تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دوی څه وايي؟
 
  January 17, 2015
  0
رالېږونکی: مولوي حماس پروانى 

 

انګليسى مشهوراوپوه عالم مؤرخ (توماس ) وايي :

 

 

 

داسلام پرپيغمبراواسلامى دين باندې دمسيحي مبلغينوله خوا څخه د خصومته څخه ډک اسنادجوړکړل سول اوتپل سوى درواغ ددې جنايتکارانوله لورى ترتيب اونشرسوى دي .
 
دوى له حقائقوڅخه ډيرلرې په جاهلان تعصب کې غرق تللى دي . د مسيح ددين ځنى پيروان دا تور  لګوى چي محمدصلى الله عليه وسلم  خپل دين دجبر او استبداد  دتورې اونېزې په څوکه خپورکړئ  دئ. يعنې که دتورې زورنه واى نوداسلام دين به هيڅکله نواى خپورسوئ ، حال  داچي ددې فکرخاوندان څومره له حقيقته څخه لري پاته سوي دي داځکه چي دوئ بايدفکروکړى چي هغه  قوه کومه قوه وه  چي دغه توره يي دعربوپه جزيره کې له تيکي څخه ايستلې او دهغې برېښنايې له فارسه ترفرنګه اوله اپانې څخه ترسمرقنده بريښولې ده او دمصراهرامونه يي ابوعبيدۀ بن الجراح ، خالدبن وليد ، موسىٰ بن نصير او  طارق بن زياد، په شان داتلانوپه لاس فتحه کړي دي دا کومه قوه وه ؟ ښکاره خبره ده چي داقوۀ دتورې او دنېزې له څوکې پرته دمحمدي دين  معنوي  قوه وه ...!
 

فرانسوى عالم او مؤرخ ( ګوستاولويون) ليکي :

 
کله چي مونږ د او لنيومسلمانانوبرياليتوبونوته ځيرشو او دبرى عوامل يي وڅېړو  نو وبه وينو چي دوئ داسلام دسپېڅلي دين په خپرولوکې دتورې اونېزې له څوکې څخه کارنه دئ اخستۍ ، داځکه چي دوې همېشه مظلوم اومغلوب اقوام مذهب ته رابللي او ازادي يې ورکړې ده  که  مسيحيانو د اسلام فاتح دين ته مخ اړولۍ دۍ معنىٰ يي داده چي  دوئ دمسيحى حاکمانوله جبراوتعدىٰ څخه په تنګ شوې دى او داسلام حاکمان  يي ترمسيحيانوعادل ګڼلي دي، نوځکه له دوئ سره وصل شوي دي . بله وجه يې داده چي داسلام دين يې ترمسيحى دين غوره اوحقيقت ته رښتونې بللې دئ .

 

فرانسوى مشهورعالم (ﻻويس) وايي :

 

 

 

چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم  د کوچنوالي څخه په ريښتنولۍ سره شهرت درلود او خلکو به  د((امين)) په نوم ياداوه، محمد صلى الله عليه وسلم  دژوند په وروستي وخت کې دعربي جزيروڅخه بهرله  نورو پاچاهانوسره  دليك  په  زريعه رابطې وساتلې ، ددې ليکنومعنىٰ بې له شکه داوه  چي ده غوښتل چي ددنياټول خلك  د اسلام  و مقدس دين ته راوبولى .  ترده  وروسته  دراشيدينوخليفه ګانو او د نورو  اصحابوکرامو  جنګونو هم  دا راوښودله چي دمحمد صلى الله عليه وسلم  بعثت يوازې دعربو په جزيرو پوري تړلئ  نه وو  بلکي  په ټوله  نړۍ پوري  اړه لرله .

 

د او روپا  دازادۍ ځلاندې څېرې (ولټر)  :

 که څه هم ده داسلام او محمد صلى الله عليه وسلم  په نسبت څه خوش بينى نه لرله خو د محمد صلى الله عليه وسلم  شخصيت او بزرګوارۍ داسړې دومره جذب کړې وو ، چي کله دى  د ( برنس) نومي سړي سره  په وينابوخت وو  دخبرو په ترڅ کي د او روپا د ازادۍ  د نورو څېرو چي د ( لوتر) او(ګالون )  د مشهورو شخصيتونو  نومونه  يادسول . (ولټر) وويل : دا دواړه  شخصيتونه  آن  دومره  لياقت هم نه لرى ، چي  د محمد صلى الله عليه وسلم  دپڼو د ګنډلو وياړ ترلاسه  کړي .

 

په زينوکي دشرقي ژبو استاد (مونټه ) وايي :

 
محمد صلى الله عليه وسلم  يوعزتمند او نېكخويه ، خوږ ژبى ،  ريښتونى ، ټينګ عزمه ، رښتيا ويونکى ، پوخ عقيد ته او مصلح سړى وو، ده هغه وخت دپيغمبرى اظهار او دالٰهى توحيددعوت پيل کړ کله چي دفکرى کمال معراج يې اعلٰى درجي ته رسېدلى او دانساني انواروکانون ګرزې دلى وو څوځينيوخلکوﻻمحمد صلى الله عليه وسلم  پوره  نه  دى  پېژندلى  ، او دهغه دحقوقويې پوره رعايت نه دي کړئ  . محمد صلى الله عليه وسلم   يوداسي  بې  سياله  او  بې ثاري   مصلح وو  چي  مثال  يې  چانه  وو  ليدلئ  . دهغي لوئ  ماڼۍ  بنسټ  ، چي  ده ايښئ  دئ    دحوادثو او طوفانونو په وړاندې  بې له کوم  زيان څخه وﻻړ دئ او تل ترتله به بېله کوم زيان څخه پاته  وي  .
 

انګليسى پوه (جيبون ) وايي :

 
دمحمد صلى الله عليه وسلم  په دين  کي هېڅ داسي کوم پوښلى مشکل نسته بلکې يوپاك اومنزه اوبي آﻻيشه دين دي.

  المانى (ګوټه ) وايي :

 
که داسلام زده کړې  او حقيقتونه ، هغه  قوانين او دستورونه وي چي دمحمد صلى الله عليه وسلم  په قران کي ليکل سوي دي نوموږ ټول مسلمانان يو .

فرانسوى عالم (ﻻماټين) وايي :

 محمد صلى الله عليه وسلم  دبشريت مافوق  شخصيت او  دخداي  جل جلاله  مادون  دئ ، نوځکه بايد ووايو ، چي بې له شکه محمد صلى الله عليه وسلم  دخداى  جل جلاله   له لوري څخه رالېږل سوئ  دئ  .
 

  فرانسوى لوي عالم  ( ډاکټرګوستاولويون ) وايي :

 دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم  عقل دبشر د ډېرلوړ مقام  او  رآى  يې  ډيره ستره  او مظبوطه  وه .
 

انګليسى ډاکټر( زولميز) وايې:

 
حضرت محمد صلى الله عليه وسلم  دنړۍ له ډېرو لويو ديني پيشوايانوڅخه دئ ، چي په پوهه اومصلحت کي يې بل سارى  نه درلود .

فرانسوى لوي عالم  ( ډاکټرګوستاولويون ) وايي:

 
داسلا ستر پيغمبرحضرت محمد صلى الله عليه وسلم  له مينې اومهربانۍ څخه ډك اوصفا زړه درلود .
 

فرانسوى لوي عالم (ډرمنکنم ) وايي:

 
دتعليم او تربيت  د اصلاح  له پاره لوي قانون هغه حقيقت دئ ، چي دوحي په نوم پر محمد صلى الله عليه وسلم  نازل سوئ  او نن دقران په نوم دبشر په اختيارکي دئ .
 

انګليسى مؤرخ (ويليام وئر) وايي:

 محمد صلى الله عليه وسلم په خپلو ښکاره  خبرو او دخپل  دين  په اسانتياسره امتياز لري.  
ددنياپه کړو  وړوکي  دداسې يوه  مصلح انسان مثال ، چي دنفوسو ويښونکى ، دغوره  اخلاقو ژوندى کونکى دپوهي اوفضيلت دمقام لوړونکى وى نه دى ښودلئ  .

انګليسى مؤرخ (ولټنر) وايي: 

 محمد صلى الله عليه وسلم به په لنډه موده کي وحشي او ويني زبېښونکي اعراب  په ډېر لږ وخت کي  ايل او تربيت کړل چي وروسته  د دوب  مهربانۍ او کړو وړو  حيرانونکي وه ،  تارخ هيڅ کله داسې فاتحين نسي هېرولاى .

امريکايي پوه (واشنګټن ايرونيک) وايي:

 
محمد صلى الله عليه وسلم هېڅکله او په هېڅ وجه  ددنياغوښتونکى نه وو  ان تردې پوري  چي  له خپل قوم څخه يې توهين اوتمسخروليد چي کله  ناکله  به  تېښتي ته هم مجبورسو ،  ده  ډېرلوى عالي نظر او اعتقاد درلودئ .

 
 
 
 

انګليسى پوه (لرهى دلى)  وايي: 

 
دبشرديوه ستر استاد  دستور او پوهه ، د لوي ﻻرښود پوهى ته احتياج لرى څو دوئ دحق او حقيقت له لاري نېکمرغۍ ته ورسوي ، دمحمد صلى الله عليه وسلم قران دا احتياج لري کړى دئ .

  هالنډى خاوره پيژندونکي (دوزي) وايي:

 
ويوه اوروپايي محقق ته داګرانه ده چي دمحمد صلى الله عليه وسلم په ريښتينولى  او سپېڅلتياباندي دي ايمان رانه وړي او اقرار دي ونه کړي ، چي د دې سړي د صداقت او عقيدې  له مخې خپل ټول عمر دالٰهى تعاليموپه خپرولوکي صرف کړئ  دئ .

روسى سترفيلسوف ( لئون تولستوى) وايي:

 بې له  شکه  محمد صلى الله عليه وسلم  دهغوسترو مېړنيو او مصلحينو د جملې څخه  دئ  ، چي ده  د حقائقو او ټولنيزو کارونولپاره   ستر او بي ساري خدمتونه کړي دي .
داوياړ دده لپاره بس دى  ، چى يو ورورسته پاتې قوم يې رهبري کړ او هغو ته يې دسولې ، ترقۍ اومدنيت ﻻره خلاصه کړه .

فرانسوى لوى پوه (ژان ژاګ روسو) وايي:

 
اې  محمده صلى الله عليه وسلم !  اي قران راوړونکيه چيرې  يې ؟ راسه زمونږ ﻻس ونيسه . هربڼ بيديااوګلزارته چي دي زړه وي موږ  بوزه ، ته که مونږ دسمندر دبلاګانومنځ ته غورزوې هم درسره ځو دا ، ځکه  چي ته  ږموږ په ژوند اوژوندون پوه يي.

فرانسوى پوه (البرماله ) وايي:

 دمحمد صلى الله عليه وسلم دين او اسلام  د دې کبله چي ساده اوشريف دي له نورو اديانوڅخه ممتاز او په ډېره چټکتياخپورسو ، داځکه چي عبادت او داحکامو زده کول  يې ډېراسانه  دي .

  انګليسى فيلسوف اوليکوال ( جورج برناردشار) وايي:

 
زه همېشه  د محمد صلى الله عليه وسلم ددين لوړمقام منم، داځکه چي ددى ميړنى انسان حيرانونکى زوندپرماعجيب تاثيراچولى دئ  .

انګليسى پوه ( بوسورټ اسميټ) وايي:

 
زه په دې عقيده  يم ، چي عمومى فلسفه او ريښتنى عيسويت په بالاخره  يوه ورځ ددې شخص په دعوت باندى په صداقت سره اقراروکړي .

المانى پوه ماربين) وايي:

 هغه قوم چي له زانګوڅخه ترګوره  پوري  د اسلام  دستر دين  تر رهبرى   ﻻندي  و روزل سي  ، ښکاره  ده  چي  هغه  به کوم فضائل اوصفتونه ولرى .
 
دنړۍ ددې ستروپوهانو، ليکوالانو ، مؤرخينو، محققينو د اقوالوڅخه  په ډاګه  څرګنديږى ، چي انحضرت محمد صلى الله عليه وسلم  لکه څنګه چي دالله جل جلاله  د لوري منتخب منل شوئ دئ . د خداى جل جلاله د مخلوق په منځ کي هم بې مثاله محبوب ، مصلح  ، مهربان ، خيرخوا  او سترﻻرښود منل سوئ دئ .
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته