تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مهر مُعجَّل او مهر مثل
 
  April 11, 2012
  0

 مهر مُعجَّل

ولور ته په عربي مهر وايي ، د نكاح د تړلو پر مهال يا د نكاح د تړون ترمخه چي د ښځي د پاره كوم مقدار ولور ټاكل سوى وي هغه ته د فقهي په اصطلاح كي مهر مُسمّي (مُسمّا ) وايي . 
د مهر مُسَمّى هغه مقدار چي بايد د واده دمخه ادا سي هغه ته مهر معجل وايي ، د مهر معجل تر ادايني دمخه سړى د خپلي ښځي د را ودولو غوښتنه نسي كولاى .

مهر مثل
 که په نكاح كي ولور و نه ټاكل سي ، يا ښځه بېله ولور څخه چا ته وبخښل سي ، يا په موخۍ وركول سي په دا درو حالتونو كي مهر مثل لازم كيږي . ځكه موږ ترمخه ولوستل چي په شريعت كي د ښځي د پاره ولور حتمي او لازمي دى او د ولور څخه پرته هيڅ ښځه په نكاح نسي وركول کېدلاى ، البته د ولور زيات مقدار په خلکو پوري اړه لري ، خو لږ مقدار به يې تر لسو درهمونو كم نه وي .
 
نو ځکه د موخۍ يا د ولور نه ټاكلو په صورت كي هم ولور لازميږي ، دغه ډول که يو چا ته ښځه بېله ولور څخه وبخښل سي هلته هم ولور لازميږي . البته مقدار يې د دې ښځي د پلرګنۍ يعني خوېندو ، عمه گانو او د كاكا د لوڼو د هغو ښځو د ولور په اندازه ټاكل كيږي كومي چي د دې د عصر وي او په عمر ، ديانت او ښكلا كي دې ته ورته وي ، دغه ډول ولور ته په اصطلاح کي مهر مثل وايي .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته