تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې په احترام ژمنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 14, 2024
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د روژې په احترام ژمنه


راسئ ژمنه وکړو، چي پدې روژه کي به يوه ثانيه هم د الله تعالی په نافرمانۍ او غفلت کي نه تيروو!


۱) روژه د ايمان او اخلاقو د تزکيې مياشت ده.


۲) ټول هغه جرمونه چي د روژې څخه مخکي منع او حرام دي، په روژه کي هم منع او حرام دي. يعني د اعمالو د جواز او عدم جواز په اساس د روژې ورځ او شپه فرق نلري. په روژه کي د شپې هغه درې چاري(خوراک، څيښاک او د زوجينو ترمنځ اړيکي) د انساني ضرورتونو له وجهي جائزي دي، دا پدې معنی نده، چي نور حرام اعمال هم خلک کولای سي(نعوذبالله).


راسئ بله ژمنه هم وکړو!


 د غير ضروري او زيات خوراک او څيښاک څخه به ځانونه وساتو، تر څو:


۱)  له يوه اړخه د روژې نتيجه پوره حاصله کړو؛ ځکه زيات او قوي خوراک مو ذهن غافله کوي په تفکر او عبادت کي لټي ايجاديږي، شهوت پاروي او....


۲)  له بله اړخه به مو د خپل جسم سره احسان کړی وي؛ ځکه جسم د زياتو او قوي خوراکونو په هضم، جذب او مصرف کي ستونزي ګالي.
۳)  او بل به مو دغو اسلام دښمن او انسان ضد عناصرو ته ګټه نه وي رسيدلي، چي پدغو مبارکو او سپيڅلو شپو او ورځو کي د ضروري او ارتزاقي موادو نرخونه لوړوي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته