تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پیغلي اجازه
 
  March 2, 2012
  0
د بالغي او عاقلي نجلۍ نکاح د هغې په اجازه تړل کیږي ، البته بالغه نجلۍ که پېغله وي یعني تر اوسه یې د چا سره نکاح او واده نه وي سوى ، دا یې د نکاح لومړی ځل وي دا ډول ښځي ته بِکر وایي .
 
د پیغلي څخه چي څه مهال اجازه اخیستل کیږي ، که دا د اجازې په وخت کي پټه خوله سي او هیڅ و نه وایي دا سکوت او پټه خوله پاته کېدل یې هم اجازه بلل کیږي . ځکه پیغلي د حیاء او شرم لکبله په خوله نه سي ویلای چي دا په دې نکاح راضي او خوښه ده .

همدا ډول که د ژړا لکبله یې تر سترګو اوښکي وبهیږي نو دا د پټي خولې ژړا یې هم د رضا او خوښۍ دلیل او نښه بلل کیږي . البته که په خوله نکاح رد کړي او اجازه ورته ور نه کړي نو بیا یې نکاح نسي تړلای او که د اجازې څخه وړاندي یې نکاح ورتړلې وي هغه په ردولو باطلیږي.

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته