تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زمزم اوبه په اسلام اوساینس کی
  تعلیم الاسلام
  September 26, 2012
  0

لیکنه: استاد عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دزمز م څاه وکعبې شریفې ته نژدې واقع دی، په مطاف (طواف ګاه) کی دمقام ابراهیم ترشاوچپ لورته چې وکعبې شریفې ته وکتل شی نویوه ګردۍ ډبره معلومیږی چې پرلیکلی دی (بئرزمزم) یعنی دزمزم څاه،چې اوس دزمزم څاه (۵۶. ۱) متره دطواف ګاه څخه لاندی دی اوداډبره صرف ددې لپاره ده چې هغه دزمزم دڅاه ځای وخلکوته جوت وی.

دڅاه ژوروالۍ:
۱: څاه دخولې څخه ترپایه پوری (۸۰. ۱۲) متره دی.
۲: یو ئې هغه حالت دی چې په غره کی نوروهل شوی دی، چې دا(۲۰. ۱۷) متره دی، چې په عمومی ډول سره دڅاه ټول ژوروالی تر(۳۰) متروپوری رسیږی، دزمزم څاه یواځی ۴ متره بې له اوبوښکاره نورټول ډک دی؛ دخولې څخه ۱۳ متره لاندی داچینې دی، دڅاه پراخوالی، قطر (پسور) مختلف دی، په اوسط ډول سره د( ۵. ۱ـ ۵. ۲) متره پوری رسیږی، دزمزم ودې مبارک څاه ته درې چینې راروانې دی، 
 
لومړۍ چينه: د حجراسود له رکن څخه.
دوهمه چينه: د جبل ابوقبیس اوصفا د لوری څخه.
دريمه چينه: دمروا له لوری نه.
 
دزمزم دڅاه اندازه اومعلومات په مختلفو وختو کی مختلف دی، اوکله چې په ۱۴۰۰ هجری سپوږمیزکال کی ددې کارمکمل شونوددي کارانجينراستاديحيی کوشک بیا داسی وایی:
 
دزمزم دڅاه ترټولو لویه چینه هغه ده چې  دکعبې شریفې درکن غربی حجراسود څخه سرچینه  نیسی، چې ددې قطر۴۵ سانتی متردی، اوپه ډیره زیاته اندازه  اوتیزۍ سره اوبه ځنې راوځی، بله چینه د اذان او اقامت له ځایه څخه راوځی چې قطرئې ۳۰ سانتی متره دی، ددې چینوڅخه ماسوی په څاه کی ډیرسوری هم شته چې اوبه تری راوځی، چې دا د ډبرو د  سوریو څخه راوځی.
(اخبارمکه، فاکهی، کتاب زمزم، فضائل آب زمزم، آب زمزم اوربرکات)
 
دزمزم دڅاه چينې اوبله پلټنه:
 
۱: لومړی غټه چينه: داچینه د کعبې شریفې دلوری څخه ده چې دادحجراسماعیل رکن څخه عبارت ده، چې دایولوی درځ دی چې ددې اوږدوالی ۴۵ سانتی متره، لوړوالی ئې ۳۰ سانتی متره اوپه همدغه اندازه سره ددې ژوروالی هم دی.
 
۲: دوهمه چينه: داهم دیوه لوی درځ څخه عبارت ده چې اوږدوالی ئې ۷۰ سانتی متره دی چې دادرځ بیاپردوو درځوباندی ویشل شوی دی ، ددې لوړوالی ۳۰ سانتی متره دی چې د جیاد پرلوردی.
 
۳: فرعې چينې: داچینې هغه چینې دی چې د ډبرو د درځو څخه عبارت دی، چې اوبه ورڅخه رابهیږی، چې دا ۵ درځونه دی چې دهردرځ ترمنځ یویومترواټن شتون لری، اوله دې څخه علاوه نورواړه ۲۱ درځونه هم شتون لری چې بنسټ ئې دجبل ابوقبیس او د صفا او مروه څخه دی؛ دا درځونه په مختلفو ډولو او واټنو سره دی او ددې د اوبو اندازه هم یوه نه ده، په اصل کی د زمزم څاه درې سرچینې لری، یوه چینه د مکې معظمې له لوري، دوهمه چینه دجبل ابوقبیس اوصفااومروه له لوری اودریمه چینه دجیادله لوری چې داپه تاریخ کی مشهوري دي، کله چې په ۱۰۲۸ هـ ق کال کی د زمزم د څاه ترمیم وشونو دا نور شګافونه هم پیداشول.
(تاج تورایخ البشر، علامه الخضراوی رحمة الله علیه)
 
زمزم د طوفان په بڼه سره:
په (۹۰۹) میلادی کال کی د زمزم د څاه اوبه دومره ډیری شوې چې دمکې معظمې څخه د یوطوفان په بڼه سره راووتلې اوټولې ابادۍ ئې له خاوروسره خاورې کړې اوپه سلهاووحاجیان ئې له مینځه یووړل.
 
دسعودی دحکومت څخه مخکي د زمزم څاه ازرقی د حضرت ابن عباس رضی الله عنه په وخت کی د زمزم په هکله وایی:
 
دلومړی ځل لپاره د زمزم دوه حوضونه وه چې دیوه حوض څخه اوبه څیښل کېدلې اوپربل حوض باندی اودسونه تازه کیدل. دلومړی ځل لپاره چې د زمزم پرڅاه باندی ئې ګنبده تعمیر کړله هغه سلیمان بن عبدالله بن عباس ؤ اودسلیمان بن عبدالمالک له لوری پرمکه باندی خالد بن عبدالله القسری عامل ؤ، امیرالمؤمنین حضرت ابوجعفرپخپل وخت کی پر زمز م باندی کار وکی او دی لومړی شخص ؤچې د زمزم وڅاه ته ئې کړکۍ ورکړه اودمرمرود ډبرو فرش ئې ولګاوه؛ دزمز دڅاه دروازه ۱۲ لاسه او ۱۹ ګوتې وه، د زمز م د حجرې لوړوالی ۵ لاسه وه، چې ۲ لاسه او ۱۲ ګوتې ئې د مرمرو ډبره وه، دحوض لوړوالی ئې ۱۹ ګوتې اوپراخوالی ئې ۱۷ ګوتې وو دلاندی څخه ئې د دیوال اندازه ۲ لاسه وه، چې دسنګ مرمروپه ډبره باندی پوښلی ؤ،، د حوض ګول والی دباندی څخه ۱۵ لاسه وه اودننه څخه ۱۲ نیم لاسه وه، چې دا د مهدی په وختونو کی د زمزم د څاه اندازه اومعلومات وه د ازرقی په اند.
 

 
ازرقی وایی چې د امیرالمؤمنین المعتصم بالله په وخت کی په زمزم کی تغیرات راغلل چې دا ۲۳۰ هـ ق سنه ده، په دغه وخت کی د زمزم د ګنبدې څخه ماسوی بله ګنبده جوړه شوه چې عمر بن فرج الرخجی د ساګوان لرګې ورباندی کښیښودل اودننه ئې دسروزرو آب ورکړ اوقندیلونه ئې پکښې ولګول چې ترڅو د حج پرمهال حاجیان ورڅخه پوره استفاده وکی او د لته رڼاوي د ۲۲۰ هـ ق کال راهیسی هرکال د حاجیانو لپاره د زمزم څاه ډیر ښکلی سنګاریدی اوښایسته کیدی.
 
 
د مهدی بالله په وخت کی ۲۵۶ هـ ق کی د مسجد خادم د زمزم دا ګنبده د ځمکې سره اواره کړل اوټول سنګ مرمر ئې مات کړل اوحوض ئې دخاوروڅخه ډک کی، له دې څخه ئې یوتالابجوړکی چې د زمزم د څاه څخه په لرګیوکی اوبه راپورته کیدلی دفواری په شان اوخلکوورڅخه د لومړی ځل لپاره په عمومی ډول سره ورڅخه استفاده کوله.
 
 
ابن جبیر پخپله سفرنامه کی د ګنبدې په هکله لیکي چې په ۵۷۸ هـ ق کال کي چې کومه ګنبده وه درکن اسود څخه مخامخ ۲۴ قدمه لیری وه او د هغه کنج د مقام ابراهیم څخه ۱۰ قدمه لیری ؤ او د ننه پکښې سپین مرمر لګیدلی وو، د اوبو ژوروالی ۴۲ قدمه ؤ،د ننه په ګنبده کی یوسپین ځای جوړشوی وچې د اوداسه لپاره ؤ، الفاسی وایی چې دزمزم دڅاه چت په ۷ دربیع الاول ۸۲۲ هـ ق کال کی‎‎ د وینکو له کبله ونړیدی، اوپر دې سربیره به مؤذن اذان هم کاوه چې وروسته دمؤذن لپاره دمقام شافعی سره یو مضبوط ځای جوړکړل شو، په (شفاء الغرام) کی لیکلی دی چې په ۹۳۳ هـ ق کال کی د زمزم د څاه شاوخو ډیر نقش و نګار په کار واچول شو اوپه دې نقشو کی دسلیمان سلاله آل سلیمان نوم لیکلی ؤ، په ۹۴۸ هـ ق کال کی قاضی بن ظهیرة المخزومی دبیت زمزم نوښت وکی، دا ټوله میدان ئې فرش اوپلاسترئې ورکی، دزمزم وڅاه ته ئې چت جوړ کی او ډیر ښکلی لرګی ئې پرکښیښودل اوپه مابین کی ئې د سرپو یوه ښکلی ګنبده جوړه کړی، په دغه وخت کی د زمزم څاه ټوله په ډبرو جوړ او پلاستر ئې ورکړی، مولانا سلطان مرحوم بیا ددي تعمیر نوښت پخپله وکی؛
 
سلطان احمد یو کار وکی هغه دا چې د زمزم د څاه د ګولوالي په اندازه ئې یوه د اوسپنی جاله جوړه کړه او ځنځیرونه ئې ورکړه او دائې د زمزم د څاه تر نصف پوری وځړول، چې موخه ئې داوه چې که یوسړی وڅاه ته ولویدی نوهغه لومړی نه ورلویږی اوکه ورولویږی نوبیابه نه مړکیږی، وروسته په ۱۰۲۷ کال کی د اوبو خوند د اوسپنی دجال او ځنځیرو له کبله واوښتی، چې بیا د محمد بن سیدالمصطفی القناوی د حکم سره برابر ئې دا ټول شیان د زمزم د او بو څخه لیری کړل اوپه ډیر لږوخت کی دزمزم د اوبو خوند و خپل اصلی ډول ته راغی،
 
دسعودی دحکومت څخه مخکی د زمزم پرڅاه یوه ګنبده جوړه شوی وه، چې شاوخوا ئې پنجرې درلودې اوکوچنې کوچنې دروازې ئې هم درلودی چې ساقیانوبه لوی لوی منګیان اوخومان په څرخونو ډکول او بیا به ئې وحرم ته وړل او بیا به ئې په ښکلو ګلاسونو،کاسو او ښایسته کوټوریانو کی ئې وحاجیانو ته ورکولې اوکله چې د سعودی حکومت راغی نوهغه د حرم د توسیع په موخه د څاه بڼه بدله کړه، او بیایی بند کړ، چې اوس په مشینانوورڅخه اوبه راکښل کیږی اوحاجیان ئې څیښی.
 
حاجیانوبه دتبرک له مخی خپل کفنونه په دې اوبو لندول او بیا به ئې وخپلو وطنو ته راوړل، دمسلمانانوڅخه ماسوی دتاریخ په پاڼوکې غیرمسلمانانوهم د زمزم مبارکې اوبه وړلې او د مختلفو ناروغیو لپاره به ئې استعمالولې.
 
په بایبل کی ئې هم یادونه راغلې ده په عهدنامه قدیم په لومړی کتاب پیدایښت کی.
 
يو تعمير ئې په (۱۸۱۷م.) او (۱۹۲۸م.) کي د سعودي له لوري نوي کارونه پکښي وسول، اوس تقريباً په اوسط ډول د ورځي (۱۵۰۰۰) مکعبه متره اوبه ورڅخه راوځي، د حاجيانو په ډېرېدوسره دا اندازه ډېرېږي، په (۱۴۱۵ هـ.ق.) کي د زمزم په څوکيلومترۍکي يوه لويه د اوبو ذخيره جوړه کړل سول، د زمزم اوبه لومړی هلته جمع کېدلې او بيا استعمالېدلې.
دزمزم له څاه څخه په يوه دقيقه کي (۲۲۰) لېټره اوبه راوځي. سُبحان الله وبحمده.
 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته