تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلایل: د نبوت او دليل پېژندنه (۱)
  تعلیم الاسلام
  July 31, 2016
  0

لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


نبوت په لغت  کې 
 نبوت د نبأ د لفظ څخه مشتق دي چي معني يې خبر دی، لکه الله  تعالی  چي فرمايي:
(
عَمَّ يَتساءَلُون عن النَّبَإِ العظيم. ) (۱)
له څه شي څخه پوښتنه كوي ( كفار) يوله بله، پوښتنه كوي ( كفار) د لويې خبرې.

او نبي هم د الله  تعالی  لخوا خلګو ته خبر رسوي.


او که دا لفظ د نَبوَءة څخه اخذ سي چي د مځکې  څخه د لوړوالي په معنی دی نو مطلب دا چي نبي پر ټولو مخلوقاتو مشرف دی.(۲)

په اصطلاح  کې
 نبوت د الله له لوري خلګو ته وحي تبليغول او د نبي مقام او د هغه ټولو مميزاتو او ځانګړتياوو ته هم وايي.


او رسول د ارسال څخه مشتق دی چي توجيه او بعث ته وايي.

نبي او رسول د هغه مقدس او معصومي هستی نوم دی چي الله  تعالی  وخپلو بنده ګانو ته د خپلو وحيو د رسولو لپاره راليږلي وي.(۳)


د نبي او رسول ترمنځ فرق
د رسول او نبي په تعريف  کې  مختلف اقوال دي:
رسول: هغه دی چي مخاطبينو ته نوی شريعت رسوي.
نبي: هر پيغمبر ته نبي وايي، که نوی شريعت او کتاب ورکول سوی وي او که نه وي. د مخکني کتاب تابع وي.(۴)


په دغه اعتبار سره هر رسول نبي دی (ځکه وحي ورته سوي دي) خو هر نبي رسول نه دی (ځکه نوی شريعت نه تبليغ کوي).

د دليل پېژندنه

دا چي د مقالې عنوان د نبوت دلایل دي نو لومړی به دلیل وپېژنو.


دليل په لغت  کې  مرشد، رهبر يا لارښوود ته وايي او هغه شي ته وايي چي استدلال په کيږي. یا هغه شی چي څوک د یو شي پېژندلو او معرفت ته رسوي. جمع يې دلائل يا ادلة بلل کيږي.


دليل ته برهان، بينة، حجت، شاهد، علامه او اثبات هم وايي.

دليل دې ته هم وايي چي څوک د يو شي پېژندلو ته رسوي. په قرانکريم  کې  هم ددې يادونه سوې ده:
(
مَا دَلَّهُمْ عَلَى مَوْتِهِ إِلَّا دَابَّةُ الْأَرْضِ. ) (۵)
نو هيچا خبركړې نه ؤ دغه پيريان په مرګ ددغه ( سليمان )


معجزه
د نبي يا رسول پر لاس باندي (د برحق نبوت د ثابتولو لپاره) هغه خارق العادت امر چي د عامو معمولاتو خلاف او د ظاهري اسبابو بغير ښکاره سي او ټول عالم د هغه د معارضې او مقابلې يعني د هغه مثل راوړلو څخه عاجزه سي. هغې ته معجزه وايي.(۶)  څو منکرينو ته دا خبره واضح سي چي دا شخص د الله  تعالی  لخوا غوره سوي دی چي دده د دښمنانو د عاجزه کولو د پاره الله  تعالی  د غيبو څخه دا معجزه ښکاره کړه...

ارهاص
د ارهاص په اړه د لغت علماء لي کې : (الأمر الخارق للعادة يظهر للنبي قبل بعثته.  ) (۷)
يعني ارهاص هغه خارق العادت امر دی چي د نبي لپاره د بعثت مخ کې  ښکاره کيږي، لکه نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  ته چي به د نبوت تر مخه درختو او ډبرو سلام کاوه.

استدراج
 استدراج دې ته وايي چي الله  تعالی  يو ګناه کار بنده ته مهلت ورکړي، نعمتونه نور هم ور ډير کړي کله چي هغه په ګناهونو  کې  ترقي وکړي، الله  تعالی  يې ناڅاپه په عذاب ونيسي.

کرامت
 کرامت هم يو خارق العادت امر دی خو په تحدي يا ننګونه پيوست نه دی. دا د يوه ولي لپاره کرامت دی ، همدا د ولي کرامت خپله د نبي عليه السلام د صدق نښه ده ځکه د تابع کرامت اصلاً د متبوع کرامت دی.(۸) 

 د دليل او معجزې ترمنځ توپير
د معجزې او د نبوت د دليل يا علامې توپير دا دی چي دليل يا علامه عامه ده، هر هغه دليل ته وايي چي د حضرت محمد 
  نبوت په ثابتيږي او صدق يې ښکاره کيږي بېله دې چي په کوم شرط مقيد سي، مثلاً دده مبارک په بدن  کې  ځانګړي علامې او يا په مخکنيو کتابونو  کې دده  د راتګ زيري او د صفاتو يادونه. دې ته د نبوت دلايل وايي چي ددې رسالې موضوع ده.

 علامه ابن حجر عسقلاني  فرمايي چي معجزه خاص ده. په معجزه  کې  مکذبينو ته ننګونه او تحدي ورکول کيږي مثلاً: که دا معجزه ښکاره کړم ايا تاسو زما صدق تصديق کوي؟ او يا هغه څوک چي نبي ته ننګونه ورکوي داسي ووايي: ستا تصديق تر هغه نه کوم څو هغه کار ونه کړې او متحدي به شي به داسي وي چي په جاري عادت  کې  بشر ورڅخه عاجزه کيږي. دغه دواړوه ډولونه (دليل يا علامه او معجزه) د نبي کريم    په اړه ثابت سوي دي او معجزه ځکه ورته وايي چي د چا په وړاندي ښکاره سي هغه يې د معارضې څخه عاجزه کيږي. د نبي کريم ﷺ  تر ټولو مشهوره معجزه قرانکريم دی...(۹)


۱: سورة النباء: ۲
۲: لسان العرب: محمد بن مكرم بن منظور الأفريقي المصري، الناشر : دار صادر – بيروت. ج۱، ص۱۶۲
۳: تعليم العقائد: مفتي طاهر محمود، ژباړه: فضل الحق حقاني، ناشر: مکتبة القرأة والتجوید- کوټه، ص ۳۳
۴: تعليم الاسلام: مفتي کفايت الله دهلوي رحمه الله، ناشر: الطاف اينډ سنز، ص۲۸
۵: سورة السباء: ۱۴
۶: تعليم العقائد: ص۴۶
۷: معجم الوسيط: إبراهيم مصطفى ـ أحمد الزيات ـ حامد عبد القادر ـ محمد النجار، ناشر: دارالدعوة. جزء: ۱، ص۳۷۷

۸ : شرح الفقه الاکبر: للعلامة ملا علي القاري، ناشر: دارالکتب العربية الکبري، مصر. ص۶۹
۹ : فتح الباري شرح صحيح بخاري: أحمد بن علي بن حجر أبو الفضل العسقلاني الشافعي، ناشر: دارالمعرفة-بيروت، ج: ۶، ص۵۸۱

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته