تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبي علیه الصلاة والسلام او ماشومان
  تعلیم الاسلام
  March 13, 2022
  0

ليکنه: مولوي محمد نادر حنفي 

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 رسول الله  صلی الله عليه وسلم  فرمايي : مَا مِنْ مَوْلُودٍ إِلاَّ يُولَدُ عَلَى الْفِطْرَةِ فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ وَيُنَصِّرَانِهِ وَيُمَجِّسَانِهِ كَمَا تُنْتَجُ الْبَهِيمَةُ بَهِيمَةً جَمْعَاءَ هَلْ تُحِسُّونَ فِيهَا مِنْ جَدْعَاءَ ».

ژباړه : هر زېږېدونکى ماشوم پر اسلامي فطرت زېږي خو وروسته يې بيا مور اوپلار ( د محيطي تاثير په وجه ) يهودي ، نصراني او مجوسي  ورڅخه  جوړوي  ر سول الله  صلی الله عليه وسلم  محيط د دې تا ثير لپاره يو مثال وړاندي کوي ، لکه څه ډول چي يو حيوان روغ رمټ له خپلي موره زېږي نو د هغه نه پزه اونه هم غوږ پرې وي ، خو د زېږېدني وروسته يې غوږ يا پزه خلک ور پرېکوي .
 
       مسلمان ماشوم ، چي د يهودي په کور کي رالوى سي يو سرسخته يهودي ځني جوړېږي او د نصراني په کور کي بيا د عيسويت  ددين پر عقيده را پورته کېږي  او د مجوسي د کور څخه بيا همداسي  را  واخله  چي د اور عبادت کونکى ورڅخه جوړ سي ،دا ځکه چي هلته هم دا ډول دعوت روان دئ او دغه ماشوم د همدغه  دعوت په نتيجه کي هغه لاره  خپلوي کوم  چي د دوئ مشران ورباندي روان وي ، ماشوم په خپل چاپير يال کي چي څه ويني او  اوري بس هغه ته په خپل ذهن او دماغ کي ځاى ورکوي او د هغه سره مينه او محبت پيدا کوي . 
 
          مسلمانه  وروره ! موږ  او تا سي بايد خپل اولادونو ته ځير سو تر څو د هغو په ذهنونو کي وهغه څه ته ځاى ورکړل سي چي موږ او تاسو ته په نبوي احاديثوکي بيان سوي  دي . نبي عليه السلام فرمايي :  ستاسي  اولادونه  چي کله (٧) کلن سي پر لمانځه يې امر کوى او کله چي (١٠) کلن سي او لمونځ يې نه کاوه نو و يې و هئ . ( رواه ابوداود ) 
 
      د دي وينا څخه معلومه سوه چي کله زموږ او لادونه (٧) کلن وي بايد چي د دوئ لمونځ  زده وي ، مخکي لا ورسره د لمانځه په هکله کوښښ سوئ وي او  دلمانځه طريقه ، فرايض ، واجبات او مفسدات مو ورته ښوولي  وي ، دا په دا سي حال کي ،  چي موږ د خپلو او لادوسره   ډېره بېغوري کوو و لوبوته مو خوشي کړي وي ، د دوئ  د ساتيري لپاره ډول ، ډول شيان ورته رانيسو ، د کالو ، د خوړو او د نا جوړۍ په باره کي يې ډېر متوجه يو  مګر  د لمانځه  او عقيدې  هيڅ  خيال يې زموږ سره نه وي . 
 
عبدالله بن عمرو بن العاص  رضي الله عنه  وايي : پر ما باندي دوې جامي  چي په ژړ رنګ رنګ سوي وې نبي عليه السلام وليدې او راته وې ويل : (امک امرتک بهذا )  يعني ايا  مور په دې رنګ  جامو دا امر در ته کړى  چي تا اغوستي دي ،  ما ورته وويل  : چي پرې يې  منځم ،  هغه  مبارک راته و فرمايل (بل احرقها ) يعني وه يې سوځوه . 
او بيا يې راته  و فرمايل :  إِنَّ هَذِهِ مِنْ ثِيَابِ الْكُفَّارِ فَلاَ تَلْبَسْهَا ».
ژباړه : دغه جامې د کافرانو دي مه يې اغونده . ( رواه مسلم ) 
 
        په دې  حديث  شريف کي  و موږ ته يو لوى سبق را کړل سوئ دئ ، چي د خپلو اولادونو و لباس ته مو هم بايد فکر وي په خاص ډول  و زنانه اولادو ته ، چي هغوئ له تلويزون څخه رنګا رنګ کفري موډونه او لباسونه زده کوي او بيا وروسته  و خپلو انجونو ته هغه ډول کالي او جامې ور اغوندي . دغه زنانه خو  پو هيږي ، چي موږ خو مسلمانان  يو  نو  موږ بايد هغه ډول موډونه استعمال نه کړو کم چي غير مسلماناني ښځي يې استعمالوي . 
 
       عمر بن ابى سلمة  رضي الله عنه  وايي :  زه يو کوچنى هلک وم ، د نبي عليه السلام په کور کي او سېدم ( نوموړى د نبي عليه السلام بچندر وو ) دى وايي : چي کله به پر ستر خان د ډوډۍ خوړلو لپاره کښېنستم او خواړه به مي خوړل  نو زما لاس به په کاسه کي د يو شي د را اخستلو له پاره يوې او بلي خواته غځېدئ ،کله  چي  به په دې حالت کي د نبي عليه السلام را ته فکر سو نو به يې راته وويل : ( ياغلام سم الله و کل بيمنيک و کل مما يليک)
 
 ژباړه : اې کوچنيه ! بسم الله  ووايه ، په راسته لاس او د خپل مخ څخه يې خوره ، دى وايي چي همېشه بيا زما دغه رنګه خوراک وو ( رواه بخاري ) 
 
 
په دې حديث شريف کي بيا  والدينوته د خپلو اولادونو په هکله ډېر لوى سبق ورکړل سو ، چي د خپلو اولادو د آدب او دښو اخلاقو د پيداکېدو ډېري هڅي به کوي  ، چي هغوئ په نبوي اخلاقو سمبال سي تر څو په اسلامي طريقه باندي خوړل او چيښل وکړي ، نه يوازي دا چي د خپلو اولادو په فکر کي به ياست ، بلکي ستاسو په کور   کي  چي ستاسو د دوستانو څخه هر ماشوم  ژوند کوي ، د هغو د ادب  او تربيې ډېر فکر به کوئ ، دا ځکه چي په تېر حديث شريف کي عمر بن ابى سلمة رضي الله عنه  د نبيعليه السلام زوئ نه وو بلکي د خپلي ښځي يې وو ، چي د هغې دبل خاوند څخه  سوئ وو( بچندر يې وو ) مګر نبي عليه السلام و غوښتل ، چي هغه ته د ډوډۍ خوړو ادب ور  زده کي  نو وهر مسلمان ورور او خور ته په کار ده چي بايد و خپلو اولادوته اسلامي تر بيه ور کړي .
 
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۷ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته