تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت حذیفه رضي الله عنه د مور قصه
 
  July 8, 2012
  0

رالېږونکی: احمد شاه

حضرت حذیفه رضي الله تعالی عنه صحابي دئ. دی مبارک فرمایي چي زما مور یو وار زما څخه پوښتنه وکړه چي څومره ورځي دي کیږي چي ته د نبی کريم صلی الله علیه وسلم په خدمت کښي حاضر سوئ یې؟
ما ورته وویل چي دومره ورځي مي سوي دي. ما ته خپلي مور ډېر بد او بیکاره وویل او ما ور ته وویل چی اوس ځم د ماښام لمونځ دده مبارک سره کوم او و نبی علیه السلام ته عرض کوم چي وما او تا ته د بخښي دعا وکړي.

زه ولاړم د ماښام لمونځ مي ورسره وکړي د ماخستن لمونځ مي ورسره وکړئ، چی د ما خستن د لمانځه وروسته دی مبارک روان سو زه په پسې سوم. کله چي زما اواز یې واورې دی ویي فرمایل چي حذیفه یي؟
 ما ورته وویل: هو، خذیفه یم. نو ده مبارک و فرمایل څه کار دي دئ الله جل جلاله دي تا او ستا مور وبخښي. (رواه الترمذي)

فایده : - وګورئ! څنګه ښه بي بي وه، د خپل اولاد دپاره یې ددغو خبرو هم خیال ساتئ چي د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په خدمت کي حاضره سوئ یې که نه یې؟
 
بي بي ګانو! تاسي هم پر خپل اولاد تاکید کوئ چی د بزرګانو او علماوو مجلس ته ور حاضریږي او ناسته ولاړه ورسره کوي چي د دوئ څخه د دین خبري زده کړي او د ښه مجلس برکت حاصل کړي. 

ماخذ: بهشتي زېور - دوهمه حصه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته