تازه سرليکونه
د (زريني کرښي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي پو هانو پخې ويناوي (۲ برخه)
  تعلیم الاسلام
  March 22, 2012
  0
شقيق بلخي رحمة الله علیه فرمايلي دي: که څوک غواړي چي ټول عمر خوشحاله وي نو هغه دي خوري چي پيدا يي کړي، هغه دي اغوندي چي لري يې او په هغه څه دي راضي سي چي الله پاک د ده په حق کي حکم کړيدي.
 
سلطان المشايخ نظام اولياه رحمة الله علیه ويلي دي:زکوة پر درې ډوله دئ:
 
اول د شريعت زکوة، هغه دى چي په دوو سوو درهمو کي پنځه درهمه خيرات کړې.
دوهم د طريقت زکوة، هغه دا دئ چي پنځه درهمه د ځان سره وساتي نور خيرات کړي.
دريم د حقيقت زکوة دئ هغه دادي  چي دوه سوه درهمه په لاس ورسي هغه ګړى يې خيرات کړي.
 
حاتم اصم رحمة الله عليه فرمايلي دي: څوک چي د څلورو شيانو پرته د نورو څلورو شيانو دعوه کوي، د ده دعوه باطله ده:
 
١- څوک چي د الله پاک د عبادت دعوه کوي او د حرامو شيانو څخه پر هېز نکوي دعوه يې باطله ده.
 
٢- څوک چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم د محبت دعوه کوي او مسکينان حقير او خوار ګني دعوه يې باطله ده.
 
٣- څوک چي د جنت دعوه کوي او خيرات نکوي دعوه يې باطله ده.
 
٤- څوک چي د دوزخ د بيري دعوه کوي او د ګناهونو څخه ځان نه ساتي دعوه يې باطله ده.
 
يو عارف فرمايلي دي: په کوچنيانو کي پنځه خويونه دي که په لويانو کي وای نو دوی به ومرتبي ته په رسيدلي واى:
 
١- د رزق غم نه خوري.
٢- کله چي وبيريږي تر سترګو يې او ښکي وبهيږي.
٣- کله چي جنګ سره وکړي په زړه کي کينه نه ساتي.
٤- کله نا جوړه سي شکايت نه کوي.
٥- د راتلونکي په اميد سره شيان نه ذخيره کوي.
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته