرم او ګناهكار ګيرولای سي؛ خو نه يې ګيروي، د غله، انسان تښتوونكي، زناكاره او نورو مجرمينو مخه نيولای سي؛ خو نه يې نيسي، ‌نو الله پاك به ورباندي عمومي عذاب راولي او کله چي عمومي عذاب راسي بيا نو بېله توپيره ټولو ته رسيږي.


 درس: په اسلامي ټولنه کي بايد هر څوک د ګناه د بندولو او مخنيوي لپاره کار وکړي؛ خپله دي هم د ګناه کولو څخه لاس واخلي او نور خلګ دي هم د ګناه کولو څخه را وګرځوي.

 

اوس چي اسلامي نظام حاکم دی او د منکراتو د مخنيوي لپاره په هر ولايت کي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رياست جوړ دی د هر مسلمان دا وظيفه ده چي د ياد رياست سره د منکراتو په مخنيوي کي لازمه مرسته او کومک وکړي تر څو مو خپله وظيفه هم سر ته رسولې وي او د الله تعالی د عذابونو څخه هم نجات پيدا کړو.

 

 www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته