فتوا: که واده نه وي سوی د ښځي مهر...
نوم:محمد نسیم نسم
د اوسېدو ځاى(کندهار افغانستان)
سوال : عمر خپله لور اسماء د زید زوي احمد ته په شرعي مهر په نکاح ورکړه عمر نیم یا یو څه تر نیم زیات مهر زید ته ورکړی دی اوس چي د واده شپې را نژدې سوې اسماء یو چا وتښتول عمر وايي که چیري اسماء بیرته پیدا سي زه ئې نوره نه غواړم، او هغه پیسې چي ما ورکړي دي زه ئې غوښتونکی یم زه خپل زوی ته بله ښځه غواړم د شریعت له نظره دا څنګه ده؟
جواب : حامداً و مصلياً
په یاد سوي صورت کي که احمد و اسماء ته طلاق ورکړي او پری ئې ږدي اسماء د ټاکل سوي نیم مهر یا ولور حقداره ده، هغه نیم مهر یا ولور چي اسماء یا د اسماء پلار عمر قبض کړي او اخیستي دي هغه د اسماء حق دی احمد یا د احمد پلار ئې د غوښتلو حق نه لري البته که ئې تر نیم مهر زیات اخیستي وي هغه بیا د احمد حق دی هغه کولای سي چي تر نیم مهر زیاته اندازه پیسې بیرته ورڅخه واخلي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): واللمطلقة قبل الدخول نصف المفروض. تاتارخانیة: ج۴، ص۲۲۰.
(۲): باب فی بیان حکم المهر وما یجب لها بالطلاق قبل الدخول.
و یجب نصف مهر بطلاق قبل وطی او خلوة. الدر باب المهر: ج۳، ص۱۴۰.
(۳):وإن طلقها قبل الدخول بها والخلوة فلها نصف المسمى. هدایة: ج۲، ص۳۰۴.
(۴): عن ابن عباس رضی الله تعالی عنه فی قوله تعالی: وإن طلقتموهن من قبل أن تمسوهن، و قد فرضتم لهن فریضة فنصف ما فرضتم فهو الرجل یتزوج والمس الجماع فلها نصف الصداق ولیس لها اکثر من ذلک. بیهقي: ج۱۱، ص۴۷، النکاح باب الرجل یخلو بامراة ثم یطلقها. رقم:۱۴۸۳۵.
(۵): اگر نکاح کے وقت مهر مقرر ہوا هو تو طلاق قبل الدخول کی صورت میں نصف مهر مسمی لازم ہے. فتاوی حقانیة: ج۴، ص۳۵۵.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان