تازه سرليکونه
د (ستر شخصيتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اصحابو (رض) د ژوند پلوشې (۱ برخه)
 
  February 14, 2012
  0

مؤلف:دوكتور عبدالرحمن رافت باشا

ژباړه:محمد ګلاب بشار
 
رالېږنکی: عبدالله ناصري جواد

۱ بـــرخه 

داصحابو رضی الله تعالی عنهما د صفاتو او فضایلو په باب  قرآني آيت

(محمد رسول الله والذين معه اشداء على الكفار رحماء بينهم ترهم ركعاً سجداً يبتغون فضلاً من الله و رضواناً سيماهم فى وجوههم من اثر السجود ذالك مثلهم فى التوراة و مثلهم فى الانجيل كزرع اخرج شطأه فأزره فاستغلظ فاستوى على سوقه يعجب الزراع ليغيظ بهم الكفار وعد الله الذين امنوا و عملوا الصلحت منهم مغفرة و اجراً عظيماً).  الفتح-29

ژباړه: محمد(صل الله عليه وآله وسلم)د الله رسول دی او هغه کسان چي د ده سره دي سخت دي پر کافرانو باندې او زړه سوانده دي په خپلو منځو کي، وینې به ته دوئ په رکوع او سجده کي ، غواړي دوئ فضل له الله څخه او رضا،نخښې د دوئ په مخونو د دوئ  کي وي د سجدې له اثره، دغه (تیر اوصافو) مثال د دوئ دی په تورات کي او مثال د دوئ دی په انجیل کي ، لکه هغه کيت چي راوباسي څانګې خپلې ، بیا ملا ټینګه کړي، بیا پریړه سي (دغه څانګه) بیا ودریږي(دغه کيت) پر بیخونو خپلوباندې، په داسې حال کس چي تعجب ورولي بزګرانو ته چي قهر ورولي په دې سره کافرانو ته ، وعده کړې ده الله د هغو کسانو سره چي ایمان يې راوړی دئ او كړي يې دي ښه عملونه له دوئ څخه  د مغفرت او اجر ډیر لوی (چي د جنت ورکړه او د هغه رضا ده).      

د اصحابو رضی الله عنهما په باب نبوي حدیث  
( خیر امتي قرني ، ثم الذین یلونهم ، ثم الذین یلونهم ).                       
رواه البخاري و مسلم عن عمران بن حصین رضی الله عنه
ژباړه: زما د امت خورا غوره زما د خپلې پیړۍ ملګري دي ، بیا ورپسې راتلونکي کسان دي بیا د هغوی پسې راتلونکي کسان دي. ( لا یصلح آخر هذه الامة الا بما صلح به اولها )  (امام مالک رحمة الله )

درنو لوستونکو:
د نړۍ ټول مسلمانان که د نن ورځي دي او که د سبا ورځي دي دوئ ټول د پخوانیو مسلمانانو تر څنګه د محمدي صل الله علیه وسلم امت د سلسلې د لمړنیو کسانو هدایت او اصلاح د عظیم الشان قرآن او نبوي سنت په مشعلونو سره سوئ دئ او د هغوئ ژوند او عملونه بلکي د هغوئ د وجود او ژوند ټول اړخونه  په همدغو دوو اسلامي اصولو بنا دي او هغوئ په همدغه سبب او وسیلې د الله تعالی حقیقي او مقرب بنده ګان د ټولنې صالح او ګټور بنیادي عناصر، او د دنیا او آخرت د مادي او معنوي عزتونو او ښیګڼو خاوندان ګرځېدلي دي    همدا راز د محمد صل الله علیه وسلم د امت د وروستیو کسانو هدایت او اصلاح یوازې او یوازې په همدغو دوو اصولو سره کیدای سي او همدغه دوه اصوله د بشري افرادو او ټولنو د مادي او معنوي ښیګڼو او د دنیوي او اخروي کامیابیو او عزتونو تضمینونکي دي.           
 
                                                                 
د اسلامي مدرسې د لمړنیو مسلمانانو عقیده او ایمان د حقیقت په مبداء بناء وواو د هغو د حقیقت عقیده او ایمان په عملي توګه د هغو د شخصیت او وجود په ټولو اړخونو او د هغو د ژوندانه په ټولو ساحو کي تجلی کوله. د هغو د عقیدې او عمل تر منځه پوره مطابقت موجود وواو د هغوی ظاهر او باطن د اسلام په جامو اصولو او هدایاتو،اخلاقي کمالاتو او ارزښتنو ښکلئ او صفا وو او د هغوۍ د صفايي او ښه توب اسلامي جوهر د سقراط او افلاطون د فلسفې او حکمت د نظریاتو او ویناوو د ارسطو د اخلاقیاتو او د هغه عصر او زمان د چین،هند ، فارس، د مصر د اسکندریې، یونان او د نړۍ د نورو فلسفي او اخلاقي مکتبونو او مرکزونو په شان د اصلاحي ضعف او نقصان ،محدودیت او نیمګړتیا سره مخامخ نه وو بلکې هغوئ د حقیقي او عملي ایمان او د اسلامي ثابت او جامع مکتب خاوندان او د نورو د هدایت او سعادت د پاره د حقیقت په اسمان او فضا کي ځلانده ستوري او نه پټېدونکي حقایق او مشعلونه وه او د هغوی د ایمان او عمل په منځ کي پوره مطابقت او ملازمت موجود وو یعنې د هغوی ایمان: 

عملي ایمان وو په افعالو سره مخکي له خبرو څخه.                                           
عملي ایمان وو په زړونو سره مخکي له صورتونو څخه .                                   
عملي ایمان وو په ارواحو سره مخکي له مالونو څخه .                                       
عملي ایمان وو په ځانونو سره مخکي له اهل او اولاد څخه.                                 
عملي ایمان وو په هر ډول نعمت او هستۍ سره .                                              
عملي ایمان وو په هر ډول جهاد او قربانۍ سره.              
                                 
بلکئ عملي ایمان وو  د قرآن او سنتو په پوره تطبیق او متابعت سره او عملي ایمان وو د هر ډول ګناه او بدئ په پریښودولو سره .         
                                       
لمړنیو مسلمانانو اسلام د عقیدې ،عمل، دعوت او جهاد په ساحو کي ښه پېژندلئ وو. او دغه حقیقت يې پر خپلو افکارو ، اخلاقو، خبرواو ژوند حاکم ګرځولئ وو او هغوئ مخکې له دې چي د قرآن ښودنه نورو ته وکړي، په قرآن يې ښه ځانونه پوهولي وه او د هغه پر هدایاتو او احکامويې پوره عمل کړئ وو .           
                               
بل دغه مخکیني مسلمانان پردې ښه پوهیدل چي د حق او واقعي ایمان میوه رښتینی محبت دی او د دغه محبت لپاره هم حقوق سته او هم واجبات سته، البته د محبت حق دا دی چي د محبوب متابعت وسي او د احکامو او هدایاتو په اساس يې ژوند بناء سي او پر هغو باندې عمل وسي او د محبت له واجباتو څخه دا دي، چي د محبوب د رضا او خوښئ د حصول په لاره کي هر ډول سختۍ او تکلیفونه وزغمل سي او هر ډول ایثار او قربانۍ ته غاړه کیښودله سي په دغه اساس پخوانیو مسلمانانو د ریښتیني محبت اساسات او مقتضیات په ښه توګه پیژندلي وه او د خپل ژوندانه ټولې چارې يې د حق او واجب په اساس او معیار سره ګرځولې وه . 
                                 
همدغه د اسلام د مدرسې لمړني رښتیني مسلمانان دي چي دوی د الله تعالی او د هغه د رسول صل الله علیه و آله وسلم سره ډیر محبت او ښې دوستئ په اساس او دا چي الهي پیغمبر د حق او هدایت لوی مشعل، د سعادت او د عزت د لارو او عواملو ښه لارښود دئ له هر تکلیف او مصیبت، خطر او ضرر څخه په امن وي په خپلو ځانونو سره يې د دغو ټولو مخه نیوله او دهغه د پاره به د نجات او سلامتیا  ډال او سنګر ګرځیدل.  
دا حضرت ابو بکر الصدیق رضې الله تعالی عنه دی چي کوم وخت الهي پیغمبر صل الله علیه و آله وسلم سره د هجرت په لاره کي ملګرتیا کوي او دواړه د غار ثور په لور روان دي نو په لاره کي کله د الهي پیغمبر ترمخه، کله ترشا يې ، کله ښۍ خوا ته يې او کله کیڼ خوا ته يې سي او څه وخت چي الهي پیغمبر ورڅخه  د دغه کار د سبب پوښتنه کوي نو ورته داسې وایي. 

(یا رسول الله!اذکر الرصد فاکون امامک، و اذکر الطلب فاکون خلفک، ومرة عن یمینک، و مرة عن شمالک لا آمن علیک.) اې د  الله رسوله ! ستا په باب د دښمن ترصد (پټ ځاى کي د دښمن کیناستل) راپه یادسي نو ستا تر مخه کیږم اوچي درپسې د دښمن لټه راپه یاد سي، نو ستا تر شا کیـــږم او کله چي ستا ښۍ خوا او کله ستا کیڼې خوا ته کیږم ځکه ستا په باب (د دښمن له ویرې) اطمینان نه لرم .
 
نو الهي پیغمبر صل الله علیه و آله وسلم ورته وفرمایل:
(یا ابا بکر! لو کان شیء احببت ان یکون بک دوني)؟ اې ابو بکره! که چیرې څه وي نو ایا ستا خوښیږي چي تا ته ورسیږي او زه بچ اوسم ابو بکر رضی الله عنه وویل:                                                                      
(نعم،والذي بعثک بالحق.)                                                                          
هو،پر هغه ذات قسم چي ته يې په حقه سره رالیږلئ يې .                                     
                                    
بلکه همدغه د اسلام ستر شخصیت دئ چي د الله جل جلاله او د هغه د رسول صل الله علیه و آله وسلم د رضا او د اسلام او مسلمانانو د خیر او مصلحت د پاره خپل ځان ، خپل اهل او اولاد او خپله ټوله شتمني او هستي يې وقف کړې ، په حقه لاره کي د ایثار او قربانئ د ستر عنوان او لقب ګرځېدلئ دئ .                                        
بل د الهي پیغمبر (صل الله علیه وسلم) په باب د ملګرتیا دایثار او پیرزوینې ډیر مثالونه سته او مونږ په دغه باب د یوه بل مثال چي حضرت خبیب او حضرت زید (رضی الله تعالی عنهما) دي چي ورڅخه داسې یادونه کوو. 
ابن هشام د یوم الرجیع (د رجیع ورځ)(‎‎رجیع د حجاز په ځمکه کي د هذیل د قبیلې اوبه دي) داسې یادونه کوي ابن اسحاق ویلي دي:           
                                   
د (عضل )او (القاره)د خلکو یوه ډله حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم  ته راغله او ورڅخه يې د دین او قرآن د تعلیم په غرض د څو تنو اصحابو د لیږلو غوښتنه وکړه،هماغه وو چي الهی پیغمبر صل الله علیه و آله وسلم د خپلو اصحابو شپږ تنه :مرثد بن ابى المرثدالغنوي،عاصم بن ثابت بن ابي الافلح،خبیب بن عدي،زید بن دثنه بن معاذ،خالد بن البکیر اللثي او عبدالله بن طارق د هغو سره ولیږل او د دغو شپږو امیر يې مرثد بن ابي المرثد الغنوي وټاکه کله چي دوی الرجیع ته ورسیدل نو قوم د دوئ سره خیانت وکړ او د هذیل څخه يې مرسته وغوښته او د هذیل خلکو له دوی څخه توري واخستلې او په دغه وخت دوی خلکو ته وویل :   
 
والله ما نريد قتلكم ولكنا نريد أن نصيبكم شيأ من اهل مكة و لكم عهدالله و ميثاقه ان لانقاتلكم. 

په الله سوګند ،مونږ ستاسې وژل نه غواړو بلکه مونږ دا غواړو چي تاسې ته د مکې له خلکو څخه څه برخه در په برخه کړو او تاسې ته د الله عهد او میثاق سته چي مونږ به تاسې نه وژنو. 
 
 مګر قوم د دوئ خبره ونه منله ، همهغه وو چي قوم د دوئ سره وجنګیدل او له مسلمانانو څخه یوازي عاصم بن ثابت رضی الله عنه د قوم سره وجګیدئ او د څبلو دوو ملګرو (خالد او مرثد)رضی الله عنهما سره په شهادت ورسید او بیا کله چي قوم په ظهران کي وو نو په دغه وخت عبدالله بن طارق رضی الله عنه خپل لاسونه له رسۍ څخه خلاص کړل او توره يې په لاس ونیوله نو قوم په تیږو سره په شهادت ورساوه او له شپږو تنو ملګرو څخه پاته دوه تنه (خبیب او زید )رضی الله عنهما يې مکې ته بوتلل او دواړه يې په مکه کي د مريي په توګه خرڅ کړل، همهغه وو چي صفوان بن امیه زید رضی الله عنه په بیه واخست څو هغه د خپل پلار په بدل کي په شهادت ورسوي. 

ابن اسحق وایي:                                                                                       
صفوان زید بن دثنه رضی الله عنه د خپل مريي سره چي نسطاس نومیده د التنعیم سیمې ته ولیږه څو هلته يې له حرم څخه د باندې په شهادت ورسوي په دغه وخت د قریشو خلک چي ابو سفیان هم پکښې وو د زید رضی الله عنه  تماشې ته راغونډ سول نو ابو سفیان  له وژلو څخه مخکې زید ته داسې وویل:                                     
انشدک الله یا زیدا!اتحب ان محمد ص عندنا الان فی مکانک نضرب عنقه و انک فی اهلک ؟

 اې زیده ! تاته په الله سره څوګند درکوم چي ایا ته په دې خوښ يې چي محمد ص زموږ په نزد ستا پر ځاى وای او مونږ د هغه  ........او ته پخپلې کورنۍ کي وای ؟
زید رضی الله عنه وفرمایل: 
 
والله ما احب أن محمداًص الأن فی مکانه الذی هو فیه تصیبه شوکة تؤذیه و انی جالس فی اهلی.            
په الله سوګند زه دا نه خوښوم چي محمد صلى الله علیه و آله وسلم اوس ژما پر ځاى وي او ورته د ازغي ضرر هم ورسیږي او زه په خپل کور کي ناست اوسم. ابو سفیان چي له زید رضی الله عنه څخه د قوي ایمان پوره ثبات او لوی ایثار خبره واوریدله نو وې ویل:

ما رأیت من الناس احداً ایحب احداً کحب اصحاب محمد، محمداً (صل الله علیه وسلم)
ما له خلکو څخه داسې څوک ونه لید ه چي هغه یو تن دوست وګڼي لکه څه ډول چي د محمد ملګري، محمد دوست ګڼي، بیا هغه وو چي زید رضی الله عنه د نسطاس له لاسه په شهادت ورسید او د الله تعالی په لاره کي د شهادت د لوړ مقام او ډیر اجر او ثواب خاوند وګرځید.  

(انا لله و انا الیه راجعون) رضی الله عنه و ارضاه و اسکنه جنت الفردوس الاعلی. 
ان شاءالله نور بيا...                    
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته