تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- نيت په خوله ضروري دی که په زړه؟
 
  February 24, 2012
  0

 سوال : په ټولو عبادتونو كي نيت په ژبه ويل ضرور دئ او كه يوازې د زړه نيت كافي دئ؟


د سوال کونکي نوم : صادق ارمان 

جواب : د هر عبادت له پاره چي نيت فرض دئ د هغه څخه مراد د زړه نيت دئ ځکه نيت د زړه قصد او ارادې ته وايي نو د هر عبادت د پاره د زړه نيت کفايت او بسنه کوي .
په فقه الاسلامي کي وايي : محل النية باتفاق الفقهاء وفي كل موضع القلب وجوباً، ولا تكفي باللسان قطعاً، ولا يشترط التلفظ بها قطعاً .
 
 ژباړه : د ټولو فقهاوو په آند په هر عبادت کي د نيت ځاى په حتمي ډول زړه دى ، د ژبي نيت هيڅکله هم کفايت نه کوي او نه هيڅکله هم په ژبه نيت ويل د يو عبادت له پاره شرط دئ.  
 
وهل يستحب التلفظ بها أو يسن أو يكره فيه أقوال اختار في الهداية الأول لمن لا تجتمع عزيمته  وفي الفتح لم ينقل عن النبي وأصحابه التلفظ بها لا في حديث صحيح ولا ضعيف وزاد ابن أمير حاج ولا عن الأئمة الأربعة وتمامه في الأشباه في بحث النية ( ردالمحتار )

په ردالمحتار کي وايي : ايا په خوله د لمانځه نيت ويل مستحب کار دئ او که سنت يا مکروه کار دئ ؟ پدې کي مختلفي ويناوي دي په هدايه کي يې د هغه کس له پاره د خولې نيت مستحب بللى دئ، چي قصد يې نسي برابرېدلاى او د هدايې په شرح فتح القدير کي وايي : د لمانځه نيت په خوله ويل د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه نه دئ رانقل سوئ ، نه په صحيح حديث او نه په ضعيف حديث او ابن اميرحاج دا خبره هم پر زياته کړې ده، چي د لمانځه نيت په خوله ويل د څلورو امامانو يعني ابوحنيفه ، مالک ، شافعي او احمد رحمة الله عليهم څخه هم نه دئ رانقل سوئ ، بشپړ معلومات د الاشباه د نيت په بحث کي ذکر سوئ دئ.   

د يادوني وړ ده ، چي ځني مشايخ د لمانځه نيت په خوله ويل د زړه و نيت او ارادې ته د پام را اړولو لکبله د بې پامه او غافلو کسانو له پاره جايز ګڼي د هغوى مقصد دا نه دئ چي مثلا د ماپښين له پاره داسي نيت ووايي : نيت مي دى د زړه په اخلاص ، لمونځ کوم څلور رکعتونه د نن ماپښين فرض لمونځ ، اقتدا مي ده په دې حاضر امام پسي په اوداسه ولاړ يمه مخ مي دى پر لوري د کعبې شريفي، ځکه په نيت کي د رکعتونو شمېر ، اخلاص ، اودس مخ پر قبله درېدل په اخترو کي زوايد تکبيرونه يادول په هيڅ معتمد کتاب کي ندي رانقل سوي بلکي که څوک بې پامه او غافل وي نو د زړه د ارادې د سمون او توجه له پاره دي په خوله په لنډ ډول داسي ووايي : د نن ماپښين فرض لمونځ ادا کوم که د ماخستن لمونځ وي نو داسي دي ووايي : د نن ماخستن فرض لمونځ ادا کوم .

ځيني داسي کسان لا هم سته چي د خولې نيت د هغوئ له پاره د وسوسو لکبله عذاب جوړ سوئ وي د خولې نيت د غلطۍ او وسوسې لکبله تکراروي آن تر دې چي د ځينو کسانو څخه د نيت تړلو پر مهال رکعت هم تيريږي د دې ډول کسانو له پاره دا حتمي او لازمي ده چي په خوله هيڅ نيت و نه وايي، ځکه د دوى د پاره په خوله نيت ويل د شيطان لومه ده اوپکښي شکېلوي يې داسي کسان بايد په خوله هيڅ و نه وايي بلکي د زړه په نيت بسنه وکړي ، په مسجد کي چي و صف ته د کوم لمانځه په نيت ولاړيږي يا د صف پر لور حرکت کوي همدا يې د لمانځه د نيت له پاره کفايت کوي او د امام  دتکبير وروسته  دي سمدستي  الله اکبر وايي . (و الله اعلم )
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه- د دارالافتاء څانګه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته