تازه سرليکونه
د (زريني کرښي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خلفاء راشدینو ويناوي
  تعلیم الاسلام راډیو
  July 5, 2012
  0

 د اميرالمؤمنین حضرت صديق رضي الله عنه ويناوي

 
رالېږونکی: احمد الله احمدي
 
اۍ خلکو! فقيرانو او نادارانو ته په عاجزۍ سره صدقه ورکړئ ځکه چي په ښه زړه سره صدقه ورکول د قبولیت علامه ده.
 
توبه بوډا ته په کار ده ليکن د ځوان لپاره تر هغه زياته ضروري ده او بخښل اميرانو ته ښائي ليکن محتاج ته تر هغه زيات افضل دي. ګناه د ځوان لپاره بده ده ليکن د بوډا لپا ره خو تر هغه زيات د شرم خبره ده.
 
پر چا چي نصیحت اثر ونه کړي دئ بايد په دې پوهه شي چي زړه ئي تورشوئ دئ.
 
سترګه د زړه دروازه ده ټول افتونه له دغي لاري څخه وردننه کيږي. (ماخذ: افضل الحکایات)
 
د حضرت عمر رضي الله عنه نه وينا وي 
 
زما دوست هغه دئ چي ما د خپلو عيبونو څخه خبر کړي.
 
کم ويل حکمت دئ، کم خوړل صحت دئ او کم خوب عبا دت دئ.
 
د ښه سړي توب لپا ره يوازي لمو نځ او روژه کفا يت نه کوي بلکه دهغه دنيائي معاملات هم کتل کيږي او زړه سوئ، رحم، رښتيا ويل او صداقت لرل هم شر‌‌ط دي.  (ماخذ: افضل الحکایات)  
 
 
د امیرالمؤمنین حضرت عثمان رضي الله عنه وينا وي
 
تعجب دئ هغه کسانو لره چي دنيا فاني بولي مګر بيا هم رغبت ورته لري او پلاس ته راوړولو کي ئې د هيڅ شي پروانه کوي.
 
تعجب دئ هغه چا لره چي دوزخ حق بولي مګر بيا هم ګنا ه کوي.
 
هغه عالم به څوک څه کړي چي ګته نه ځينی اخستل کيږي اوهغه عالم به څوک څه کړي چی پخپل علم يې عمل نه وي کړئ.
 
ای انسانه! که ته د خپل حقيقي رب ما سېوا و بل چا ته د مرستې ‌‌طمع لرې او د بل چا څخه مرسته غواړې نو د الله پاک جل جلاله جوړکړي شيان مه استعمالوه. (ماخذ: افضل الحکایات)
 
د امیرالمؤمنین حضرت علي رضي الله عنه وينا وي
 
د انسان ارزښت د هغه د کمال او هنر سره تړلئ دئ.
 
د خلکو سره د هغوئ د فهم او ذهني استعداد په برابر خبري کوئ. ایا تاسو په دې خوښ یاست چي هغوئ (د خپلې کم فهمۍ په وجه) الله او د هغه رسول ته د درواغو نسبت وکړي؟
 
ناتواني آفت دئ، صبر بهادري ده، زهد خزانه ده او د الله جل جلاله څخه بېره سپر دئ.
 
اخلاق او اداب داسي لباس دي چي بیا بیا تازه په تازه اغوستل کیږي او ذهن یوه پاکه اوصافه آینه ده.
 
خپل ځان د چا غلام مه جوړوه، په داسي حال کي چي الله جل جلاله حُر (آزاد) پیدا کړئ يې.
 
خلک د خپلو پلرونو او نیکو سره دومره ورته والۍ نه غوره کوي لکه څومره چي د وخت او زمانې سره یې غوره کوي (د وخت او چاپیریال څخه متاثره کيږي). (د المرتضی د کتاب څخه په لنډيز)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته